لیکوال: "خدایرحم"

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (لومړۍ برخه)

 افغانستان له جغرافيايي پلوه په سيمه کې ډېر مهم دی او له چين، پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري. دغه هېواد چې د آسيا په مرکز کې پروت دی، له معدني زېرمو ډک او ډېرې طبیعې ښکلا ګانې لري او د ګرځندوی یا سیاحت لپاره ډېر مناسب دی، د سيمې د هېوادونو تر منځ د ستراتيژيک څلورلاري رول لوبوي. د افغانستان جغرافيايي، طبيعي او سياسي ځانګړتياوو، یاد هیواد د ختيځ او لوېدیځ د سترو سياسي قدرتونو او زبرځواکونو د توجه مرکز ګرځولی دی.
 د افغانستان جغرافيايي مقام د ستراتيژيک موقعيت، بډايه طبيعي زېرمو او تاريخي او فرهنګي اغېزو په ګډون د څو لاملونو له مخې مهم دې. دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو د نښلولو مرکز په توګه کار کوي او د جنوبي اسيا، مرکزي اسيا او منځني ختيځ ترمنځ د ځمکني پل په توګه پېژندل کېږي، چې په دې توګه له سوداګريز او پوځي اړخه ځانګړی اهميت لري. ځینې وختونه د  “هند دروازې”  په نوم هم پیژندل کیږي. یو انګلیسي تاریخ لیکونکي افغانستان د  “بریالیتوب لویه لاره”  بللې ده، ځکه چې دې هیواد ډیری مذهبونه، کلتورونه او قدرتونه سره تړلي دي. خو افغانستان د خپلې سترې غرنۍ لړۍ له امله توانېدلی چې د نړۍ ډېرو قدرتونو ته ماتې ورکړي، ځکه چې جغرافیايي چاپېریال د خلکو په روزلو، فکر او شخصیت ډېر اغېز لري. ابن خلدون چې د اسلامي نړۍ له سترو ټولنپوهانو څخه دې، په دې باور دې چې جغرافيايي او غرني موقعيت د آزادو او خپلواکو شخصيتونو په جوړولو کې مرسته کوي.
 افغانستان وچ اقلیم لري، چې ګټې او هم زیانونه لري. د سم مدیریت سره، دا وضعیت د اقتصادي پرمختګ په ګټه کارول کیدی شي. دغه هېواد د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ یو له لنډو او ارزانه ټرانزیټي لارو څخه دی، چې پخوا د ورېښمو لارې یوه برخه وه. د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه چې څلور هېوادونه سره نښلوي او له افغانستان څخه تېرېږي، د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ یوه له مهمو پروژو څخه ده. افغانستان په دې پروژه کې مهم رول لوبوي او تل د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د یوې مهمې سوداګریزې لارې په توګه پیژندل شوی.
 افغانستان د خپلو پراخو طبیعي زیرمو له امله د کانونو د استخراج او سوداګرۍ لپاره په یوه حیاتي سیمه بدل شوی دې. د ځمکې لاندې اوبه او سیندونه د تاریخي او کلتوري تاثیراتو سره سره د ګرځندوی صنعت لپاره د پام وړ ظرفیت لري. افغانستان چې د ډېرو لرغونو تمدنونو د مرکزونو کوربه دې، د باميانو د بودا، جام منار، د هرات لوی جومات او په سلګونو نورې کلاګانې لري، چې هره يوه يې د تاريخ، کلتور او جغرافيې له پلوه ډېره مهمه ده. دغه خاوره د بېلا بېلو ملتونو او تمدنونو ترمنځ د کلتوري او سوداګريزو تبادلو د مرکز په توګه پېژندل کېږي او د سيمې په کلتوري او ټولنيز پرمختګ کې يې ونډه اخيستې ده. دا طبیعي، کلتوري او تاریخي جاذبې کولی شي کورني او بهرني سیلانیان راجلب کړي او کلتوري، تاریخي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.
امنیت، په هره انساني ټولنه کې د یوې مهمې مسلې په توګه، د ژوند په ټولو اړخونو ژور اغیزه لري او د ګرځندوی صنعت کې یو مهم شاخص ګڼل کیږي. په افغانستان کې د اسلامي نظام په رامنځته کېدو سره د سیاحتي ځایونو د تګ او راتګ شرایط د پام وړ ښه شوي دي. کورني او بهرني سیلانیان کولای شي په اسانۍ سره له اړوندو چارواکو سره په همغږۍ د افغانستان له مهمو جاذبو څخه لیدنه وکړي او د دغو جاذبو مختلف ارزښتونه وګوري او نړۍ ته یې وروپیژني.
 په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت وده او دې هیواد ته سفر کول د یاد هېواد په امنیتي او طبیعي او تاریخي ښکلا پورې اړه لري، چې له بده مرغه په ​​تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له امله د سیلانیانو لپاره له دغو ځایونو څخه د استفادې او لیدنې امکانات محدود شوي و. دې حالت د ګرځندوی صنعت څخه د بشپړې ګټې اخیستنې مخه نیولې وه. نن ورځ د نړۍ هیوادونه هڅه کوي د بیلابیلو چلونو په کارولو سره د سیلانیانو د راجلبولو لپاره د خپلو ظرفیتونو څخه ډیره ګټه پورته کړي.
