لیکوال: بشیر احمد "احمدي"
نیشنلیزم – کړکېچ زېږوونکی فکر (لومړۍ برخه)
اروپا له څو پېړیو راهیسې له علم، رڼا او اقتصادي هوساینې څخه لرې، په فقر، بېوزلۍ، بدمرغۍ او تیارو کې ژوند کاوه. خو د علم او اقتصادي سوکالۍ دریڅه دغه تورې وچې ته هغه وخت پرانیستل شوه، کله چې نويو افکارو د زړو افکارو، په تېره بیا د کلیسا د پېړیو پېړیو افکارو ځای ونیو او د فردي او ټولنیز ژوند او حاکمو قوانینو نوي تعبيرونه یې وړاندې کړل.
یوه له هغو مفکورو څخه چې لومړی یې په اروپا او بیا د نړۍ په نورو برخو کې ستر بدلونونه راوستل، د نشنلیزم یا ملتپالنې مفکوره وه. دې مفکورې د عصري مفکورې په توګه د اروپایانو لپاره یو نوی هویت رامنځته کړ. څرنګه چې دا ملتپالنې مفکوره وه چې لومړی یې ملي هویت جلا کړ او بیا یې د اروپا د ټولو ملتونو ترمنځ جغرافیایي او سیاسي پولې جوړې کړې. په داسې حال کې چې له دې وړاندې، کلیسا د هغوی په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز جوړښت کې د هویت او ځواک د ټاکلو د سرچینې په توګه خپل سیوری غوړولی و.
د دې مفکورې د لا زیاتې ریښې موندنې لپاره، موږ به د هغې تاریخي شالید ته کتنه وکړو، تر څو راته معلومه شي چې د نشنلیزم نظریه چېرته، څرنګه او څه مهال وزېږېدله.
په ۱۰۹۵ میلادي کال کې د پاپ په مشرۍ د کلیسا عالي شورا د بیت المقدس (فلسطین) د اشغال په موخه د سپېڅلې جګړې په نوم د مسلمانانو پر ضد جګړه پیل کړه، چې موږ مسلمانان یې د صلیبي جګړو په نوم پېژنو. له یوې میاشتې جګړې او نښتې وروسته، بالاخره د عیسویانو قوماندان له «فرای بولوني» سیمې څخه بیت المقدس ته ننوت او د مسلمانانو په عام وژنه یې لاس پورې کړ.
دا لومړۍ صلیبي جګړه وه چې د مسلمانانو پر ضد پیل شوه. په ټولیزه توګه صلیبي جګړې تقریباً ۱۵۰ کاله په کمو او زیاتو وقفو سره دوام وکړ، خو بالاخره فلسطین د مسلمانانو له ولکې ونه وېستل شو. ځکه چې د مسلمانانو مشهور قوماندان سلطان صلاح الدین ایوبي د ټولو صلیبیانو واک او تسلط ختم کړ.
ادامه لري…