Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (یوویشتمه برخه)
اسلام چهارشنبه _2 _اکتوبر _2024AH 2-10-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (یوویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (یوویشتمه برخه)

 د ښځو پوځي رول
 په اسلامي فقه کې د اسلام له خاورې څخه د دفاع لپاره پر مسلمانو نارینه او ښځو جهاد فرض دی. ښځې هم په لومړني جهاد کې برخه اخیستلی شي او یوازې د دښمن په وړاندې له مخامخ جګړې څخه منع شوي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازې ښځو ته په جګړو کې د برخه اخیستنې اجازه ورکړې او هغوی ته یې دنده سپارلې، بلکې له لاسته راغلي غنیمت څخه یې هم دوی ته ونډه ورکړې ده؛ لکه د خیبر په جنګ (اووم کال) کې یې چې د غنیمت یوه برخه د دوی په منځ کې تقسیم کړه او د بني قریظه په جګړه کې (پنځم کال) هم د نسبیه په نوم یوې ښځې شتون درلود او د غنیمت برخه یې واخیسته. د جګړې په ډګرونو کې د ښځو د شتون په اړه د راپورونو په یو ځای کولو سره داسې ښکاري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغو ښځو ته په جګړو کې د ګډون اجازه ورکوله چې په خپله خوښه حاضرېدلې او د جهاد په اړوند یې اړین مهارتونه درلودل لکه د ټپیانو درملنه، پخلی کول ، د مشکونو د ګنډلو او داسې نور ، او د جګړې په ډګر کې له لازم شجاعت او زړرتیا څخه برخمنې وې.
 حضرت ام سلمه رضی الله عنها په اتو غزواتو (احد، خندق، خیبر، حدیبیه، فتحه مکه، حنین، طائف او تبوک) کې ګډون وکړ. ام عماره رضی الله عنها هم په اوو غزواتو کې د ګډون له امله په دویمه درجه کې ده.
 د پیغمبرصلی الله علیه وسلم په دوره کې ښځو په جنګی فعالیتونو کې برخه اخیسته او د پوځ او مجاهدینو خدمت یې کاوه. ښځې د پخلي، اوبو برابرولو او د مجاهدينو د اړتياوو د چمتو کولو په کارونو سربېره، د ټپیانو درملنه ، مرسته کولو او د هغوی په ساتنې او پالنې بوختې وې.
 حضرت حفصه بنت سیرین رضي الله عنها فرمایي:« یوه ښځه راغله او د خپلې خور په اړه یې خبرې وکړې، چې میړه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دولس ځله جهاد کړی وه، هغې دا هم ووېل: «زما!  خور له دوی سره په شپږو غزوو کې شتون درلود.»
 په صحیح بخاري کې روایت دی چې حضرت ربیع بنت معوذ رضي الله عنها فرمایي:«موږ ښځو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره غزوې ته تللو؛ هلته مو مجاهدينو ته اوبه ورکولې، د ټپيانو درملنه مو کوله او مړي او ټپيان مو بېرته مدينې ته راوړل.» رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې برخو کې د ښځو ګډون تر هغه وخته پورې تائيد کړى دى چې د حجاب،عفت او حيا په چوکاټ کې وي.
 حضرت انس رضي الله عنه فرمايي:«د احد په جګړه کې مسلمانانو ماتې وخوړله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاواخوا یې تشه پرېښوده. په هغه ورځ مې د ابوبکر لور حضرت عائشه رضی الله عنها او ام سلیم رضی الله عنها ولیدلې چې خپلې خیمې یې پورته کړې وې. دوی په چټکۍ سره د اوبو مسکیټونه (مشکونه)  راوړل.» بل راوي وايي: «هغوی په شا کې مشکونه پورته کول، بیا به یې د خلکو په خوله کې خالي کول او بیرته به د مشکونو ډکولو او د تږیو خلکو د اوبو ورکولو لپاره تللې راګرځېدلې.
 حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله په خپل کتاب فتح الباري کې روایت کړی دی چې د «رفیده اسلمیه» په نوم یوه ښځه د زخمیانو په درملنه کې ماهره او تکړه وه. د خندق په غزوه کې یې په خپل نوم یوه خیمه ودروله چې د ټپیانو درملنه او مرسته یې کوله. کله چې سعد بن معاذ ټپي شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ او ویې فرمایل:«سعد د رفیدې خیمې ته بوځئ، تر څو له نږدې یې ووینم».
