لیکوال: "محمدالافغاني"

د جنازې لمونځ؛ روزنيز او ټولنيز ټکي يې (پنځمه برخه)

2- د جنازې لمونځ، د خواخوږۍ او زړه‌سواندۍ څرګندونه
خواخوږي او زړه‌سواندي له هغو شیانو څخه دي چې ګران اسلام مسلمانانو ته په ژوند کې دغو دوو پېښو ته بلنه کوي. د جنازې د لمانځه د ادا کولو یو پیغام هم د خواخوږۍ او زړه‌سواندۍ پیغام دی. کله چې د مسلمانانو یوه ډله غواړي چې د یو کس له مړینې وروسته د هغه له کورنۍ سره خواخوږي وکړي، د دې مسلې لپاره لومړی ګام د هغه د جنازې په لمانځه کې ګډون دی.
مسلمانان په واحد صفونو کې د جنازې د لمانځه په ادا کولو سره د یو بل سره د خواخوږۍ او همدردۍ څرګندونه کوي، ځکه چې کله یو له دوی څخه دردمن وي، بل یې هم آرام نه وي او په دې مرحله کې لږ تر لږه کولی شي د جنازې په لمانځه کې يې ګډون وکړي.
دوی ټول د دې دروند غم په څرګندولو کې چې د دوی پر اوږو اېښودل شوی دی د مړ شوي کورنۍ سره خپله خواخوږي او اخلاص څرګندوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَثَلُ المؤمنین فِی توادِّهم وتراحمهم وتعاطفهم، مثل الجسد اذا اشتکی منه عضو تداعی له سایر الجسد بالسهر والحمّی»؛ ژباړه: «مؤمنان د یو بل سره په دوستۍ، مهربانۍ او همکارۍ کې د یو بدن په څېر دي چې که د هغه یو غړی درد وکړي، نو نور غړي به یې د بې خوبۍ او تبې سره له هغه سره خواخوږي وکړي.»
او دا صحنه د یو مسلمان د جنازې په لمانځه کې په ښه توګه لیدل کیږي، کله چې یو څوک غمجن کيږي او نور مسلمانان ورسره خواخوږي کوي.
3. مړي ته درناوی
دریم ټولنیز ټکی چې د جنازې د لمانځه په ادا کولو کې پروت دی د میت سره د ارادت او درناوي څرګندول دي.
داسې کسان ډېر دي چې د یو چا د مړینې د خبر په اورېدو سره د هغه د جنازې د لمانځه لپاره کيلومټرونه لرې سفر کوي او د سفر سختۍ برداشت کوي ترڅو د خپل مسلمان ورور د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړي او د هغه درناوی او احترام وکړي.
په پاکو اسلامي لارښوونو کې مړی هم ځانګړی حرمت او احترام لري، له هغه وخته چې روح یې له بدن څخه وځي، د هغه د حرمت او عزت د ساتلو لپاره مسلمانان باید په ځينو احکامو باندې عمل وکړي.
که کور او کورنۍ ونه لري، اسلام حکم کړی چې نور مسلمانان دې د هغه د جنازې، تکفين، غسل، د جنازې لمونځ او دفن کولو ته پاملرنه وکړي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version