لیکوال: شکران احمدي
د حدیثو لیکنه او حُجیت (اتمه برخه)
د احادیثو د حُجیت او اعتبار لپاره قرآني دلایل
۷– په صحیح البخاري او نورو کې راغلي دي:
له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه یو چا د یوې مسئلې په اړه پوښتنه وکړه: “کومه ښځه چې د مېړه له مړینې څلوېښت ورځې وروسته ماشوم وزېږوي، آیا د هغې عدت ختمیږي که نه؟”
عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ځواب ورکړ: “د ماشوم له زېږېدو او له څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه، چې هر یو یې وروستی وي، هماغه یې عدت ټاکل کیږي.”
په همدې مجلس کې ابو سلمه او ابوهرېره رضي الله عنهما هم موجود وو. ابو سلمه رضي الله عنه وفرمایل: “په قرآن کې راغلي دي: وَأُوْلَاتُ ٱلۡأَحۡمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعۡنَ حَمۡلَهُنَّ؛ (د حامله ښځو عدت د هغوی د ماشوم زېږول دي).” د ابو سلمه موخه دا وه چې په پورتنۍ مسئله کې عدت ختم شوی دی.
حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وفرمایل: “زه هم له خپل وراره سره موافق یم.”
بیا ابن عباس رضي الله عنه خپل غلام کریب حضرت ام سلمه رضي الله عنها ته ولېږه. ام سلمه رضي الله عنها وویل: “سبیعه اسلمیه هغه مهال حامله وه چې مېړه یې شهید شو. څلوېښت ورځې وروسته یې ولادت وکړ. په همدې وخت کې خلکو د هغې کور ته په مرکه راتلل، او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سبیعه په نکاح ورکړه او هغې له یو کس سره واده وکړ.”
حافظ ابن حجر د دې پېښې په اړه لیکي:
“ویل کېږي چې حضرت ابن عباس رضي الله عنهما له خپلې نظریې څخه بېرته رجوع وکړه. د دې خبرې ثبوت دا دی چې د ابن عباس رضي الله عنه د پیروانو او شاګردانو نظر د اکثرو له نظر سره موافق دی.”
نو د صحابه کرامو سنتو ته رجوع کول، کله چې د دوو آیتونو تر منځ تعارض او یا د نظریاتو اختلاف وي، او په سنتو عمل کول، په بشپړه توګه څرګند او روښانه شوه.
۸– په ابوداود، ترمذي او نورو کې راغلي دي:
د حضرت معاویه رضي الله عنه او د روم د حکومت تر منځ د یوې ټاکلې مودې لپاره د جګړې د نه کولو تړون شوی و. کله چې دا موده ختمېدو ته نږدې شوه، نو حضرت معاویه رضي الله عنه له خپل لښکر سره د دښمن خاورې ته روان شو او نیت یې دا و چې څنګه موده پای ته ورسېږي، سمدستي به پر دښمن برید وکړي.
یوه ورځ حضرت معاویه رضي الله عنه له لرې څخه یو سپرلۍ ولید چې په لوړ غږ یې ویل: “الله اکبر! الله اکبر! پر ژمنه باید عمل وشي، او تړون مات نشي.”
خلکو په غور سره وکتل او ولیدل چې سپرلۍ حضرت عمرو بن عنبسه رضي الله عنه (صحابي) و.
حضرت معاویه رضي الله عنه ترې وپوښتل: “څه خبره ده؟”
هغه وفرمایل: “ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي، چې ویې فرمایل: څوک چې له یوې قبیلې سره تړون وکړي، د هغه خلاف دې عمل نه کوي؛ پرته له دې چې د تړون موده پای ته ورسیږي یا له تړون څخه د سرغړونې موضوع هغوی ته ورسوي او خبر یې کړي.”
کله چې حضرت معاویه رضي الله عنه دا خبره واورېده، نو له خپلو لښکرو سره دارالاسلام ته راستون شو.