په اسلامي ټولنو کې د دین او سیاست تر منځ اړیکې د اسلام پېژندونکو د بحث او خبرو اترو مرکزي ټکی او محور ګڼل کیږي. ځينې بيا اسلام يوازې يو پاک دين ګڼي چې د واکمنۍ حق نه لري او نه د انساني ژوند د ورځنيو مسايلو د تنظيمولو صلاحيت لري؛ خو ځينې نور بيا اسلام يوازې دين نه بلكې يو نظام او ټولنيز نظم ګڼي چې د حكومت او قانون په ګډون د انسان د ژوند ټولې برخې په كې شاملې دي.
د دغو څېړونکو استدلال د قرآن پر لارښوونو ولاړ دی او د سیاسي مفاهیمو او ګڼو قرآني اصطلاحاتو لکه ملکیت، امت او نورو اصطلاحاتو ته اشاره کوي چې سیاسي مفاهیم او دلالت لري؛ د بېلګې په توګه: د عربي کلمه “سلطان” چې په قرآنکریم کې څو ځله ذکر شوې، داسې یو نوم او معنی ده چې د واک او حاکمیت په مفهوم دلالت کوي او د اسلام له پیل راهیسې د حکومت لپاره کارول کیږي. په همدې ډول، د «حکم» اصطلاح، حاکمیت، قضاوت او د هغې مشتقات لکه د حاکم او قاضي حکم په قرآن کریم کې تر ۲۵۰ ځله زیات په واضح ډول ذکر شوی او هر یو یې خپل سیاسي دلالت لري؛ د بېلګې په توګه قرآن کریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي دي: «مونږ دا کتاب په تا باندې په حقه سره نازل کړی دی، د دې لپاره چې ته د خلکو په منځ کې د هغه څه په اړه فیصله وکړي چې خدای تاته نازل کړي دي.» همدا ډول قرآن حکم کوي چې ته مو په ځمکه کې خپل خلیفه ټاکلی یې، نو د خلکو په منځ کې په حقه فیصله وکړه.
په ذکر شوي آيت کې د “حکم” کلمه هغه فعل دې چې مشر ته په عادلانه توګه د قضاوت او حکومت کولو امر کوي.
حضرت داؤود (ع) او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دواړه د الهي تقرر له امله مشران او قاضیان وو؛ له همدې امله دوی پوره قضايي واک درلود.
البته د خلافت د چارو سپارل او قضاوت کول په دې معنا نه دي چې دوی د خپلې خوښې پر بنسټ قضاوت او حکم کوي، بلکې د دوی واکمني باید د نصوصو پر بنسټ وي، چې په اسلام کې د قرآن متن دې. که د یوې مسئلې په اړه د قرآن کريم کوم څرګند او واضح نص او متن نه وي، نو پېغمبران خپل شرعي نظر د الله تعالی له لوري د وحی شوي الهام له مخې اعلانوي.