لیکوونکی: ابو عائشه

په اسلام کې د امنیت ارزښت (دوه ویشتمه برخه) 

 د اسلام له نظره د امنیت د تحقق لارې 
 ۲) یووالی 
یووالی او وحدت د امنیت په رامنځته کولو او ټینګېدو کې اساسي رول لري؛ ځکه کله چې خلک د یو بل تر څنګ وي، یو له بل سره مینه ولري، د یو بل خیر او صلاح ته ژمن وي، ټولنه په تدریجي ډول وده او پرمختګ کوي. د وخت په تېرېدو سره ننګونې او کړکېچونه حلېږي، او دا په خپله د امنیت سبب ګرځي.
خو که د خلکو تر منځ اختلاف او تفرقه وي، دښمن کولای شي په اسانۍ سره د هغوی یوه ډله ګمراه کړي او په ټولنه کې ناامنۍ رامنځته کړي.
 ۳) جهاد 
د امنیت د تأمین او ټینګښت یوه غوره لاره جهاد دی، چې په جګړې ته چمتووالي او د دښمن وېرولو باندې ولاړ دی. کله چې دښمنان پوه شي چې هغه څوک، چې هغوی د زیان رسولو اراده ورته لري، لازم چمتووالی لري، هغوی به هیڅکله د برید یا تېري جرئت ونه کړي.
د جګړې لپاره چمتووالی او د دښمن وېرول د امنیت له هغو تګلارو څخه دي چې الله تعالی یې په قرآن کریم کې فرمایلي:
> «وَأَعِدُّوا لَهُم مَا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ.»
> (سورة الأنفال: ۶۰)
> ژباړه: «او د هغوی [سره د مقابلې] لپاره، چې څومره وس لرئ، له ځواک او آسونو څخه تیاری ونیسئ، ترڅو د خدای او خپل دښمنان ووېرئ او هغه نور هم چې تاسو یې نه پېژنئ، خو الله یې پېژني.»
 ۴) د اسلامي حدودو پلي کول 
اسلام د هغه دین په توګه چې د امنیت او ارامۍ د چاپېریال رامنځته کولو لپاره راغلی دی، نه یوازې هڅونکی لارښوونې وړاندې کوي، بلکې ځینې تنبیهي قوانین او مقررات هم وضع کړي دي. دا ځکه چې په تجربې سره ثابته شوې ده چې ځینې خلک یوازې هغه وخت له ګناه څخه ډډه کوي، کله چې د سختو او شدیدو سزاګانو احتمال موجود وي.
د انسانانو ګناهونه یوازې شخصي پایلې نه لري، بلکې ټولنیز اغېز هم پرېږدي، چې په پایله کې ټولنیز امنیت له خطر سره مخ کوي. له همدې امله، د اسلامي حکومت له‌خوا د دغو قوانینو پلي کول ضروري او اړین دي.
د شرعي حدودو تطبیق د امت د بنسټ او ژوند ساتنه کوي، هغه له زوال څخه ژغوري، او د مجازاتو په عملي کولو سره د مجرمینو د شریعت خلاف کړنو مخنیوی کوي. په دې اړه الله تعالی فرمایي:
> «وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُوْلِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.»
> (سورة البقرة: ۱۷۹)
> ژباړه: «اې هوښیارانو! ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، کېدای شي چې تقوا وکړئ.»
قصاص د ظالم مخه نیسي، د مظلوم دفاع کوي، او د هغو کسانو مخنیوی کوي چې غواړي د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي. د شرعي حدودو پلي کول د امنیت ټینګښت ته وده ورکوي او ټولنه له ګډوډۍ څخه ساتي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version