ام المؤمنین حضرت حفصه بنت عمر رضي الله عنهما یوه له نیکو ښځو څخه وه. دوی ډېر احادیث روایت کړي دي، چې له جملې څخه یې ویلای شو: دوی له خپل میړه او پلار څخه روایتونه کړي دي. له نارینه وو څخه د دوی ورور عبدالله او د دوی زوی حمزه، حارثه بن وهب او مطلب بن ابی وداعه له نوموړې څخه روایتونه کړي او له ښځو څخه د ابو عبید لور او د هغه میرمن او وراره حمزه بن عبدالله او ام مبشر انصاری له دې څخه احادیث روایت کړي دي. حضرت حفصه رضي الله عنها د قرانکريم د لومړي نسخې د ساتلو وياړ درلود او کله چې دريم خليفه حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه د دريم ځل لپاره د قرانکريم د نسخو د راټولولو امر وکړ نو له هغې څخه يې مرسته وغوښتنه او بیاکتنه یې وکړه.
زینب د معاویه لور: «ځینو ویلي چې هغې له خپل خاوند ابن مسعود او حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت کړی دې او د هغې زوی ابو عبیده بن عبدالله بن مسعود او وراره یې عمر بن حارث ابن ابی ضرار له هغې روایت کړی دې.
د نبوي دورې په زمانه کې جوماتونه د عامه زده کړو مرکزونه وو، چې ښځې هم ور تللې او په علمي مجلسونو کې به یې ګډون کولای شوای. د اسلام په پیل کې ښځو ته نه یوازې دا چې د زده کړې او پوهې حق ورکړل شوی و، بلکې د نورو په منځ کې یې د علم د زده کړې او خپرولو حق هم درلود. د دوی له قشر څخه د اسلامي علومو په بېلابېلو برخو کې معلمانې او استاذانې وې، په تېره بیا د حدیثو په برخه کې چې ښځو کولای شوای د استادۍ درجې ترلاسه کړي او په دې برخه کې له سترو محدثینو او حافظانو سره سیالي وکړي، او د امانت او عدالت په برخه کې ښکاره بېلګې اوسي. د محدثو مېرمنو کار داسې مقام ته ورسېد چې د احادیثو پوهانو او منتقدینو پر هغوی پوره اعتماد او اعتبار کاوه، په داسې توګه چې د اسلام ډېرو مشهورو علماوو هم دغه ډاډ او اعتبار نه شوای ترلاسه کولای. امام ذهبي په خپل کتاب “میزان الاعتدال فی نقد الرجال” کې چې د حدیثو په راویانو د نیوکو او د هغوی د صداقت او علمي موقف په اړه ځانګړی شوی دی، د ښځو د احادیثو په اړه وايي:«زه د ښځو په محدثینو کې هیڅوک نه پیژنم چې په دې اړه تورنه شوې او متروک یا پریښودل شوي وي.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور او د هغه مېرمنې د هغه په ژوند کې او تر رحلت وروسته په دیني او فقهي چارو کې د مرجع په توګه ګڼل کېدلې او د هر یوې کور د یوې مدرسې په څیر و چې طالبان پکې د علم او حدیث لپاره راټولیدل او د شریعت احکام او هر ډول علم او حکمت یې زده کاوه. د صحابه کرامو مشرانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له میرمنو څخه د ډیرو دقیقو او مهمو مسایلو په اړه پوښتنې کولې. په دې توګه، ښځې د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې او د اسلام له پیله د علم یوه سرچینه او د دین او ټولنې له خوا منل شوې وې.