بې له شکه، د اسلام په لومړیو ورځو کې ډیپلوماسي د پام وړ وده او پرمختګ نه و کړی؛ کله چې د فتحو او د اسلامي حکومت د جوړېدو او بنسټ ایښودلو زمانه وه، د اسلام او عيسويت تر منځ د منظمو سياسي اړيکو د ټينګېدو فرصت برابر نه شو، پرته له يو څو تړونونو او د سولې هوکړه لیکونو چې د سيمو له فتحې وروسته لاسليک کېدل، لکه څنګه چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دوره کې په شام او مصر کې رامنځته شو. د اسلام او عیسویت تر منځ دا نوښتي اړېکې د وخت په لحاظ محدودې او په خپلو جزیاتو کې لنډې وې. د دې دورې تر ټولو مهمې ديپلوماتيکې پېښې د دې دورې پاچاهانو او واکمنانو ته د اسلام د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم خطونه او لیکونه وو چې په هغه کې يې هغوى ته د اسلام او د خپل رسالت د منلو بلنه ورکړه.
دغه خپلواک دیپلوماتیک ماموریتونه په تاریخ کې په خپل رسالت، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د شجاعت او د ایمان د ځواکمنتیا د سمبول په توګه ثبت شوي دي. په هغه وخت کې اسلام داسې ځواک نه و چې له هغه څخه د قیصر او خسرو په څېر د مشهورو شخصیتونو د بلنې تمه دې ترې شوې وای.
خو محمد صلی الله علیه وسلم ټول بشریت ته د رسول په توګه رالیږل شوی و چې دوی ته د خدای د ژمنو زیری ورکړي او د خدای د نافرمانۍ په وړاندې یې و وېروي . لکه څنګه چې د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم دفاعي جنګونه د اسلام د ساتنې او د هغه د حقايقو د ثابتولو يوه وسيله وه، د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم سفارتونه هم د هغه د رسالت د ترسره کولو او د هغه وخت پاچاهانو او شهزادګانو ته د هغه د پيغام رسولو وسيله وه.
د شپږم هجري لمریز کال د ذوالحجې په میاشت کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغو اتو واکمنانو ته خپل استازي او لیکونه واستول چې په هغو کې په قسطنطنیه کې د« روم قیصر»، د مصر رومي واکمن «کیروس»، د شام واکمن «حارث بن ابی شمرغستاني»، د ایران پاچاه «خسرو پرویز»، د حبشې پاچا «نجاشي» او د عربي ټاپو وزمې درې نور محلي واکمنان وو. دغو عربو او غیر عربو پاچاهانو په هغه وخت کې د عربي ټاپووزمې واکمني کوله او یا یې ورسره ښې اړیکې درلودې. بې له شکه چې په دوی کې تر ټولو مهم او ستر د روم قیصر او د ایران شاه وو چې د لرغونې نړۍ خاوره یې په خپل منځ کې وېشلې وه.
قیصر خپله واکمني په شام او د هغه خاورې پر جنوبي سیمو تر حجازه غځولې وه او د ایران شاه د جزیرة العرب په شمال ختیځه برخه کې واکمني کوله او د عرب څخه پیروي کوله. قیصر د عیسوي قومونو مشر او خسرو د مشرک قومونو مشر بلل کېده.
دا سفارتونه په احتیاط سره تنظیم او په بیلابیلو لارو چارو و لیږل شول، د هر پاچا یا واکمن لپاره یو پلاوی یا ځانګړی استازی واستول شو؛ له دغو هریوه استازو سره د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو لیک موجود و. د ټولو سفیرانو پروګرام او ماموریت یو شان وو. په اسلامي تاریخونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطونه په احتیاط سره نقل شوي دي او په ټولو کې هماهنګي او یووالي شتون لري. په دې لیکونو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل وخت پاچاهانو ته بلنه ورکړې چې د ده مبارک رسالت ومني.
هغه سفیر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ختیځ روم امپراتور «هرقل» ته استولی و، دحیه بن خلیفه کلبي و. هغه لیک چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم قیصر ته لیکلی و، د معتبرو اسلامي تاریخونو او منابعو لکه صحیح بخاري او مسلم په وینا په دې ډول دې:”د خدای له پیغمبر څخه هیرقل د روم ستر امپراتور ته، هغه چا ته سلام چې د سمې لارې لارښوونه ومني. اما بعد؛ زه تاسو ته د اسلام بلنه درکوم، د امن لپاره اسلام قبول کړه؛ که ته اسلام قبول کړې نو الله تعالی به تاته دوه چنده اجر درکړي، خو که له دې څخه مخ واړوې نو د خپل هیواد د خلکو ګناهونه به ستا په اوږو وي. اې اهل کتابو! راځۍ په هغه کلمه چې زموږ او ستاسو تر منځ مشترکه ده موافقه وکړو دا چې موږ له یو خدای پرته د هیچا عبادت نه کوو او له خدای سره هیڅ شی شریک نه ګڼو او دا چې زموږ څخه ځینې د خدای په توګه ځیني نور و نه پېژنو. که له دې خبرې مو مخ واړاوه، نو پوه شئ چې موږ مسلمانان یو.”
د راتلونکي کال په مني کې، هیرقل بیت المقدس ته لاړ؛ هلته يې د بصري حاکم (بوسترا) له پلاوي سره وکتل چې دحیه کلبي هم پکې موجود و. دحیه کلبي د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خط وړاندې کړ او د خپل ماموریت محتوا یې اعلان کړه.
