لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اووه دېرشمه برخه)

 

 د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
 د اعتدال په تله کې
 اعتدال او انډول هغه خوندور او ښه صفت دی چې انسان د زیاتي او ګمراهۍ په لاره له قدم وهلو څخه راګرځوي. اعتدال هغه ګران بیه پدیده ده چې انسان خپل اصلي موخې او منزل ته رسوي، په ځانګړې توګه په اسلامي شریعت کې. ښایي ډېر کسان او مفکرین چې د خپل عظمت او جلال سره سره، د شريعت له سمې او نېغې لارې څخه وتلي وي، یا په افراط او زیاتي کې راګیر شوي وي او یا د تفریط او سرغړونې په ژورو کې ډوب شوي وي. امام ندوي رحمه الله په خپل ژور بصیرت او لوړ فکر سره د شریعت صحیح او ارزښتناک معیارونه هضم کړل او په دې مقام کې یې له هغه هیڅکله سرغړونه ونه کړه؛ بلکي هره خبره، کړنه او چاره به یې د شريعت په ترازو تول او د عمل جامه به یې ور واغوسته.
 د تکنالوژۍ او صنعت په برخه کې د اسلامي نړۍ ستونزو او اړتیاوو ته په کتو به یې تل په دې اړه فکر کاوه او د ده او د همفکرانو شعار یې دا و چې باید د پخوانیو صالحو او نویو ګټورو ترکیب غوره کړو؛ موږ باید نه زاړه له پامه وغورځوو او نه هم لاس او پښې تړلی ځان نوي ته وړاندې کړو. د همدې اساسی اصولو له مخې که به یې په دیني مدرسو کې تبلیغ کاوه، نو د نوي عصر او د اسلامي ټولنې د اړتیاوو په اړه به یې خبرې کولې او که به دولتي ښوونځیو ته تللو، نو د ایمان او دین پر اړتیا به یې ټینګار کاوه او د الهي احکامو پیروي پیروي ته به یې خلک رابلل. له همدې امله، دوی په خورا ښکلي ډول د زاړه او نوي د یوځای کولو عنصر په توګه ګڼل کیدی شي.
 حضرت شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني رحمه الله لیکي:«د مولانا عربي او اردو لیکنې دومره ایماني، فکري او په زړه پورې معلومات لري، د دې ترڅنګ چې زړه له ایمان او یقین څخه ډکوي، د دین سم حقیقت او مزاج هم د انسان لپاره روښانه کوي او هغه له افراط او تفریط څخه ساتي او په نېغه لار یې لارښوونه کوي کوم چې زموږ د دین له امتیازاتو څخه دې.
بلال عبدالحی حسني لیکي:«د فکر او اند له پراخوالي سره سره د هغه یوه غوره ځانګړتیا دا وه چې هغه په ​​بشپړه توګه په مستقیمه لاره روان وو او د مخکینو لارویانو په لاره کې یې هیڅ انحراف نه کاوه. زمانې او حالاتو ته په درناوي يې دين په خپل اساسي جوړښت کې داسې وړاندې کړ چې په ابديت او حقانيت يې پوره باور پيدا شو او دا نظريه دومره پراخه او بنسټيزه وه چې په ټوله اسلامي نړۍ يې اغېز څرګند شو.
 په بل ځای کې لیکي:«اعتدال، فطرت او سالم ذوق د حضرت مولانا له هغو ځانګړتیاوو څخه وو چې د هغه له افکارو او نظریاتو څخه نیولې تر وینا او لیکنو پورې په بلنه او حرکت او حتی د هغه په ​​فردي او اجتماعي اعمالو کې هم لیدل کېدل. له همدې امله د مولانا ندوي رحمه الله فکري توازن داسې و چې ډېرو فکري خوځښتونو او ګوندونو له هغه څخه په دې ډګر کې کار واخيست او د عربي نړۍ نامتو پوهانو هم د ده په فکري اعتدال او توازن اعتراف وکړ. هغه په ​​خپلو خبرو کې له حده زیات شدت نه خوښاوه، الفاظ یې په غور سره کارول او اصلي هدف یې په ذهن کې ساتل؛ په لیکنه کې یې له اړتیا پرته د مترادف کلمو له کارولو ډډه کوله او الفاظ به یې د هغو د ګرمۍ او یخنۍ له مخې د اړتیا سره سم کارول.  د پایلې په توګه، د هغه ټول ژوند د “خیر الامور اوسطها” بیان او د هغې عملي تفسیر و.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version