امام مسلم رحمه الله له ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت کړی دی، هغه فرمایي:«ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په اوو جهادونو کې برخه اخیستې ده؛ هغوی زه خپل سامانونو او اسبابو ته نږدې کښېنولم، ما د هغوی لپاره پخلی کاوه، د ټپیانو درملنه او د ناروغانو پالنه مې کوله.
 علامه ابن حجر رحمه الله وایي:«د معاذ بن جبل د تره لور اسماء بنت یزید د یرموک په جګړه کې ګډون وکړ او نهه رومیان یې د خیمې په ستنو سره ووژل.»
 هغه کتابونه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غزواتو په اړه لیکل شوي، په اسلامي مبارزو کې د ښځو اتلولۍ او کارنامې یې ثبتې کړي دي. د کعب لور نسیبه چې په ام عماره مشهوره وه، یوه ښځه وه چې د احد په غزوه کې یې مسلمانانو ته اوبه برابرولې؛ کله چې مسلمانانو ماتې وخوړه، هغه څه چې په لاس کې وو، پر ځمکه یې کېښودل او د جګړې په منځ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفاع لپاره ولاړه. هغه په دې جګړه کې ټپي شوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوندي ساتلو لپاره یې خپل ژوند قربان کړ. هغې مرګ د حق په ټینګولو او د باطل په له منځه وړلو کې خوږ وګڼل. دلته و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې او د هغې خاوند او اولادونو لپاره دعا وکړه او د هغې په ​​اړه یې وفرمایل:«هر لوري ته مې چې کتل، ام عماره مې لیدله.» او زوی ته یې داسې خطاب وکړ:«ستا د مور مقام له فلاني او فلاني مقام څخه غوره دې.» امام احمد رحمه الله روایت کوي چې د خیبر محاصره کوونکي لښکر سره شپږ مومنې ښځې موجودې وې. هغوی مجاهدینو ته غشې ورکولې، اوړه یې لندول، د ټپیانو درملنه یې کوله او شعرونه یې وویل.
 د حنین د جګړې پر مهال ام سلیم په لاس کې خنجر درلود او د هر هغه کافر د خیټې د څیرولو لپاره یې کارول چې هغې ته نږدې کېده، امام مسلم رحمه الله د ام سلیم له زوی حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې ام سلیم د حنین د مبارزې په ورځ خنجر پورته کړ، د هغه خاوند ابوطلحه هغه ولیده او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل:«یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! دا ام سلیم ده چې خنجر یې نیولی دې.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«دا خنجر څه شی دی؟ » ام سليم وويل:«دا مې د دې لپاره نيولی ده چې که يو مشرک ماته راشي، نو خېټه به يې پرې کړم.» رسول الله  صلی الله علیه وسلم مسکی شو.
په جګړو کې د ښځو حضور
 مسلمانو ښځو په ډېرو جګړو کې فعال حضور درلود؛ دوی د یرموک په جګړه کې د مسلمانانو تر څنګ جنګیدلې. کله به چې د اسلام لښکر کمزوری شو او یا به د هغوی پلان ښکاره کېده؛ نو ښځې به یوې غونډۍ ته ختلې او مومنان به یې جنګ ته هڅول. دوی خپل میړونه او وروڼه چې له جګړې څخه تښتیدلي وو په ډبرو ویشتل او د لښکرو په منځ کې یې منډې وهلې ترڅو جګړه د مسلمانانو په ګټه تمامه شي.
 د عاصم لور سعیده وايي:«په هغه ورځ (د رومیانو سره جګړه) زه د غونډۍ پر سر له ښځو سره وم. کله چې د لښکر ښي اړخ له ماتې سره مخ شو، د غفار لور عفیره موږ ته داسې خطاب وکړ:«ای مسلمانو ښځو! د نارینه وو خیال ساتئ، خپل ماشومان په لاس کې ونیسئ او د جګړې په هڅولو او تحریکولو سره د هغوی هرکلي ته لاړې شئ.» دا هغه ځای و چې مسلمانې ښځې د مبارزې لپاره چمتو شوې او عسکر یې په ډبرو ویشتل. د عاص بن منبہ لور چیغې کړې:«خدای دې هغه سړی رسوا کړي چې د خپلې میرمنې له ساتنې څخه تښتي.» ښځو به خپلو میړونو ته ویل:  “که تاسو دا کافران له موږ څخه ونه شړۍ، نو تاسو به زموږ میړونه نه یاست.”
 ادامه لري…
Previous Articleفزیک علم کې د مسلمانو پوهانو او څېړونکو ونډه (دوهمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.