لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (لسمه برخه)
د نبوي احادیثو په رڼا کې د ښځې مقام
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له لورې، د خپل امت لپاره ټول اسلامي احکام او قواعد بیان کړي او د هرې طبقې حیثیت او مقام یې په جلا او د هغه د ذاتي جوړښت او وړتیا مطابق، تعریف او ټاکلی. ښځه چې د ټولنې فعاله غړې ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې هم ورته پاملرنه شوې ده. د مقالې په تېره برخه کې د قرآن له نظره د ښځې مقام وڅېړل شو؛ د مقالې په دې برخه کې غواړو د نبوي احادیثو او د علماوو او پوهانو د اقوالو په رڼا کې د ښځو پر مقام بحث وکړو.
د اسلام د مبارک دين له لومړي څرک او ځلېدو څخه د ښځې مقام ټولو ته څرګند شو، چې د دې دين په تاييد او ملاتړ کې يې د پام وړ اغېز درلود. ښځه وتوانېده چې له هغه پنجرې څخه چې د ناسمو باورونو پر بنسټ د هغې لپاره جوړه شوې وه، بهر شي؛ نو تر څو چې ښځه په پنجره کې وي، د اسلام غږ نشي اورېدلای، باید دا پنجره ماته کړي او له هغې څخه راووځي او د اسلام دین ومني او د هغه اطاعت وکړي او د هغه دین پیروي وکړي چې الله جل جلاله ورته ټاکلی دې او د نارینه وو یوه مذهبي خور یې ګرځولې. كه دا موضوع د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند او سیرت ته وړاندې كړو چې خاص ده او د اسلام تاريخ چې عمومي دې، نو وبه ګورو چې حضرت خديجه رضي الله عنها لومړنۍ ښځه وه چې په اسلام مشرفه شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام په بلنه کې د هغه ملاتړ وکړ، تر دې پورې چې اسلام، دغه لاسته راوړنې یو په بل پسې ترلاسه کړې.
لومړی مال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې ویشلی دې او هغه هم د انصارو له ایمان څخه مخکې، د حضرت خدیجې رضی الله عنها مال و. همدا راز هغه لومړنۍ کس وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د وحیې له وېرې څخه چې ټول وجود یې لړزېده، ارام او هوسا کړ. له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يې په مهربانۍ او نرمۍ سره چلند کاوه او هغه ته یې د واده وړاندیز ورکړ او خپل مال يې د ده مبارک په اختيار كې پرېښود.
سربیره پردې، د اسلام لومړۍ شهیده ښځه وه؛ حضرت سمیه رضی الله عنها د عمار بن یاسر مور ده، چې د دین په لاره کې یې ډېرې سختۍ و زغملې او هر ډول عذابونه او کړاوونه یې وګالل. خو دې شکنجو هغه ته له زغم او استقامت پرته بل څه ور نه کړل او هغه په داسې حال کې شهيده شوه چې مؤمنه او رېښتینې وه او د حق له دربار څخه يې د ثواب او ښې پايلې هيله درلوده. په اسلام کې ډېر لوى انسانان وو چې ايمان يې د يوې ښځې په واسطه پیاوړی او بشپړ شو، په هغو کې: سيد الشهداء حضرت حمزه رضی الله عنه د عبدالمطلب زوى چې د خپل مریي عبدالله بن جدعان د مېرمنې په وسیله یې ايمان راوړ او حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه په ټول استقامت سره چې په دين کې یې درلود، د خپلې خور فاطمې رضی الله عنها په وسيله ايمان راوړ.