د اسلامي تاریخونو له مخې هرقل په ډیر درنښت یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سفیر هرکلی وکړ او له هغه څخه یې د پیغمبر د مقام او رسالت په اړه پوښتنې وکړې. موږ تصور کولای شو چې په قیصر باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفارت څه اغیز درلود او په هغه کې یې د انکار او حیرانتیا احساسات څنګه راپارولي وو، سره له دې چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفیر یې د ستاینې او دوستانه خبرو سره رخصت کړ.
کله چې هرقل خپلې پلازمینې ته راستون شو، نو د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بل لیک یې ترلاسه کړ. په شام کې د هغه حاکم منذر بن حارث غساني دا د اسلام د پیغمبر له سفیر څخه واخیست او قیصر ته یې واستاوه. په دې لیک کې د اسلام پیغمبر قیصر ته د اسلام بلنه ورکړه او د نافرمانۍ له پایلو یې خبرداری ورکړ. منذر هرقل ته لیک واستاوه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د اسلام له پیغمبر سره د جګړې لپاره ځان چمتو کړي؛ خو هرقل د ده له نظر سره موافق نه شو او د اسلام د پیغمبر استازی یې د دحیه کلبي په څېر په ناڅرګند وضعیت رخصت کړ.
په دې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو بل سفیر حاطب بن ابی بلتعه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه لیک سره مصر ته ولاړ او د مصر حاکم« مقوقس» ته یې وسپاره. د دې لیک محتوا په داسې ډول وه: “بسم الله الرحمن الرحیم. د خدای له رسول محمد صلی الله علیه وسلم څخه، د قبطیانو واکمن، مقوقس ته. دا لیک هرقل ته د استول شوي لیک د متن په څېر ورته محتوا درلوده ، د ځینو روایتونو پر بنسټ د ځینو بدلونونو سره؛ په دې لیک کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هرقل په څیر مقوقس ته د اسلام د منلو بلنه ورکړه.
په دې وخت کې، مناسبه ده چې د “مقوقس” له شخصیت سره آشنا شو، کوم چې په اسلامي تاریخونو کې د “قبطیانو حاکم” په توګه پیژندل شوی. په هغه وخت کې، مصر د روم تر واکمنۍ لاندې یو دولت و، چې د قسطنطنیه قیصر ته وفادار و، او خلکو یې خپلواکي نه درلوده. دا حقیقت په تاریخ کې نامعلوم نه دی؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکونه او مکاتبات ښیي چې هغه او ملګري یې د جزیرة العرب او ګاونډیو هیوادونو له پیښو او سیاسي حالاتو خبر وو.
په هغه وخت کې د مصر رومي واکمن«کیروس» نومېده، چې د مصر واکمن او د دې خاورې لوی رهبر هم و. د نویو معتبرو څیړنو له مخې، تر ټولو قوي نظریه دا ده چې په اسلامي تاریخونو کې “مقوقس” همغه د مصر رومي واکمن «کیروس» دی. هغه دلیل چې د دې خبرې تصدیق کوي دا دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفیر د خپل ماموریت د سرته رسولو لپاره اسکندریه ته تللی و چې هغه مهال د روم د واکمنۍ پلازمېنه وه.
حاطب بن ابي بلتعه لخمي رضیالله عنه د مصر له ختيځ څخه تر لويديځ پورې سفر وکړ او اسکندریې ته لاړ تر څو د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سفارت او رسالت پيغام ورسوي. کیروس چې په خپله ماڼۍ کې د دریا په نوم مشهور و، د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سفیر یې په درناوي ومانه او په شانداره توګه یې هرکلی وکړ. بيا يې د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ليك ترلاسه كړ او د هغې په محتوا يې له سفير سره خبرې وكړې او د اسلام د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د بلنې په اړه يې پوښتنې وكړې. له دې وروسته حاطب د کیروس له یو لیک او په لیک کې د ذکر شویو سوغاتونو سره د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راستون شو. د اسلامي دورې د مصر د پخواني مورخ ابن عبد الحکم په وینا، دا لیک په لاندې ډول دی: “د قبطیانو د واکمن مقوقس لخوا، محمد بن عبدالله ته سلامونه. ما ستاسو لیک ولوست او د هغه څه په مینځپانګه پوه شوم چې تاسو یې لیکلي او هغه بلنه چې تاسو یې کړې وه. زه پوهیدم چې یو پیغمبر راڅرګندیدو ته پاتې دی او ما فکر کاوه چې هغه به له شام څخه را څرګند شي. ما ستا د استازی احترام وکړ او تاته مې دوه نجونې له جامو سره درولېږلې چې د مصريانو په منځ کې لوړ مقام لري. همدارنګه ما تاسو ته د سپرلۍ لپاره د ډالۍ په توګه یو اوښ هم درولېږه. والسلام».
دا دوه نجونې “ماریه” او خور یې “شیرین” وه، دواړه د اسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته راوړل شوې. د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم له ماریه سره واده وکړ او له هغې څخه د ابراهیم په نوم د یو زوی څښتن شو، چې په ماشومتوب کې وفات شو او شیرین یې خپل یوه نږدې ملګري ته ورکړه.
د هغو سفارتونو او مکتوبونو پايلې چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مصر او شام کې قيصر او د هغه واکمنانو ته لېږلې وې، همدا وې. دا لیکونه بې له شکه د روم په دربار او کلیسا باندې ژوره معنوي اغیزه پرېښوده.