ليکوال: عبدالحمید "نوروزي"
اسلامي حجاب او ښځه په جاهليت او اسلام کې (لومړۍ برخه)
اسلامي شريعت د ښځو کرامت او عدالت په غوره توګه څرګند کړی او هغوی يې د جاهليت له ظلم څخه ژغورلي دي. اسلام د هغوی بېلابېل انساني او جنسي اړخونه لکه: لورْوالی، مېرمنوالی، مورْوالی او د ټولنې غړيتوب يې ورته په عادلانه ډول ساتلی دی. موږ له دې څخه انکار نه کوو، چې په اسلامي ټولنو کې ځينې مسلمانان د دين په نامه پر ښځو ظلم کوي او دوی له خپلو اسلامي حقونو څخه لکه: د ديني مسايلو زده کړه، د اسلامي حجاب استعمال او د اسلام نور ښو څيزونه څخه محروموي، او د ژوند د ملګري په انتخابولو کې يې ازاده نه پرېږدي؛ خو دا مسایل د دین د نه پوهېدلو څخه سرچینه اخلي او هیڅ عمومي اړخ نه لري. له بلې خوا، تل داسې مسلمانان شته چې دا ډول ګډوډ حالت یې غندلی او د هغه د سمولو هڅه یې کړې ده او د ښځو د حقوقو، تعلیم، مقام او حیثیت، او د ښځو د حجاب او عفت په اړه يې خبرې کړي دي. او په دې برخه کې يې په زړه پورې او قيمتي کتابونه ليکلي او د هر چا سترګې او غوږونه يې خلاص کړي دي .
په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې په جاهلیت او اسلام کې د ښځو په اړه لنډ معلومات، حجاب او اسلامي لباس، د حجاب د مراعتولو په اړه د قرآن او احادیثو سپارښتنې او داسې نور موضوعات وړاندې شي.
بنسټيزې کلمې: حجاب، ښځه، اسلام، جهالت
سريزه
انسانان د عبادت، او د دنيا د پرمختګ او آبادۍ لپاره پیدا شوي دي او په ځمکه کې د خلافت دنده هم پر هغو باندې ایښودل شوې ده، تر څو په ځمکه کې ټولنیز عدالت پلی کړي. بې له شکه چې د عدالت راوړل په ټولنه پورې اړه لري چې نارينه او ښځې په ګډه د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. خو تجربې ثابته کړې چې د دوی اختلاط د عدالت او برابرۍ پر ځای د نافرمانۍ، فتنې او فساد لامل کېږي.
له اسلام څخه څو پېړۍ وړاندې او له هغه وروسته په غير مسلمو ملتونو کې پر ښځو ډېر ظلم او ستم روان و او يوازي اسلام و چې د الهي دين څخه يې استازيتوب وکړ، او هر نارينه او ښځه يې د خپل ځانګړي حيثيت او ځانګړو چارو لپاره راوبلل.
په نننۍ زمانه کې چې د بشر د حقوق نارې وهل کېږي او په دې پلمه چې ښځې په پخوا کې له خپلو حقونو بې برخې وې، په نړۍ کې د ازادۍ په نامه یو بې قانونه کړنه حاکمه ده، چې ښځې د عفت له لوړ مقام څخه بېعفتۍ ته راښکته کوي. او هغوی له اسلامي لباس او حجاب څخه محروموي. په داسې حالت چې هغه بربنډه او ټولو ته ښکاره کوي. نو پکار ده چې ښځې ته د هغې د لوړ مقام څرګندونه وشي او د اسلام حجاب هغې ته وروپېژندل شي تر څو خپل شخصیت وپېژني او د دوستۍ په پلمه د اسلام د دښمنانو او بې ایمانه ښکاریانو ښکار نشي.
ادامه لري…