لیکوال: محمد عاصم "اسماعیل‌زهي"

د رسول الله ﷺ اخلاق (درېيمه برخه)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو قرآني مثالونه
نرموالی، شفقت، رحمت، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رأفت او رحمت څرګندونې، د مومنانو خبرو ته غوږ نيول او خوشبیني، د امت لپاره فوق‌العاده زړه‌سواندي، د مومنانو په وړاندې عاجزي.
۱.  نرموالی
 الله تعالی فرمايي: «فَبِما رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ» “[اې رسوله!] د هغه فضل او رحمت له امله چې تا ته د خدای له خوا درکړل شوی دی، د خلکو سره مهربانه شوی يې، که داسې نه وای او تاسو تندخويه او سخت زړه وای، نو دغه ټول به ستاسو له شاوخوا څخه لرې شوي وای. نو هغوی ته بخښنه کوه او د هغوی لپاره بخښنه غواړه او په چارو کې ورسره مشوره کوه. کله چې تا د یو څه کولو پرېکړه وکړه، نو هغه کار په ټینګه سره وکړه، او په خدای توکل وکړه، ځکه چې خدای د متوکلينو سره مینه لري.”
دا د خدای رحمت دی چې پیغمبر یې د امت لپاره مهربان او نرم کړی دی. که پیغمبر سخت زړه وای، زړونه به یې شاوخوا نه وای راټول شوي. ماشومان او لویان هغه ته مخه نه کول؛ ځکه انسانان د مهربان امنځای، نه ختمېدونکي پاملرنې، نېک چلند او مینې، مهربانۍ او مودت ته اړتیا لري چې هغوی خپل په مينه‌ناکه غېږه کې ونيسي. او دوی د بذل او بخشش اړ نه دي چې هغه غمونو په شا کړي، نه دا چې خپل غمونه د هغو په غمونو باندې واچوي.
هغوی د داسې یو لوی زړه په لټه کې دي چې تل دوی ته پاملرنه وکړي، مهربان، سخاوتمند او مینه وال وي، او د دوی ساتنه وکړي او د دوی د زړه ناپاکي له منځه يوسي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم زړه همدغسې وو، او د خلکو سره د هغه ژوند هم همداسې وو. هغه هیڅکله د خپل ځان له امله په غوسه نه شو او د دوی د انساني ضعف څخه ستړی نه شو، هیڅکله د دې فاني نړۍ توکي يې ځان ته پرې نه ښودل او د هغو د راټولولو هڅه يې و نه کړه. بلکې، هغه هغه څه چې په واک کې یې درلود، د خلکو په لاسرسۍ کې یې کېښود، او خپل صبر، عظمت، شفقت او سخاوت یې دوی ته وړاندې کړ. له ده سره چې چا ملګرتیا وکړه یا هغه يې وليدی، زړه يې د مینې څخه ډک شو.
۲. رأفت او رحمت
 خدای تعالی فرمايلي دي: «لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ»؛ “بې شکه چې تاسو ته ستاسو له مینځ څخه یو پیغمبر راغلی دی، چې هر هغه مصیبت چې تاسو ځوروي هغه باندې ډیر ګران وي، او سخت ستاسو غوښتونکی دی، او هغه د مومنانو سره رئوف او مهربان دی.”
په پورتني آيت کې يې لومړی وويل شول: “له تاسو څخه يو پيغمبر راغلی.” د «مِنْ أَنْفُسِكُمْ» تعبیر د پیغمبر او د خلکو په منځ کې سختې اړیکې ته اشاره کوي؛ ته وای چې د خلکو د زړه د ټوټې په څیر دی. بیا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځینې ارزښتناک صفات په ګوته کوي او وايي: “تاسو ته که هر ډول ضرر او زیان ورسیږي د هغه لپاره ډیر غمجن وي.” دا پدې مانا ده چې هغه به نه یوازې ستاسو په غم بې تفاوته نه وي، بلکې هغه به راضي هم نه وي او هغه ستاسو له کړاوونو څخه ډیر رنځ وړي، او که هغه تاسو سختو جګړو او زحمتونو ته اړ کوي، هغه ستاسو د ژغورنې او نجات لپاره دا خبره کوي او د دې لپاره چې تاسو د ظلم او بدبختۍ له منګولو څخه خلاص کړي.
بیا هغه فرمایي: “هغه ستاسو لارښود کولو او هدایت ته ډیره علاقه لري” او هغه باندې ډېر حریص دی. “حرص” په لغت کې په یو څه باندې ډېره مینه درلودل دي، او په زړه پورې خبره دا ده چې په دې آیت کې په مطلق ډول سره ویل شوي: «حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ» چې نه د هدایت خبره پکې کیږي او نه د بل شي، بلکې ستاسو د هر ډول نیکمرغۍ، خوښۍ او ستاسو پرمختګ سره مینه لري.
 دا دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version