 افغانستان ته سفر له ډېرو اړخونو ارزښتناک دې. دا سفرونه د بډایه تاریخ او کلتور د کشف، د طبیعي ښکلاګانو او د لیدنې وړ منظرو څخه د خوند اخیستلو، سیمه ییز کلتور تجربه کولو، د سیمه ییز اقتصاد ملاتړ او د پوهاوي او متقابل تفاهم لوړولو لپاره یو فرصت دې. په افغانستان کې د ژوند او واقعیتونو په لیدلو سره، لیدونکي کولی شي ناسم تصورات او انګېرنې سمې کړي او د هیواد او خلکو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي.
 د دودونو، تاریخي او کلتوري آثارو او ځایونو بیارغونه او را ژوندي کول د سیاحت له مهمو لاسته راوړنو او پایلو څخه دي. ګرځندوی د دې لامل کیږي چې کوربه ټولنې د خپلو دودونو او تاریخي اثارو بیا ژوندي کولو ته وهڅوي ځکه چې دا هغه عناصر دي چې د ګرځندوی جذب زیاتوي. د دې په پام کې نیولو سره چې سیاحت د ټولنې اقتصاد ته ګټه رسوي، حکومتونه او د ګرځندوی سازمانونه هڅه کوي چې د کلتوري ځایونو په بیارغونه او ښکلا کې دې صنعت ته وده ورکړي.
 افغانستان د ګڼو فرهنګي سرچینو په درلودو او د منظم پلان په جوړولو سره کولای شي د ګرځندوی صنعت له لارې اقتصادي او کلتوري وده وکړي. د نرګس وزین او احمدرضا شیخي څیړنو ښودلې چې د ګرځندوی پراختیا کولی شي د دودیز او کلیوالي ژوند ، ځایي دودونو او رواجونو او تاریخي ځایونو په ساتنه او بیا ژوندي کولو کې مرسته وکړي؛ ځکه چې د ګرځندوی د جریان په زیاتېدو سره، چارواکي د لوړو لګښتونو سره د دې آثارو ساتنه او بیارغونه کوي.
کله چې یوه ټولنه د سیلانیانو کوربه وي، دا په طبیعي توګه د کلتوري میراث په اړه د پوهاوي او پاملرنې کچه لوړوي. هغه معمارۍ چې د هېرېدو له خطر سره مخ دي بیا راژوندي کیږي او لرغوني آثار او دودونه چې د سیلانیانو د راجلبولو مهم عامل دي ساتل کیږي او بیا رغول کیږي. همدارنګه، سیاحت کولی شي د مختلفو توکمونو ترمنځ د یووالي او خواخوږۍ  په رامنځته کولو او ټینګولو کې مرسته وکړي. که مختلف توکمونه یو له بل سره کلتوري او ټولنیز تعامل ونه کړي، دوی به د وخت په تیریدو سره جلا شي. مګر سیاحت کولی شي د ملي اهدافو او ایډیالونو سره سم د یو عام احساس او فکري سمون رامینځته کولو کې مرسته وکړي او په پای کې د ملي ویاړ رامینځته کولو او د خلکو ترمینځ د تړاو احساس پیاوړي کولو لامل کیږي.
 د سيلانيانو او د کوربه ټولنې د وګړو تر منځ تعامل، د دوو ټولنو يا بېلا بېلو قومونو کلتوري تعامل په اتوماتيک ډول د کوربه ټولنې د تعصب او واحد فکر د کچې په راټيټولو کې مرسته کوي؛ له همدې امله د سیاحت یوه مهمه پایله په ټولنه کې د دوستۍ او مینې وده، د کوربه او مېلمه په ټولنه کې د افکارو تبادله، کلتور منل، د تاریخي او لرغونو ځایونو ساتنه، له تیرو څخه ډیر څه زده کول، د سيمه ييزو معماریو جوړول او بیا رغونه، د سيمه ييزو هنرونو او تخنيکونو بيا راژوندي کول، د ټولنې په کلتوري ژوند کې د خلکو ګډون، د سيمه ييز کلتور په وړاندې د وياړ زیاتېدل او د خلکو د ټولنيز يووالی پیاوړی کول په ګوته کولی شو.
 په ټولیز ډول ویلای شو چې د ګرځندوی مثبتې اغیزې عبارت دي له: د ژوند کیفیت ښه کول، د تفریحي او سرګرمۍ اسانتیاوو زیاتوالی، د ټولنیزو خدماتو کیفیت ښه کول، د نورو کلتورونو او ټولنو په اړه د پوهاوي او تصور لوړول، د کلتوري تبادلې پراخول، له سېلانیانو سره د ناستې اسانتیا، د ټولنې کلتوري اړخ ساتنه، په خپلو کلتوري شتمنیو د ویاړ احساس رامینځته کول، د ځایی خدماتو لکه عامه ترانسپورت او روغتیا پاملرنې پیاوړتیا او ملاتړ او د کلتوري او سپورت ځایونو په څیر نوي اسانتیاوې او جاذبې رامینځته کول چې د کلتوري اړیکو د پراختیا او د سیمه ییز یووالی د پیاړتیا باعث کیږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version