لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (یوولسمه برخه)

  د نبوي احادیثو په رڼا کې د ښځې مقام
 په اسلام کې د ښځې د مقام د درناوي او عزت يوه بله نښه دا ده چې ښځو ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري ځانګړې پاملرنه شوې ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم به د اختر په ورځو كې مسلمانانو ته وینا كوله او بيا به يې خبرې ښځو ته ځانګړې کړې او هغوی ته به یې لارښوونې او سپارښتنې کولې.
ښځو دا ډول خبرې کمې وګڼلې او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې د زيات وخت غوښتنه وکړه. له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې یوه ښځه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغله او دا ډول یې خوله په خبرو خلاصه کړه: «زموږ په پرتله، نارینه وو ستاسو له مبارک محضر څخه ډېره ګټه پورته کړه؛ زموږ لپاره یوه ورځ وټاکئ چې ته به موږ ته درس راکوې.» لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ مشخصه کړه؛ په دې ورځ به ښځې راټولېدلې، رسول الله صلی الله علیه وسلم به دوی ته وینا کوله او لازمې لارښوونې به یې کولې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره دا وه چې فرمایلي یې دي: «په تاسو کې کومه ښځه چې خپل درې اولادونه له لاسه ورکړي، دا به د هغې لپاره پرده وي چې د جهنم له اوره به یې وژغوري.» یوې ښځې وویل: «که څوک دوه ماشومان له لاسه ورکړي څنګه؟»؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که له دوی څخه دوه هم وي، همدغه شان دي.»
 له ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها څخه په یوه حدیث کې دا ډول روایت شوی: یوه ښځه چې دوه وړې لوڼې یې ورسره وې، ماته د سوال کولو لپاره راغله له ما سره له یوې خرما پرته بل څه نه و، نو ما هغه ورته وړاندې کړه؛ دې ښځې خرما په دوه برخو ووېشله او خپلو دوو لوڼو ته يې ورکړه او پخپله يې څه ونه خوړل. له دې وروسته هغه له کوره ووتله او سمدلاسه رسول الله صلی الله علیه وسلم زما کور ته داخل شو؛ ما هغوی ته د دې سوالګرې ښځې کیسه وکړه؛ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د یوې یا دوه لوڼو پالنه وکړي، هغوی ته ښه روزنه ورکړي او له هغوی سره ښه چلند وکړي، نو هغه لوڼې به د قیامت په ورځ د دوزخ له اور څخه خپل روزونکی وژغوري.»
خو تر هر څه زیات اسلام ښځو ته د خليفه په ټاکلو کې د وينا او نظر ورکولو حق ورکړی دې. لکه هغه مهال چې حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه د اسلام د دوهم خليفه حضرت اميرالمومنين عمر بن الخطاب رضی الله عنه له شهادت وروسته د شپږ کسيزې شورا د مشر په توګه وټاکل شو؛ هغه د خلکو د رایو او نظرونو د راټولولو په خاطر هر چا ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې څوک د خلافت وړ او لایق دی؟ هغه د نارینه او ښځینه، لوی او واړه او حتی د خلکو کورونو ته تلل ترڅو د دوی نظرونه واوري.
 رسول الله صلى الله عليه وسلم ښځې د خداى امانت ګڼلې او په وار وار يې نارينه وو ته سپارښتنه کړې او د خپل مبارک ژوند په پاى کې يې د حجة الوداع په مراسمو کې په دې خبره ټينګار وکړ او ويې ويل:«د ښځو په حق کې له الله تعالی څخه و وېرېږئ، ځکه چې تاسو هغوی د خدای له لوري د امانت په توګه اخیستي او د خدای په کلام مو د هغوی شرمګاه د ځان لپاره حلاله ګرځولې ده.»
 رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره ښه سلوک د نارینه وو د نیکمرغۍ مقیاس ګرځولې او فرمایلي یې دي:« په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د خپلې کورنۍ لپاره غوره وي او زه په تاسو کې د خپلې کورنۍ لپاره غوره یم.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version