لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اووه ویشتمه برخه)
د اسلامي هیوادونو مسؤولیت
د کمونیسټ او سیکولر خوځښتونو او په غربي تمدن او کلتور کې د ډوبېدو او د غربي ټولنو د ګامونو د تعقیبولو او د دې ټولو تمایلاتو او ناخوالو په وړاندې یوازې افغانستان مسئوول نه دی، بلکې ټول اسلامي هیوادونه د دې وضعیت مسوول دي. موږ ټول پوهیږو چې د افغانستان عایداتي سرچینې خورا محدودې دي او یاد هیواد د پانګوالو هیوادونو په جمله کې نه ګڼل کیږي. افغانستان له طبیعي زیرمو او کانونو او تورو سرو زرو (تیلو) څخه بې برخې دی او په اصل کې تجارتي بندر هم نه لري. صادرات او واردات يې ډېر ضعيف دي او يواځينۍ سوداګريزه دریڅه يې یو څه محصولات دي لکه يو شمېر وچې مېوې او د پسونو پوستکي او وړۍ.
په طبيعي توګه دغه هېواد اړ دې چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو او د خپلو ودانيزو، تعليمي، فرهنګي او دفاعي پروژو د پلي کولو لپاره له پرمختللو او ځواکمنو هېوادونو څخه مرسته او همکاري وغواړي.
که لوی خدای جل جلاله لویو اسلامي دولتونو ته توفیق ورکړي چې له افغانستان سره د همکارۍ او مرستۍ لاسونه اوږده کړي او د پلانونو په بشپړولو او د پروژو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي، نو بې له شکه دا هېواد به له نورو لویو هېوادونو مرستې ته اړ نه شي. بیا کولای شي د خپل اسلامي عقیدې ساتنه وکړي او پراختیا ور کړي او ټولې اسلامي نړۍ ته ګټور شي. دا مسلمان ملت چې دیانت يې په نژاد او نسل کې پروت دی او اسلامي احساسات او ديني جذبه لري د باطل تمدن او عقايدو له غولوونکو مظاهرو څخه به وژغورل شي.
له بده مرغه، بډایه اسلامي دولتونو تل د پراختیا په حال هیوادونو په مرستې او پاملرنې کې غفلت کړی او دې کار د شوروي اتحاد او د چین د ولسي جمهوریت حکومت ته زمینه برابره کړې چې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ لپاره ګړندي ګامونه واخلي، د پلانونو بشپړولو او د هغې د پرمختګ او سوکالۍ او آرامۍ لپاره ډیری مرستې ترسره کړي. طبيعي ده چې د دغو مرستو تر څنګ يې د دې هېواد د خلکو د فکري او فرهنګي بدلون لپاره يو بديل هم غوره کړی او له دوی څخه یې د ژوند په ټولو برخو کې د هر اړخيزې ګټې اخيستنې طمع کړې.
افغانستان له علمي او کلتوري پلوه هم له اسلامي نړۍ څخه ډېر وروسته پاتې دی. همدارنګه هند هم د پاکستان د مداخلې له امله د خپل کلتور له اصلي منبع څخه لرې پاتې شوی او په خپلو همغو پخوانیو علمي میراثونو یې بسنه کړې او له فعالیتونو او علمي او مذهبي لړۍ څخه باخبره نه دې.
که مصر او الازهر پوهنتون چې افغان ځوانان تل له هغه سره نه بېلېدونکې اړیکې ټینګې کړي او له علمي سرچینو څخه یې برخمن شوي دي او په هغه هیواد کې د استوګنې په وخت کې د اسلامي فکر او ادبیاتو له نویو موضوعاتو څخه یې پوهه ترلاسه کړې، نه وای، نو افغانستان به په ټوليزه توګه د کلتوري پیوستون له دایرې او اسلامي خوځښتونو څخه به لرې پاتې کېده او د اوسپنې پردې تر شا به د تل لپاره پاتې و. اوس موږ ګورو چې د دې هېواد اشراف او د علم، پوهې او کمال خاوندان، اکثره هغه کسان دي چې له الازهر او د هغه له پوهنځيو فارغ شوي او ډېره موده په مصر کې اوسېدلي.
