له دې وروسته چې د معتزلهو پنځهګوني اصول بيان شول او د دغو ټولو اصولو په اړه د هغوی دلایل او د اهل سنت او جماعت نظر د دلایلو سره وړاندې شو؛ په لاندې برخو کې د اهل سنت او معتزلهو تر منځ نور متفرقه موضوعات بيانوو چې مختلففيه دي لکه: د اعمالو وزن، صراط او د قبر عذاب. د دې لیکنې په دې برخه کې غواړو د “میزان او د اعمالو وزن” مسئله مطرح کړو:
د میزان او د اعمالو د وزن مسئله
په قیامت کې د اعمالو د میزان او وزن موضوع يوه له مهمو مسايلو څخه ده، دا مسئله په قرآن او نبوي احاديثو کي په ډېرو احاديثو کې راغلې ده او علماوو په دې اړه کتابونه ليکلي دي.
علامه قرطبي رحمه الله د اعمالو د وزن په اړه وایي: “د پرهېزګار او متقي مؤمن عمل له همدې وجه وزن کيږي، چې د هغه فضيلت او مقام څرګند شي، لکه څنګه چې د کافر اعمال وزن کيږي د هغه د ذلت او سپکاوي له امله.” نو د عمل وزن د مسلمان د مقام او رتبې په اعلانولو او د کافر په ذلت کې مهم او ارزښتناک رول لري.
د اهل سنت او جماعت او معتزله تر منځ د اختلاف مسله ده چې هرې ډلې د دې مسئلې د ثابتولو یا ردولو لپاره مختلف دلایل وړاندې کړي دي.
د اهل سنت او جماعت نظر
د اهل سنت او جماعت علماء په دې متفق دي چې د بندګانو اعمال به د قیامت په ورځ وزن کیږي. چې قرآن كريم دا مسئله په څو ځايونو كې بيان كړې ده او بې شمېره احاديث د دې خبرې ثبوت كوي.
علامه نسفي رحمه الله د عمل د وزن په باره کې په خپل کتاب کې لیکي: “د اعمالو وزن حق دی. “
علامه طحاوي رحمه الله وايي: “موږ په میزان باندې ايمان لرو. دا هغه شی دی چې د مؤمنانو عملونه، د ښه او بد، اطاعت او نافرمانۍ په شمول پکې وزن کیږي.”