لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (نولسمه برخه)
په ټولنیز ژوند کې د ښځو شتون
ښځې د انساني ټولنې د نیمایي برخې په توګه د نارینه وو ترڅنګ د خپلې ټولنې په جوړښت کې پرېکنده رول لوبولی دی. د مقالې په تېره برخه کې په سیاسي ډګر کې د ښځو د حضور په اړه بحث وشو. د مقالې په دې برخه کې غواړو د پیغمبرۍ د دورې په نورو ډګرونو کې د مسلمانو ښځو د مقام او شتون په اړه بحث او څیړنه وکړو او دا په ډاګه کړو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوره کې ښځو قرآني تعلیم او نبوي روزنې ته په پام سره او په اسلامي ټولنه کې د خپل عفت په ساتلو سره په اسلامي ټولنه کې د حضور او ونډې اخیستلو لپاره له هر فرصت څخه ګټه پورته کوله. دا کار نه يوازې دا چې د سپېڅلي شريعت له مخې حرام نه و، بلکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په پوره انساني او منطقي چلند سره د هغوی د فعاليتونو لپاره د امکان تر حده لاره هوارېدله.
له ټولنیزو حقوقو څخه زموږ موخه هغه فعالیتونه، دندې او مهارتونه دي چې په مادي او معنوي اړخونو کې مختلفو ټولنو ته خیر او مصلحت راوړي. که موږ د ښځو لخوا د اسلامي احکامو او لارښوونو د رعایتولو اړتیا ته پام وکړو، نو بیا به داسې شرایط ونه وینو چې خدای پاک د ښځو او نارینه وو ترمنځ په هغه لارو کې توپیر کړی وي چې د ټولنې لپاره د دې ګټورو کارونو پرمخ، خلاصې وي. ښکاره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو وخت، په تېره بیا هغه مهال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی په منځ کې وو، یو داسې معیار دې چې زموږ د کړنو په سموالي او غلطۍ شرعي دلالت کوي.
په ټولنیز ژوند کې، ښځو د نارینه وو سره د نیکۍ په بلنه کې برخه اخیستې؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:«والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولیآء بعض یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر»؛ (مومن نارینه او ښځینه، ځینې د ځینو نورو ملګري او یاران دي. دوی یو بل ته د ښو کارونو بلنه ورکوي او له بدو کارونو څخه یې منع کوي.)
د عمر بن الخطاب په زمانه کې یوې ښځې عمر بن الخطاب ته د مهر د مسلې په اړه اعتراض وکړ. حضرت عمر رضي الله عنه له خپلې فتوا څخه تېر شو او ویې ویل:«اصابت المرأة و أخطأ عمر»؛ (ښځه په سمه وه او عمر اشتباه وکړه.) حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال د حضرت عبدالله عدوي رضي الله عنه لور شفاء، د بازار د چارو د څارنې او پلټونکې په توګه وټاکله.
په مناسبتونو، مراسمو او په واده کې د ښځو ګډون
ډیری هغه کسان چې د خدای لخوا د ښځو لپاره د اسلامي احکامو په اړه اوریدلي دي، لکه حجاب، د پردیو سره له اختلاط څخه ډډه کول او داسې نور…، فکر کوي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت په وخت کې ښځو په کور کې په یوازیتوب کې ژوند کاوه، او لیدنې او غونډې یوازې د نارینه و لپاره وو؛ په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د اسلامي اخلاقو او احکامو د مراعاتولو تر څنګ ښځې هم په ټولنو، حلقو او محفلونو کې د نارینه وو تر څنګ ولاړې وې او د مشروع خدمتونو او ګټورو کارونو په چوکاټ کې به یې د نارینه وو رول لوبولو.
امام بخاري او مسلم له سهل بن سعد سعدي رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې وایي:«کله چې ابو اسید ساعدي د واده مراسم ونیول نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو ته یې بلنه ورکړه. یوازینی کس چې د دوی خواړه یې پخول او دوی ته یې خدمت کاوه د ابو اسید میرمن ، ام اسید وه (او هغه ورځ ناوې وه). د شپې ام اسید یو څه اندازه خرما په یو لوښي کې لمدې کړې وې. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډوډۍ خوړلو څخه فارغ شو ، نو خیشتې کړې خرماوې یې د سوغات په توګه ورته ډالۍ کړې چې اوبه یې وڅښي.» امام بخاري رحمه الله دغه حدیث په یوه باب کې د «د واده په مراسمو کې د نارینه وو په مقابل کې د ښځو خدمت» په نوم ذکر کړی دی. پاتې دې نه وي چې د ښځې دا خدمت په داسې حال کې ترسره کیږي چې هغه له فتنې او فساد څخه په امن وي او د وظیفې، کرامت او هوښیارۍ او د حجاب ساتلو ته ژمنه وي.
همدارنګه امام بخاري او مسلم له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت کړی دی چې فرمایي:«حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ماته راغی او د انصارو دوو مینځو د دریا په غږولو سره زما سره ناستې وې او هغه يې د آواز یې ویلو چې انصارو د «بعاث» په ورځ به زمزمه کول. حضرت ابوبکر رضي الله عنه ورته وفرمایل: ایا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې د شیطان نی غږوې؟ او دا د اختر ورځ وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«ای ابوبکره! هر قوم اختر لري او نن هم زموږ اختر دې.»