لیکوال: ابو مهاجر
هر انسان د خدایپېژندنې په فطرت پیدا شوی دی، قرآن کریم موږ ته خبر راکړی چې هر انسان د خدایشناسۍ په اساس پیدا شوی، نو د هغه خلقت پخپله د خدای، د توحید پېژندل او د اسلام د حقیقي دین مقتضي دی. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي: «فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّینِ حَنِیفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَیهَا» [الروم: ٣٠] ژباړه: «خپل مخ په اخلاص سره دین [ اسلام] ته وګرځوه. دا هغه فطرت دی چې خدای په هغه باندې خلک پیدا کړي دي.»
نو ځکه د انسانانو په لاس جوړ شوي قوانین ثبات، استقامت او دوام نه لري او تل تعدیل او توضیح ته اړتیا لري. د بشر د تربيت په برخه کې د بې پروایۍ سره، د داسې قوانینو نیمګړتیا به نوره هم وي. له همدې امله انسانان تل داسې قوانين او منهج ته اړتيا لري چې هغه تر ټولو قوي او مهربان ذات جوړ کړی وي، او د ځمکې او اسمانونو هيڅ شي ځينې پټ نه وي. د خداى حکمت دا دى چې هر قوم ته يو پيغمبر ور واستوي، تر څو هغوى ته د خداى د رسېدو لاره وښيي او په داسې طريقه او دستور سره يې لارښوونه وکړي چې په دنيا او آخرت کې د خوښۍ او خوشحالۍ سبب وګرځي
او دا تیاری باید په دوه طریقو سره وي، په خوښه(همکاري) او په زوره(اجبار)؛ چې په اجبار سره هغه څه ترلاسه کړي چې د هغه لايق دی، او په همکارۍ سره هغه څه ترلاسه کړي چې هغه نه لري. هغه باید یوه منظمه ټولنه جوړه کړي چې مشر او مدیر یې یو شخص وي او بنسټ یې په همکارۍ کېښودل شي؛ ځکه که په ټولنه کې ډېر مدیران له بېلابېلو ذوقونو سره وي او که په ټولنه کې ټولنیزه همکاري هم نه وي؛ خلک نشي کولی خپلې معنوي او مادي اړتیاوې پوره کړي.
Previous Articleعلامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري پنځوسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د امنيت ارزښت (يوولسمه برخه)