شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابومهاجر" د دین مقام د انسان په ژوند کې (دوهمه برخه) انسان په نننۍ نړۍ کې انسان تل په دې فکر کې وو، چې د دې نړۍ له ژوند څخه بهر يو لید ومومي او په ذهن کې د ابدي ژوند د ښکلي منظرو او تصوراتو ډېری عکسونه لري او تل یې د ژوند ښه کول د خپل اصلي هدف په توګه ټاکلی دی چې دا ډول تفکر هغه د ورځني ژوند په پرتله بلې پراخې لارې ته لارښود کوي، او دی يې لویو موندنو ته رسولی دی. دې موخې ته د رسېدو لپاره ځينو خلکو طبي، صنعتي، اقتصادي او علمي کشفونو ته مخه کړې، دوی په دې باور دي چې په اقتصاد او ټکنالوژۍ سره کولای شي د ډېرو هغو پېښو مخه ونيسي چې د نړۍ د تباهۍ لامل ګرځي. ځینې خلک په دې لټه کې دي چې د ځمکې له ویجاړېدو وروسته د انسان ژوند وژغوري او هغوی بل کهکشان ته انتقال کړي. ځینې خلک فکر کوي چې طبي علم کولی شي د انسان د اوږد عمر لپاره یو څه وکړي او د مرګ په وړاندې يې واکسین کړي، دوی هڅه کوي چې داسې درمل جوړ کړي او حتی داسې یو ډول انسان رامینځته کړي چې د تکنالوژي تنظيماتو سره سم ژوند عيار کړي چې د دوی ټول لابراتوارونه، جنین جوړونه او د هغه وده دا ادعا ثابتوي. همدارنګه ټولنیز نظام چې د بشري ټولنو یوه مهمه او اړینه برخه ده، تل توانېدلی دی چې د انسان ژوند قانونمن او هدفمن کړي. په دې برخه کې هم د هغه متخصصین توانېدلي چې مناسب حللارې ومومي چې د نن ورځې ګډوډ نړۍ په هغو سره خورا منظمه شوې ده. ادامه لري…
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله