لیکوال: "ابورائف"
سیکولریزم (اووه دېرشمه برخه)
سیکولریزم او اسلامي نړۍ
وروسته له دې چې غربي ټولنه له عیسویت څخه لېرې شوه او د سیکولریزم نظام د دوی د ژوند په ټولو اړخونو واکمن شو او دین او د هغه تعلیمات او لارښوونې نور د دوی د ژوند په چارو کې ځای نه درلود، هغوی هڅه او مبارزه وکړه چې نورې ټولنې هم له دیني او اسماني لارښوونو خلاصې کړي او د دوی په منځ کې د سیکولریزم او “له سیاست څخه د دین جلا کول” تبلیغ او ځای په ځای کړي. د دوی دا هڅه د دې لپاره وه چې اسلامي ټولنه له یو داسې سپېڅلي او مهم ګوهر څخه برخمنه وه چې اروپایان کلونه کلونه ترې محروم وو چې هغه د اسلام د سپېڅلي دین “ژوندیتوب او تحرک” او په هره زمانه کې د انسانانو اړتیاوو او پوښتنو ته د «ځواب وېلو» وړتیا او ځانګړتیا ده.
خو ډېر وخت نه و تېر چې اسلامي امت له انحراف، کمزورتیا او وروسته پاتې والي سره مخ شو او د دنيا په مينه او د مرګ په وېره کې ډوب شو او له اسلامي جهاد څخه يې لاس واخيست او له همدې امله له سخت ذلت او ژورې ماتې سره مخ شو. دا پراخ شاتګ د ژور عملي او چلندي انحراف او په پایله کې د ایډیالوژیکي او عقیدتي انحراف لامل شو.
دغه ډول انحرافات او همدارنګه د اسلامي ټولنې ژور شاته تګ په اسلامي ټولنه کې د دوو بد مرغیو لامل شول:«علمي شاتګ یا انحراف» چې د اسلامي ژوند پر ټولو اړخونو یې ولکه ټینګه کړه، هغه هم په داسې وخت او زمانه کې چې اروپا د خپلې تېرې دورې د وروسته پاتې والي دوړي څنډلې وې او د علمي پرمختګونو او کشفیاتو په لور یې ګام پورته کړی وو او بل د اسلامي هېوادونو« مادي او معنوي کمزورتیا» چې د کفارو لپاره يې خوندوره او غوړه مړۍ جوړه کړه او اروپايانو ټوټه ټوټه هغوی له ستونې تېرول او څه نه و پاتې چې پر حرمین شریفینو باندې هم تسلط او کنټرول ترلاسه کړي!
نو په لنډیز سره ویلای شو چې په اسلامي نړۍ کې د سیکولریزم د راڅرګندیدو دوه مهم او بنسټیز لاملونه وو: د اسلامي ټولنې ژور “انحراف” او بل د اسلامي ټولنې د ګمراه کولو په موخه د «عیسویانو او یهودانو ناوړه پلانونه او پروګرامونه».
د اسلامي ټولنې د انحراف مظاهر
مسلمانان د خپل ژوند په ټولو اړخونو کې له ژور او هراړخیز انحراف سره مخ شول، خو هغه مهمه برخه چې دغه انحراف هغه اغېزمنه کړه، په عقیده او د الوهیت په مفهوم کې انحراف و؛ په دې ډول چې مسلمانانو د خدای اطاعت او فرمان منل پریښودل او د هغو حکومتونو او واکمنانو تر اغیز لاندې راغلل چې ديني روحیه او صحیح عقیده یې نه درلوده او په فکري او عملي انحرافاتو کې ډوب وو.
د غرب د يرغل او د اسلامي ټولنې د سيکولر کولو په وخت کې مسلمانانو په اسلامي نړۍ کې درې ډوله حکومتونه وليدل: په هند کې د “مغولانو” حکومت، په فارس کې د “صفویانو” حکومت او په مديترانه سیمه کې “عثماني” حکومت. سیمه د صفوي حکومت په اړه ویلای شو چې دغه حکومت یوازې د اسلام په نوم چلېده او د حکومت کولو طریقه یې د متعصبو شیعه علماوو د نظریاتو او غوښتنو پر بنسټ وه او د هغو د پاچاهانو اصلي دنده دا وه چې پر عثماني دولت یوازې د دې لپاره برید وکړي چې هغوی سنیان وو.
د “سلطان اورنګزېب” د وخت نه پرته، د مغلو حکومت هم د دين او د هغه د تعليماتو په باره کښې د کم عقلۍ او ناپوهۍ په وجه د اسلام په باره کښې د بې شمېره توهماتو او غلط فهمۍ سره مخ وو؛ دغه ناپوهي هم د دې حقیقت ترڅنګ چې مسلمانان په هند کې یو اقلیت وو، سبب شو چې هغوی و نتوانیږي په هند کې د انګریزانو لخوا د اسلامي واکمنۍ د له منځه وړلو په وړاندې ځانګړی مقاومت وکړي.
عثماني دولت هم چې د تاریخ په اوږدو کې یو له غوره اسلامي خلافتونو څخه و او د اروپا په مختلفو کونجونو کې یې د اسلام د تبلیغ او خپراوي توان درلود او د غربیانو پوزې یې په خاورو کې ومښلې، خو په خپل ځان کې یې دوه مهمې ستونزې لیدلې: « د خلافت میراثي توب» او بل د « افتراضي فقهې نشتوالی او له نویو حوادثو او فقهي پېښو سره نه همغږي»؛ دا په داسې حال کې و چې اسلامي شريعت يوه بشپړه طريقه او منهج دې چې د ژوند ټول اړخونه په هره زمانه کې تر خپل پوښښ لاندې راولي او تر قيامت پورې به همداسې وي او په دې کې هيڅ شک نشته.
خو له بده مرغه د عثماني دولت په زمانه کې د نويو مسايلو پر مخ د اجتهاد دروازه وتړل شوه او اسلامي فقه ونه شو کړای چې په هغه وخت کې د رامنځته شويو نويو او راټوکېدلو مسايلو سره يو ځای او همغږې شي او هغه حل او فصل کړي؛ له دې وجې، د سکولرانو او هغو کسانو پر مخ چې د علمانیت ادعا یې کوله او دین یې د علم او پوهې خلاف ګڼل، د نفوذ دراوزه پرانستل شوه.
همدارنګه عثماني اسلامي حکومت او خلافت د وسلو او پوځ له اړخه یوه مجهز او منظم پوځ ته اړتیا درلوده او په دې برخه کې باید د علماوو او دیني خلکو له خوا مهم لوائح او لارښوونې وړاندې شوې وای، خو علماوو او د فقهې او دین اهل او خلکو له دې مسائلو سره هیڅ تړاو نه درلود، نو له دې امله یې له اروپایانو سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې د دوی لپاره یو ښه سمبال او منظم نظامي اردو وروزي، نو له جرمني، فرانسې او سویډن څخه استادان راغلل او په اسلامي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د اسلامي پوځ د جوړولو او روزنې مسئولیت کافرو ښوونکو او روزونکو په غاړه واخیست.
د دې قضیو تر څنګ، د اداري تقسیماتو، د قاضیانو د دندو تنظیم او ویش او د ښوونې او روزنې طریقه هم د لویدیځو بیلګو او موډلونو تر اغیز لاندې وه او دې کار پخپله د سیکولریزم د نفوذ لپاره زمینه برابره کړې وه. که څه هم دا موارد د عثمانيانو په منځ کې د “تنظیماتو ” په نوم مشهور و او د شرعي چارو په شان ارزښت او مقام يې نه درلود، خو په تدريجي ډول په دغه حکومت کې د سيکولريزم د نفوذ سبب شو.