لیکوال: شکران "احمدي"

د عقل ځواک او د هغه ساحه (لومړۍ برخه)

هغه عصر چې موږ په کې ژوند کوو د ټکنالوژۍ او انټرنیټ عصر دی. انسان په هغه بې ساري استعدادونو سره چې الله تعالی ورکړي نړۍ یې په یوه کلي بدله کړې ده او د اسلامي ټولنې په مختلفو طبقو کې ډول ډول افکار او نظریات خپاره او نشر شوي دي. او له هغه ځایه چې نوې او ښکلې فلسفې همېش نواندي فکرونه جذب کوي، دا پوښتنه تل د انسان په ذهن کې په ځانګړې توګه د تعلیم یافته او پوهې طبقې په منځ کې راګرځي چې: «کله چې انسان عقل ولري، الهي لارښوونو(وحی) ته څه اړتیا شته؟»
په دې لیکنه کې هڅه کوو چې عقل او د شیانو په پیژندلو، قانون جوړونې او د مدني قوانینو په اسلامي کولو(Islamisation of laws) کې د هغې رول په اړه بحث وکړو. او باید ووایو چې د قانون اسلامي کولو مسئله ډېره پراخه او اوږده ده. مګر خپل د توان په اندازه د دې موضوع په څېړلو پیل کوو، ترڅو د عقل د ځواک او د هغې حدودو اړونده نسبي پوهه تر لاسه کړو. هیله ده دا وړه هڅه زموږ ګرانو لوستونکو د استفادې وړ وګرځي.
بنسټیزي کلمې: عقل، دين، وحي، ساحه، محدوده
سریزه
لکه څنګه چې پوهیږو، انسان د زیږون څخه د دماغ(مغز)، تفکر او تعقل خاوند کیږي، او د وخت په تېرېدو سره وده او تکامل کوي. کله چې په خپل ژوند او ورځنیو کارونو کې د تصمیم نیولو واک ترلاسه کړي، فکر کوي او تر تحلیل وروسته په خپل عقل، فکر او فطري استعداد سره د خپل شاوخوا چارې اداره کوي.
له دې مرحلې وروسته انسان پرمختګ کوي، او عقل هم وده کوي؛ خو هغه محدودیتونه هم لري او له خپل توان څخه اضافه د کار کولو ځواک نلري. په داسې حالت کې د ژوند د چارو په اداره کولو کې د انسان د عقل د پياوړتيا لپاره هغه ته له عقل څخه غوره وسيله برابره شوې ده چې په دواړو نړیو کې انسان په ژوند کې له ستونزو څخه خلاصوي. لکه څنګه چې د کمپیوټر جوړونکي شرکتونه د کمپیوټر د لا ښه فعالیت لپاره سوپر کمپیوټرونه جوړ کړي دي.
اسلام وايي چې خامخا به له عقل څخه کار اخلئ؛ مګر یوازې تر هغه ځایه پورې چې کار کوي. داسې ځای شته چې عقل کار نه کوي او غلط ځوابونه ورکوي؛ لکه: یو کمپیوټر، چې کله تاسو وغواړی چې هغه کار ځینې واخلی چې د هغه لپاره جوړ شوی دی، نو به سمدستي ځواب ورکړي؛ مګر که تاسو د داسې پروګرام غوښتنه وکړئ چې ستاسو په کمپیوټر کې نصب (Feed) نه وي، نه یوازې کمپیوټر به کار ونه کړي چې غلط ځواب به هم ورکړي. په همدې ډول، هغه څه چې په عقل کې نه وي، خدای د هغه لپاره بله وسیله چمتو کړې چې الهي وحی ده. نو هرکله چې وغواړو د هغه په ځای کې عقل کار کړو، نو غلط ځواب به ورکړي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version