سیکولریزم په ۱۶مې پېړۍ کې په اروپا کې څرګند شو، هغه وخت چې د کلیسا کشیشان له مذهبي کړیو څخه جلا کېدل او هغوی ته “سیکولر” ویل کېده. د دېرش کلنو مذهبي جګړو پر مهال، چې د کلیسا ځمکې او مالونه بیرته خلکو ته وسپارل شول، دغه مالونه او ځمکې “سیکولر شوې” ګڼل کېدې.
لغوي او اصطلاحي ریښې
سیکولریزم (Secularism) یوه انګلیسي اصطلاح ده چې له لاتیني کلمې “سایکولوم” (Saeculum) څخه اخیستل شوې ده. په لاتین کې دې کلمې د “دُنیا”، “دنیایي” او د دین څخه د دولت د جلا کولو مفاهیم لرل. د لومړي ځل لپاره، انګلیسي مفکر جورج هولیوک په ۱۸۵۸ کال کې د “سیکولریزم” اصطلاح وړاندې کړه. هغه په خپل کتاب (د سیکولریزم اصول) کې، دا نظریه د دین او روحانیت په مخالفت کې معرفي کړه.
د سیکولریزم اصلي مفهوم
سیکولریزم په حقیقت کې هڅه ده چې دین د ټولنیز او سیاسي ژوند له چارو څخه لرې وساتل شي. دا نظریه پر دې باور ده چې دین باید یوازې د فرد په شخصي ژوند کې محدود شي او د دولت او سیاسي بنسټونو په کارونو کې هیڅ رول ونلري.
سیکولریزم هغه مهال د اهمیت وړ ګڼل کېږي کله چې ډیموکراسۍ رامنځته کول مطرح کېږي. ځینې څېړونکي باور لري چې د ډیموکراسۍ بنسټ ایښودنه د سیکولریزم پرته ممکن نه ده.
په بل عبارت، د ډیموکراسۍ یو له اساسي اړتیاوو او شرایطو څخه سیکولریزم او د واکونو او بنسټونو جلاوالی دی. له همدې امله، سیکولریزم دې ته را منځ ته شوی چې ووایي دین د ډېرو ټولنیزو ستونزو او بحرانونو سرچینه ده. دا د سیکولریزم اصلي مفهوم دی.
د بېلګې په توګه، په ۱۹۰۵ کال کې د فرانسې پارلمان “د کلیسا او دولت د جلا کولو قانون” تصویب کړ. د دې قانون پر بنسټ، د فرانسې سیاسي نظام د سیکولریزم پر اساس ولاړ شو. دغه قانون په ټینګه د دې مخه ونیوله چې مذهبي سازمانونه، په ځانګړې توګه د کاتولیک کلیسا مرکزونه، له دولتي بنسټونو سره هر ډول اړیکې یا ملاتړ ولري.
له همدې امله، فرانسه نن ورځ د نړۍ په هیوادونو کې د سیکولریزم او ډیموکراسۍ زانګو ګڼل کېږي.
د سیکولریزم د ظهور عوامل
سیکولریزم د منځنیو پېړیو په اروپا کې د کلیسا د ظلم، استبداد، او بې عدالتۍ په تور دوران کې رامنځته شو. د دې فلسفې اصلي انګیزه د هغو استبدادي نظامونو پر وړاندې وه چې د دین په نوم یې واکمني کوله. په دې اساس، لوېدیځ شاهي نظامونه، امپراتورۍ، خلافتونه، او نور مذهبي سیاسي جوړښتونه مستبد ګڼي او سیکولریزم یې د بدیل په توګه غوره کړی، ترڅو دین د دولت له چارو څخه جلا کړي.
د لوېدیځ په سیاسي نظر کې، که واک یوازې د یوه کس په لاس کې وي، نو د ظلم، استبداد، او زیاتي امکان زیاتېږي. د همدې لپاره د واک او بنسټونو جلاوالی او تفکیک رامنځته شو، چې درې اساسي قواوې (اجرائیه، قضائیه او مقننه) په خپلواکه توګه عمل وکړي.
د کلیسا د استبداد پر وړاندې مبارزه
سیکولریزم د کلیسا د ظلم پر وړاندې د څو پېړیو فکري او سیاسي مبارزې پایله وه. لوېدیځ وروسته له اوږدو جګړو، د وینو تویولو او د کلیسا د واکمنۍ پر ضد پاڅون، سیکولریزم د یوه سیاسي او ایډیالوژیکي لیدلوري په توګه غوره کړ.
که د سیکولریزم د ظهور د انګیزې تاریخي کړۍ ته ځېر شو، نو په دې به ښه پوه شو چې سیکولریزم یوه تشه او بې موخې مفکوره نه ده، بلکې یو سیاسي او ایډیالوژیک لیدلوری دی. د دې مفهوم اصلي موخه د دین له ټولنیزو او سیاسي چارو لرې کول دي. هغه څه چې د نړۍ خالق د انسانیت د لارښوونې لپاره د وحیې په توګه رالیږلي دي، سیکولریزم غواړي له ټولنې څخه ګوښه کړي.
هغه کسان چې استدلال کوي چې حکومت کول د دین برخه نه ده او دا یوازې د مسلمانانو انساني تجربه ګڼي، یا هغه کسان چې عقل او وحیې جلا ګڼي او ادعا کوي چې: «مدني دولت د دین خلاف نه دی، بلکې خپل مشروعیت له خلکو څخه ترلاسه کوي، نه له دیني عالمانو څخه»، په حقیقت کې د سیکولریزم د پراختیا په موخه کار کوي. آیا دا فکر پرته له دې چې سیکولریزم یې په لټه کې دی، بل څه ګڼل کېدای شي؟