لیکوال: شکران "احمدي"

د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (اتمه برخه)

 نبوي احادیث
 1- حضرت عایشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: «من احدث فی امرنا هذا ما لیس منه فهو رد.»؛ ژباړه: (څوک چې په دې موضوع [زموږ په دين] کې داسې څه پيدا کړي چې د هغې برخه نه وي، هغه رد دې.)
 2- له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله خطبه کې وفرمایل: «اما بعد، فان خیرالحدیث کتاب الله و خیر الهدی هدی محمد صلی الله علیه وسلم، و شر الامور محدثاتها و کل بدعة ضلالة.»؛ ژباړه: (اما بعد، تر ټولو غوره وینا د الله کتاب او تر ټولو غوره لارښوونه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده؛ او تر ټولو بد شیان نوي شیان دي او په دین کې هر بدعت او نوی کار ګمراهي ده.)
 3- له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«من سن فی الاسلام سنة حسنة… من ان ینقص من اوزارهم شیء»؛ ژباړه:(چا چې په اسلام کې ښه سنت او طريقه جوړه کړه، د هغه دود او عمل اجر او ثواب د هغه لپاره دی او د هغوی له اجر څخه به هيڅ کم نه شي او څوک چې په اسلام کې ناوړه دود او لاره جوړه کړي، د هغه د بدې لارې سزا او د هغه د پیروي کوونکو سزا به د هغه لپاره پرته له کوم تخفیف څخه وي.)
صحابه کرام
 1- حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي:«ایاکم و اصحاب الرأي فانهم اعداء سنن، اعیتهم الاحادیث ان یحفظوها فقالوا بالرأی فضلوا و اضلوا.»؛ د رایو له اصحابو ډډه وکړئ، دوی د سنتو دښمنان دي. دوی د سنتو او نبوي احادیثو په یادولو ستړي شوي وو، نو رایه ورکولو ته یې مخه کړه؛ دوی ګمراه شول او نور یې هم ګمراه کړل.
 2- ابن سعد په خپل سلسله کې له ابوبکر رضي الله عنه څخه نقل کړی دی چې وایي:« ای خلکو زه پیروي کوونکی او تعقیب کوونکی یم، او بدعت کوونکی او نوی جوړوونکی نه یم. که زه ښه عمل وکړم، زما سره مرسته وکړئ او که زه ګمراه شوم، ما اصلاح کړئ.»
 3- ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي:«پیروي وکړئ او نوښت مه کوئ، تاسو واقعا چې بې نیازه شوي یاست. او هر بدعت او نوی کار(په دین کې) ګمراهي ده.»
تابعین
۱- عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یو چا ته داسې لیک ولیکه:«اما بعد! زه تاسو ته سپارښتنه کوم چې له خدايه ووېرېږئ او د خداى په احکامو کې اعتدال غوره کړئ او د خپل رسول د سنتو او طريقې پيروي وکړئ او له هغه بدعت او نویو کارونو څخه ځان وساتئ چې له سنتو وروسته منځته راغلی دي.»
 ۲- حسن بصري رحمه الله فرمايي:«هیڅ وینا او قول پرته له عمل، هیڅ قول او عمل پرته له نیت نه، او هیڅ قول، عمل او نیت پرته له سنتو سره سم نه دې.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version