علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نهه ویشتمه برخه)
ځواک او انقلاب د افغان ملت په وینه او پوستکي کې ریښې لري!
دکابلپوهنتون وینا
ګرانو افغان محصلینو او استاذانو!
پخوا دې خلکو کوم رسالت نه درلود، خو د اسلام له راتګ سره دا ولس د لوړ رسالت څښتن شو او هغه یې په غېږ کې ونیول او اوبه یې کړ. دې رسالت په دوی کې یو نوی روح تازه کړ.
د اسلام له راتګه مخکې دغه قوم په جهالت او تیارو کې ژوند کاوه او د خرافاتو، ناپوهۍ او ذلت په دره کې راګیر وو. زورواکو د کمزورو حقونه تر پښو لاندې کول او حقوق ضایع کېدل. خو د اسلام په راتګ سره په دوی کې نوې روحیه را ژوندۍ شوه او شعور او احساسات یې ښه شول. که څه هم د طبیعت حالت د پخوا په څېر و، دې نوي رسالت دوی ته یو نوی انسانیت ورکړ.
دوهم لامل: افغانانو پخوا ډېر محدود ژوند درلود او د نړۍ په اړه يې نظر پراخ نه و؛ د انسانیت او ژوند په اړه د دوی لید خورا محدود و.
که له دوی پوښتنه شوې وای چې انسان څوک دی؟ د دوی ځواب دا و چې انسان، افغان دې او انسان هغه څوک دی چې په دې خاوره کې اوسیږي؛ لنډ لید، دوی په دې سیمه کې بند کړي وو.
که له دوی پوښتنه شوې وای چې ژوند څه دی؟ ښايي د دوی ځواب دا و چې ژوند خوراک او څښاک او ګټه اخیستل، تفریح، واک، رهبري او فتحه ده.
افغانانو خپل ژوند ته په حوض کې د کبانو د ژوند په سترګه کتل او دومره محدود ژوند یې کاوه چې په یوه کوچني حوض کې د چونګښې له ژوند سره یې پرتله کول بې ځایه نه دي.
د عربو، ترکانو او فارسانو حالت تر اسلام مخکې هم همداسې و، خو اسلام دوی له دې تور او تنګ زندان څخه راوويستل. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لنجرج من شاءالله من ضیق الدنیا الی سعة الدنیا و الاخرة»؛ راځئ چې د دنیا له تنګي څخه د دنیا او آخرت د پراخوالي په لور ووېستل شئ.
ستاسو پلرونو د انسانیت په اړه یو لنډ او محدود نظر درلود چې په هغه کې د لید، بښنې او ژور فکر پراخوالی نه و؛ خو اسلام دوی ته تر هغه وخته عظمت ورکړ چې انسانیت یې د یوې کورنۍ په توګه ومانه او نړۍ یې د کور په سترګه وګڼله.
دا د انسانیت په اړه د دوی رېښتینې عقیده ده لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: “کلکم من آدم و آدم من تراب، لا فضل لعربي علی اعجمی ولا لاعجمي علی عربي الا بالتقوی”؛ ژباړه: تاسو ټول د آدم اولاد یئ او آدم له خاورو څخه پیدا شوی دی. عربو ته په عجمو هيڅ فضيلت نشته او عجمو ته په عربو هيڅ فضيلت او غوره والی نشته مګر په تقوا سره.
لکه څنګه چې یو رهبر په خپلو جغرافیایي حدودو او مصنوعي وېشنو پورې محدود نه وي، مسلمانان هم دا حدود پریږدي او د لرې افقونو په لور روان دي. که دوی دومره پراخ نظر ته نه وای رسېډلي، نو دوی به د خپلو پلرونو په شان د ډیرو پیړیو لپاره همداسې پاتې وو.
درېم لامل: قوي او ټينګ هوډ او ډاډ؛ کله چې دوی په الله او د هغه پر رسول او د قيامت په ورځ او قضا او تقدير باندې ايمان راوړی وي او په دې پوه شوي وي چې مرګ يو ټاکلی وخت لري چې په هغه کې هيڅ مخکې والی او وروسته والی نشته او د خدای تعالی په دې قول پوه شوي او ایمان یې پرې راوړی چې فرمایي:«اینما تکونوا یدرککم الموت ولو کنتم فی بروج مشیدة”؛ ژباړه: په هر ځای کې چې یاست، مرګ به مو پیدا کړي، که څه هم په قوي کلاګانو کې اوسئ.
او همدارنګه د خدای تعالی دا کلام چې فرمایي:«فاذا جآء اجلهم لا یستأخرون ساعة ولا یستقدمون»؛ ژباړه: نو کله چې د دوی ټاکلې نیټه راشي، نو نه به وروسته شي او نه به مخکې.
