غونډه د حافظ صدیق الله محسن لخوا د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر علماء او مشرانو ویناوې وکړې.
د ویناوو مهمې برخې
شیخ القرآن والحدیث معلم جان «حنفي» د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د ژوند په اړه وویل: امام ابو حنیفه رحمه الله په کوفه کې پیدا شو، هغه ښار چې د حضرت عمر رضي الله عنه له زمانې راهیسې د علم او پوهې ځانګړې سرچینه ګرځېدلې وه. امام اعظم د حماد بن سلیمان او ابو اسحاق سبیعي په څېر استادانو تر لارښوونې لاندې وده وکړه. د عبدالله بن مبارک په څېر مشهور شاګردان یې درلودل چې هغه یې د خپل وخت ستر امام ګڼلو. امام ابو داود هغه د حدیث په علم کې امام یاداوه. د امام اعظم زیاتره استادان د صحابهوو مستقیم شاګردان وو.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال، شیخ امیرجان ثاقب، وویل: د امام ابو حنیفه رحمه الله یو شاګرد، امام احمد رحمه الله، (۹۹۹) آثار درلودل. نو کله چې د شاګرد دومره لوی تألیفات وي، د استاد علمي مقام به څومره ستر وي؟ دا د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د علمي مقام او پراخې پوهې څرګندونه کوي. هغه زیاته کړه چې امام اعظم د حدیثو له لویو علماوو څخه وو، ځکه چې سلګونه زره احادیث یې یاد کړي وو.
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس، شیخ عبدالمعید ابوالجراد، په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: حتی د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب مخالفین هم د هغه په اړه په احادیثو کې د غیر مستقیمو اشارو منونکي دي.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال، شیخ عزیزالرحمن منصور، د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د تقوا په اړه وویل: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله لویوالی او عظمت د هغه د تقوا له کبله وو.
د سیالۍ جایزې او ګډونوال
د غونډې په پای کې، د هغو لسو کسانو لپاره چې د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د ژوند بېلابېلو اړخونو په اړه غوره مقالې وړاندې کړې وې، د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ډالۍ ورکړل شوې.
د یادولو وړ ده چې په دغه سیالۍ کې له ۲۵۰ زیاتې مقالې په پښتو او دري ژبو لیکل شوې او استول شوې وې.