له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوو قبرونو څخه تېر شو او ویې فرمایل: «دا دوه کسان به عذاب اخته دي چې د دې دواړو عذاب د کبيرې ګناه لپاره نه دی. یوه یې چغلې کوله او بل یې له بولو څخه ځان نه ساتی.»
له ام المؤمنین عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راغی او زما سره یوه یهودي ښځه وه. یهودي ښځې ورته وویل: آیا تاسو کله هم دا احساس کړی چې ستاسو څخه په قبرونو کې پوښتنه کیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم کې وېره پیدا شول او ویې فرمايل: «یهوديان ازمویل کیږي.» حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: څو شپې تیرې شوې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: «ایا ته خبره يې چې ماته وحی شوې ده؟ چې تاسو په قبرونو کې امتحان کېږی؟» عایشه رضي الله عنها وايي: «وروسته مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدل چې هغه به د قبر له عذابه څخه به الله تعالی ته پناه غوښته.»
په ډېرو رواياتو کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعا په وخت کې د قبر له عذابه پناه غوښتې ده.
اجماع
صحابه کرامو او تابعینو د قبر د عذاب په اثبات او دا چې کافران په قبرونو کې عذابیږي اجماع لري.
امام اشعري رحمه الله وايي: «سلف صالحین په دې متفق دي چې د قبر عذاب حق دی او خلک په قبرونو کې له راژوندي کېدو وروسته ازمایل کیږي. له دوی څخه به پوښتنه وشي او الله به هغه څوک وساتي چې له خپل پیغمبر سره مینه لري.»
د علماوو اقوال
امام نووي رحمه الله وايي: «د اهل سنتو مذهب دا دی چې د قبر عذاب د کتاب او سنتو څخه په دلايلو تاييد دی.»
علامه قرطبي رحمه الله وايي: «د قبر په عذاب او په هغه کې د ازمايښت ايمان راوړل واجب دي. د دې مسئلې تصدیق او باور کول اړین دي لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر راوړی دی. خدای تعالی د هغه بنده روح بېرته راګرځوي چې مکلف شوی وي او هغه ته عقل ورکول کیږي ترڅو هغه د قبر پوښتنو ته ځواب ورکړي او خبر شي چې په قبر کې د هغه لپاره کوم عزت یا ذلت چمتو شوی دی. هغه احادیث چې موږ ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راغلي دي، د دې خبرې تصدیق کوي او دا د اهل سنت او جماعت مذهب دی. صحابه کرامو چې د هغو په ژبو قرآن او سنت نازل شوي او همدارنګه تابعينو او له هغو څخه وروسته راغلو کسانو له خپلو پیغمبرانو څخه له دې پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.»
علامه ابی العز حنفي چې د عقیده الطحاویه شارح دی، د آیتونو او احادیثو له وړاندې کولو وروسته وايي: «هغه احادیث چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د قبر د عذاب او د هغه نعمتونو په اړه د هغه کسانو لپاره چې د هغه مستحق دي، او همدارنګه د دوو پرښتو (نکير او منکر) څخه د سوال کولو په اړه، دومره متداول او متواتر شوي دي چې په هغه باندې ایمان او اعتقاد واجب دی. د هغه د څرنګوالي په اړه خبرې نه کوو، ځکه چې ذهن د هغه د پوهېدو توان نلري. د هغه دليل دا دى چې په دې دنيا كې يې عقل د پوهېدو وړتيا نه لري او له بلې خوا هم شريعت د هغه په اړه څه نه دې وړاندې كړي چې عقل يې ناشونې وګڼي. په هرصورت، ځینې وختونه داسې مسلې شته چې عقلونه حیرانوي. او دا ځکه چې بدن ته د روح راتګ، کومه عادي خبره نه ده او په دې دنیا کې پېژندل شوې نه ده. بلکې دغه راستنېدنه په نړۍ کې د عادي او پیژندل شوي راستنېدنې څخه توپیر لري.»
یو له هغو دلایلو څخه چې پخواني معتزله او د معاصر معتزله د ډېرو غیبي چارو لکه: د قبر عذاب، نکير او منکر او نورو انکار کاوه دا دی چې هغوی په عقل باندې لوی اعتماد کوي.
لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې معتزله په قرآن او سنت کې ثابت شوي غیبي حقایق لکه ملائکې، پېريان، شیطانان، د قبر عذاب او د هغه نعمتونه په غلطو تأويلاتو سره رد کړي دي، اوسني معتزله هم ورته کار کړی دی.
یادونه: د احادیثو د کتابونو، معتبر شروحات، تفسیرونو او نورو منابعو په مطالعه کولو سره دې نتیجې ته رسیږو چې د قبر عذاب، د هغه نعمتونه او همدارنګه د قبر د نکير او منکر پوښتنې ټول حق دي او په دې کې هیڅ شک نشته؛ ځکه چې ډېر آيتونه، حديثونه او همدارنګه د علماوو بې شمېره اقوال د دې مسئلې تصديق کوي.