په دې ایمان سره دوی له ډاډ او کرامت څخه ډک شول او ښه پوه شول چې انسان به یوه ورځ هغه وخت مړ کیږي چې الله تعالی ورته ټاکلې ده او د هر څه لپاره یو ټاکلی وخت دې او ټولې چارې د هغه په لاس کې دي او د هغه په امر دي. همدا راز دوی ته دا ډاډ هم ترلاسه شو او د آسماني رسالت له لارې پوه شول چې دوی د خدای لښکر او د هغه مرستندویان دي. هغه آیات چې د دوی لپاره د دې یقین تصدیق کوي په لاندې ډول ذکر کیدی شي:
«انهم لهم المنصورون- و ان جندنا لهم الغالبون»؛ ژباړه: دوی به خامخا پر خپلو دښمنانو برلاسي وي او زموږ لښکر په تحقیق سره بریالي کېدونکی ده؛ «ان حزب الله هم المفلحون»؛ ژباړه: بې له شکه د الله ډله او حزب نجات موندونکي دي.
«انا لننصر رسلنا والذین آمنوا فی الحیاة الدنیا و یوم یقوم الاشهاد»؛ ژباړه: بیشکه مونږ به د خپلو پیغمبرانو او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی د دنیا په ژوند کې او په هغه ورځ چې شاهدان په پښو ولاړیږي، مرسته وکړو.
«ولا تهنوا ولا تحزنوا و انتم الاعلون ان کنتم مؤمنین»؛ ژباړه: او که مؤمنان یئ، مه کمزوری کیږئ او مه خفه کیږئ ځکه چې تاسو لوړ یاست.
ګرانو وروڼو! دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو یوه واقعه درته بیانوم؛ سيدنا سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه چې د دجلې د سيند مخې ته ودرېد، ويې ليدل چې د سيند اوبه ډېرې تېزې دي، شاوخوا يې وکتل؛ بیا یې سلمان فارسي رضی الله عنه ته مخ واړوه او ترې ویې پوښتل: «ایا موږ باید په دې څپانده او لوی سیند کې ډوب شو او یا بېرته راوګرځو او یو بند جوړ کړو؟
حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه یوه ارزښتناکه وینا وکړه چې په تاریخ کې به تل پاتې وي، هغه وویل:« دا یو نوی دین دې، زه باور لرم چې خدای تعالی به خپل دین غالب کړي او دا دین هغه مقام ته چې خدای ورته ټاکلی، نه دی رسېدلی؛ موږ څنګه کولی شو په خپل سر کې دا فکر وکړو چې هغه کښتۍ چې د الهي رسالت لېږدوونکي انتقالوي، ډوبه به شي! »
دا کلمې ډېرې ژورې او له معناګانو ډکې دي. دا یو نوی دین دې چې لازمه ده خپل مقام ته ورسیږي او نړۍ له سره ورغوي، د نړۍ مشري په غاړه واخلي او انسانیت ویښ کړي او لارښوونه یې وکړي. حضرت سعد بن ابي وقاص د دې خبرو په اورېدو سره خپل لښکر ته امر وکړ چې له سمندر څخه تېر شي. طبري روایت کوي چې فارسیانو چې کله د مسلمانانو لښکر ولید، نو په ویره کې شول او له ځانه سره یې وویل: «دېوان راغلي دي، دېوان راغلي دي». دا هغه ډاډ و چې د مسلمانو لښکرو په زړونو مسلط و او په هغو کې یې نوې سا پو کړه.
راځۍ چې بیرته مشهور او نوموتي تاریخ ته ورشو او وګورو چې څنګه سلطان محمود غزنوي پراخې ځمکې یو په بل پسې فتح کړې. په تاریخ کې لیکل شوي دي چې هغه ۱۷ ځله هند ته لاړ او هغه یې ونیول او تر لرې ختیځو او جنوبي برخو پورې ورسېد. د ده دغه ټولې بریاوې او فتوحات په داسې حال کې تر سره شول چې نه یې پوره سامان او مهمات درلودل او نه یې ملاتړ؛ ځکه چې د هغه د حکومت مرکز ډېر لرې او د لوړو غرونو شاته و، لارې خرابې وې او د لارې په اوږدو کې ډېرې ستونزې او لوړې او ژورې وې. دغو جګړو ته د سلطان غزنوي نظر د یوه ځوان لوبغاړي په څېر و چې د سیالیو او لوبو ډګر ته ګوري. په خداى يې ټينګ باور او توكل درلود او په یقین سره پوهېدل چې په دې لاره كې جهاد، عبادت او مړینه شهادت دې. هغه ډاډه و چې شهيدان هيڅکله نه مري بلکې د خپل رب په نزد ژوندي دي او روزي ورکول کيږي. هغه د زړه له تله په دې باور وو چې هغه د الهي رسالت ساتونکی دې او ډیر ژر به په هند کې د اسلام دین خپور کړي.
