قرآن کریم د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره او سپېڅلې خزانه، معنوي ذخیره او د اسلامي نړۍ زړه دی. او دا چې هغه په سپېڅلو او آسماني کتابونو کې بې ساري دی. او د اسلامي تمدن بنسټ او د نړۍ د معنوي انقلابونو د سلسلې اساس دی. او همدارنګه د اسلامي نړۍ د کلتوري ژوند د روښانتیا په توګه ګڼل کیږي.
البته دا روښانتیا او انقلاب یوازې په سطحي تلاوت سره نه ترلاسه کیږي، بلکې د قرآن په معانی او مفاهیمو کې په فکر او تدبر کولو سره ترلاسه کیږي.
خدای تعالی د قرآن کریم د نزول د مقصد په بیانولو کې فرمايي: [كِتابٌ أَنْزَلْناهُ إِلَيْكَ مُبارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آياتِهِ وَ لِيَتَذَكَّرَ أُولُوا الْأَلْبابِ](ص: ۲۹)؛ «”قرآن” مبارک کتاب دی چې موږ تا ته د دې لپاره نازل کړی دی چې دوی د هغه په آیتونو کې غور وکړي او هوښیاران له هغه پند واخلي.»
په دې آيت كې د قرآن د نزول ټوله موخه په ښكاره ډول بيان شوې ده، چې هغه په آيتونو كې تدبر دی؛ ځکه چې د خدای په کتاب کې تدبر د ټولو علومو او پوهې کلیدي او د ژوند د هر خیر او برکت سرچینه ده. د قرآن کریم د مفهوم په پام کې نیولو سره د ایمان ونه پیاوړې کيږي او له پاڼو او میوو ډکیږي.
د قرآن په تدبر سره انسان خپل رب، خالق او مالک ښه پېژني او د دوو جهانونو د خوشالۍ لاره مومي. د قرآن د حکمت له برکته هغه رښتینی دوست او دښمن پېژني او د ښو او بدو د توپیر توان ورکوله کیږي. او له هغو صفتونو څخه خبر کيږي چې انسان د کمال او ذلت تر حده رسوي.
امام ابن قیم جوزی رحمه الله لیکي: «د قرآن کریم له لوستلو څخه موخه د آیاتونو درک کول، د هغه په مفاهیمو کې فکر کول او د هغه پر محتوا عمل کول دي. د آیتونو تلاوت او حفظ کول د قرآن کریم د مفهومونو او مفاهیمو د پوهېدو زینه ده. لکه څنګه چې د امت له صالحینو څخه یوه ویلي دي: «نَزَلَ القُرآنُ لِيُعمَل به، فاتِّخِذُوا تلاوتَه عملاً»؛ «قرآن نازل شوی چې پرې عمل وشي، نو تلاوت یې د عمل لپاره پل وګرځوئ.»
له همدې امله اهل قرآن د قرآن علماو او عمل کوونکي ته ويل کېږي. که څه هم هغه يې نه يې حفظ کړی. خو هغه څوک چې قرآن په څوارلسو روايتونو په حفظ وايي او حروف يې ښه په اصولو سره لولي، خو د هغه په پيغامونو عمل نه کوي، هغه اهل قرآن نه دی. دوی ویلي دي: څرنګه چې په الله تعالی ایمان تر ټولو غوره عمل دی، او د قرآن کریم په معارفو پوهېدل او د هغه په آیتونو کې غور کول د ایمان نتیجه ده، همدغسې تدبر هم تر ټولو غوره عمل دی. که نه نو يوازي تلاوت خو هر ښه او بد، فاجر، مؤمن او منافق ترسره کولی شي. زاد المعاد (1:327).
او همدارنګه په مفتاح دارالسعاده (۱:۱۸۷) کتاب کې يې لیکي:
«لنډه دا چې د زړه لپاره د قرآن کریم تلاوت په غور او فکر کولو سره بل ګټمن شی نشته؛ ځکه چې د قرآن په آيتونو کې تدبر د ټولو سالکانو د منازلو، د عاملانو د احوالو او د عارفانو د مقاماتو جامع دی. تدبر په قرآن کې مینه، لېوالتیا، وېره، امید، صبر، توکل، تسلیم، قناعت، شکر، صبر او د زړه د معنوي ودې او د نشاط نور احوالات پیدا کوي… که خلک د قرآن کریم د تدبر له ګټې خبر شي نو ټوله کارونه به پرېږدي او یوازې د هغه په تدبر به مشغول شي. څوک چې قرآن کریم په غور سره لولي، کله چې داسې آیت ته ورسيږي چې د زړه ارامتيا يې پکې وي، نو هغه آيت به سل ځله په جوش سره ولولي، کېدای شي په همدې آیت سره یوه شپه تېره کړي. نو په سوچ او فهم سره د یو آیت تلاوت کول د زړه د اصلاح او د ایمان د زیاتولو او د قرآن کریم څخه د خوند اخیستلو لپاره له فکر او عقل پرته د بشپړ ختم څخه غوره او ډیر ګټور دی.»
حافظ شیرازي رحمه الله څومره ښه شعر ویلی دی:
حافظا در کنج فقر و خلوت شبهای تار
تا بوَد وِردت دعا و درس قرآن غم مخور