لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (اوولسمه برخه)
په مننه او ستاینه کې برخه اخیستل
له حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې ووېل: «هند بنت عتبه راغله او ویې ویل: ای د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم، مخکې په دنیا کې ستا د کورنۍ له ماتې او ذلت څخه هیڅ شی زما لپاره تر ټولو ګران او غوره نه وو؛ خو اوس ستا د کورنۍ له عزت او بریا پرته په دنیا کې بل هېڅ شی زما لپاره غوره نه دی. نشته. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په خدای قسم زه هم همداسې یم.»
ج. د رازونو ساتل
د رازونو ساتل پخپله یو ډول سیاسي کار دی. د ابوبکر صدیق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پر مهال یثرب ته د هغه او د هغه د صحابه کرامو لپاره ډوډۍ راوړله او پوهه وه چې دوی چیرته پټ دي؛ کله چې مشرکانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعقیب کاوه، له هغې څخه یې په دې اړه پوښتنه وکړه، هغې خپل رازونه ښکاره نه کړل او د ابوجهل له خوا په څپېړه ووهل شوه.
ام المومنین حضرت عایشه رضی الله عنها د رازونو ساتونکې وه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم رازونه یې دومره خوندي کړل، چې د پلار له ټینګار سره سره یې هم بیان نه کړل؛ سره له دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپل پلار مقام یې معلوم و. هغې د اسلامي امت بچیان په بې ساري ډول د رازونو د ساتلو په اهمیت پوه کړل.
حضرت فاطمه رضی الله عنها هم د رازونو له ساتونکو څخه وه. له حضرت عایشه رضی الله عنها څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره وو؛ حضرت فاطمه رضي الله عنها داسې روانه وه چې د هغې تګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګ سره توپیر نه درلود ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ولیده، هغې ته یې ښه له ښه راغلاست وروسته ووېل:«مرحبا یا بنتي»؛ زما لورې ښه راغلاست! بیا یې هغه خپل ښي یا چپ اړخ کې کښېنوله. له دې وروسته يې له هغې سره په غوږ کې خبرې وکړې او فاطمه رضي الله عنها ډېر وژړل. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې خپګان او اندېښنه ولیده، نو بیا یې د هغې په غوږ کې څه ووېل او فاطمه رضی الله عنها وخندل. حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: ما ورته وويل:«رسول الله صلى الله عليه وسلم ته له خپلو مېرمنو څخه د خپل راز ساتلو لپاره غوره كړې او ته ژاړي؟!» کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ودرېد، ما له هغې څخه وپوښتل: رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته څه وویل؟ ويې ويل:«ما کنت لافشی علی رسول الله سره»؛ زه نشم کولی د رسول الله صلی الله علیه وسلم راز افشا کړم.
حضرت عائشه رضی الله عنها ته د حضرت فاطمې رضی الله عنها د ځواب په اړه ( چې د پلار او د هغه تر ټولو محبوبه ښځه وه او په فاطمې باندې د هغې د حق سره سره) انسان باید لږ سوچ او فکر وکړي. دا ټول د رازونو د ساتنې لپاره دي، چې حتی خپل محبوب خپلوان ته یې د ښکاره کولو او بیانولو اجازه نه ورکول کیږي؛ له همدې امله حضرت فاطمه (رض) د خپل پلار راز پټ کړ او د پلار د رحلت څخه مخکې یې هم چا ته څه ونه ويل؛ ځکه چې په هغه وخت کې دا د ځان او پلار او د عامو مسلمانانو لپاره ګټور او مصلحت و. کشکې د هغه پرهېزګارۍ، قوت او استقامت څلورمه برخه چې حضرت فاطمه رضی الله عنها د امانت او رازونو د ساتنې او نورو حقوقو او مسوولیتونو کې درلود، د اوسنۍ زمانې ښځو هم لرلای.