د سعودي په میلمستون کې وینا
د ۱۹۷۳زېږدیز کال د جون د میاشتې په نهمه نیټه د یکشنبې په شپه د سعودي عربستان محترم سفیر جلالتمآب شیخ محمد احمد الشبیلي د میلمنو د درناوي او د هیواد د لومړۍ درجې لوړ رتبه شخصیتونو او مشرانو تر منځ د میلمنو د درناوي په موخه د غونډې او مېلمستیا چمتووالی نیولی و. په دې غونډه کې د عربي هېوادونو زياتره سفيرانو، يو شمېر افغان وزيرانو، د کابل ښاروال، د عدليې رئيسانو، د پوهنتونونو استادانو، علماو، پوهانو او يو شمېر عيسوي عرب استاذانو چې په ځينو سفارتونو کې په دندو ګمارل شوي وو، ګډون کړی و.
دا یوه ډیره ستره غونډه وه او ګڼ شمیر علمی او دیني مشرانو، سیاستوالو او دولتي چارواکو پکې ګډون کړی وو. ښاغلي سفیر له ما څخه وغوښتل چې مېلمنو ته ښه راغلاست ووایم او په لنډه توګه د دې غونډې او د پلاوي اهداف او ماموریت تشریح کړم.
ما خپله وینا په هغه څه پیل کړه چې خدای زما لپاره حکم کړی و او ما هڅه وکړه چې خپلې خبرې یوازې په مننې او تقلیدي ښه راغلاست پورې محدودې نه کړم؛ بلکې زه باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړم، کوم چې دعوتګرو او د رسالت لېږدوونکو ته ډېر لږ په لاس ورځي. زما خبرې د احساساتو د اظهار او د افکارو د تعبیر، شکر او نیکو هیلو مجموعه وه او هغه څه چې له دې مننې او نیکو هیلو له څرګندولو څخه ډیر مهم وو، هغه جملې وې چې د هر چا خیر او ښېګڼې پکې نغښتې وې. ما د وینا بشپړ متن له هغه څه له مخې چې په ذهن کې مې و، لیکلی او تاسو به یې په راتلونکو څو پاڼو کې ولولئ.
تر ما وروسته استاذ احمد محمد جمال خپله وینا واوروله او ډېرې په زړه پورې او ګټورې جملې يې وړاندې کړې؛ نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د حکومت او خلکو له هرکلي او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او له هغو مېلمنو يې هم مننه وکړه چې دغې غونډې ته راغلي وو او د مېلمنو غوښتنو ته يې ځواب ووايه.
پوهاند احمد د خپلې وینا په یوه برخه کې د “رابطة العالم الاسلامي” موسسې موخې او اهداف بیان کړل او د اسلامي پیوستون د رامنځته کولو په برخه کې یې د پاچا فیصل د هر اړخیزې پاملرنې په اړه خبرې وکړې او د دې رسالت او مکلفیت د ترسره کولو په برخه کې یې د علماوو مسئوولیت ته هم اشاره وکړه.
ټول حاضرین د ډوډۍ خوړلو لپاره د هرکلي تالار ته لاړل او له ډوډۍ خوړلو وروسته له خوښیو او خوشحالیو ډک خپلو کورونو ته راستانه شول. دا وروستۍ ناسته وه او بل سهار، د جون په ۱۱ مه له کابل څخه د تهران پر لور روان شوو.
ګرانو لوستونکو، تاسو کولی شئ چې د تهران د سفر په ترڅ کې ځیني ویناوې او هغه لیدنې چې ترسره شوې، د (اسمعي یا ایران) په رساله کې تعقیب کړئ.