دا هغه عوامل دي چې د ټولنې شخصیت جوړوي، نه د یو فرد شخصیت. که څه هم انفرادي شخصیت هم یو له مهمو مسلو څخه دې چې ارواپوهانو او روزونکو په دې برخه کې ډیر بحث کړی دې، اما هغه څه چې زه غواړم په اړه یې خبرې وکړم د ټولنې شخصیت دې. دا هغه عوامل وو چې افغاني ټولنې ته یې خپل شخصیت ورکړ، داسې شخصیت چې هیڅوک یې په وړاندې د مقاومت او ولاړېدو توان نه درلود، نه ماتېدونکی او تل پر ټولو ملتونو غالب و. تر هغه وخته چې دوی د شخصیت دا عوامل درلودل، د دوی پای همدغه سرلوړي وه او په دې ناوخته کې یې افلاس ته مخه نه وه کړې .
زه د ګران افغان ملت لپاره ویره لرم چې د بشري تاریخ په دې دوره کې به د رهبرۍ له دغو عواملو څخه بې برخې شي او بیرته به هماغه حالت ته را وګرځي چې اسلام په دې خاوره نه وو واکمن شوی او له اسلامي دعوت سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده. زه تاسو ځوانانو ته وایم چې دا عوامل د خپلې ټولنې په زړه کې د یو بوټي په څیر کښت او اوبه کړئ، ساتنه او پالنه یې وکړئ. مه پرېږدئ چې ضایع شي؛ ځکه چې ستاسو د ټولنې خلک هماغه پخوانی ملت او هماغه زاړه خلک دي. طبیعت هم همداسې پاتې دی، غرونه او اسمانونه هم همداسې پاتې دي، د کابل سیند هماغه سیند دې چې زرګونه کاله روان دې او دا هماغه خاوره ده چې خدای تل د نعمتونو سرچینه ګرځولې ده. دې خاورې ته یې خوندورې میوې او پاکې او رڼې اوبه ورکړي دي او راتلونکې به هم همداسې وي.
هغه څه چې موږ یې په اړه خبرې وکړې، د شخصیت جوړونې او رسالت لاملونه، د باور او ډاډ خبرې اترې، او د موخو او مقاصدو مسله ده ترڅو ژوند هدفمند شي او دا الهي ډالۍ د راڅرګندیدو ځای ومومي. زړونه دې د ښایست او نیکمرغۍ یوه غوره نمونه شي او هر څوک دې ځانته را جذب او لېواله کړي. ډاکټر محمد اقبال لاهوري په دې حقیقت ښه پوهیده او خدای ته یې د معاصر مسلمان نسل د بې کفایتۍ او کمزورۍ شکایت وکړ. د هغه ځواب دا و چې د دې نسل ژوند بې هدفه دې او دوی رسالت نلري. دوی د خپل ژوند لپاره نمونه نه ده موندلې چې له هغه سره مینه وکړي او د هغه د ښکلا ملګري شي او د هغه د چلند سره سم خپل ژوند سمبال او عیار کړي.
یوه شپه مې د خدای په حضور کې ژړل چې مسلمانان ولې خوار او زار دي؟
غږ راغی، ته نه پوهېږې چې دا خلک زړه لري او محبوب نه لري.
افغان ځوانانو! لوى څښتن ستاسو عزت كړى او ستاسو لپاره يې څه کمی نه دی پرېښی. حق سبحانه وتعالی فرمايي:«ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم»؛ ژباړه: په حقیقت کې الله د یو قوم حالت نه بدلوي تر څو چې هغوی خپل حالت بدل کړی نه وي.
الله جل جلاله تر دې ډېر بخښونکی دی چې خپلو بندګانو ته کوم نعمت ورکړي او بېرته یې واخلي. خو دا خلک پخپله د نعمتونو په کفران او ناشکري کولو سره له نعمتونو څخه بې برخې شوي دي. لوى څښتن فرمايي:«الم تر الی الذین بدلوا نعمت الله کفرا و احلوا قومهم دار البوار»؛ ژباړه: ایا تا هغو کسانو ته چې د الله نعمتونه یې په کفر بدل کړل او خپل قوم یې هلاکت ته وغورځاوه، نه دي کتلي؟. (ابراهیم: ۳۴)
دا یو تاریخي حقیقت دې او په دې کې شک نشته چې پوهه او پېژندنه خورا مهمه ده؛ د شخصیت پیژندنه او په ارزښت او قیمت یې پوهیدل. نو ای ځوانانو، خپل ارزښت و پیژنئ. مسلمان شاعر محمد اقبال وايي: «د خپل زړه ژورو ته مراجعه وکړه، د خپل ژوند رازونه او اسرار ومومه. که ته نه غواړې چې له ما سره ملګری شې، کومه ستونزه نه ده، مګر خپل ملګری شه. که موږ نه پیژنې، په دې پړ نه یې، مګر خپل ځان وپیژنه.»