په تېره برخه کې د امامت تعريف او اړونده مسايل بيان شول؛ په دې برخه کې غواړو د امام او خليفه شرايطو ته اشاره وکړو. یو له هغو شرايطو څخه چې له ډېرې مودې را په دې خوا اختلاف پکې شته دا دی چې آیا بايد امام او خلیفه قریشي وي او که نه؟ په دې برخه کې هڅه کوو چې د «اهل سنت او جماعت» او د «معتزله» فرقې د علماوو نظریات له دلايلو سره څرګند کړو.
مهم ټکی
بايد يادونه وشي چې د امام څخه مراد په ټولو مقالو کې خليفه يا واکمن دی. ځکه لکه څنګه چې مو مخکې وویل، امام هغه څوک دی چې د خلکو مسئولیت په غاړه واخلي؛ نو دلته هم د حاکم او خلیفه معنی لري.
مخکې له دې چې دغه مسئلې باندې بحث وکړو، مناسبه ګڼم چې په فريقينو (اهل سنت او معتزله) کې د امام شرايط بیان کړم:
د امامت شرایط
اهل سنت او جماعت، امامت واجب ګڼي او د دې لپاره يې څو شرطونه وضع کړي دي، چې له هغو څخه لاندې شرطونو ته اشاره کولی شو:
– امام باید هوښیار وي؛
– نارينه وي؛
– آزاد وي؛
– مسلمان وي؛
– مجتهد وي؛
– زړور وي؛
– پوه او د رأی خاوند وي؛
– د بدن غړي یې روغ وي.
– قریشي وي؛
دا وروستی شرط یې مختلففيه دی چې هغه به په تفصیل سره بيان کړو ان شاء الله.
معتزله
معتزله هم د امام لپاره شرطونه لري چې که دا شرطونه په چا کې وي نو د امامت وړتيا لري. قاضي عبدالجبار ليکي: «په تحقيق سره ثابته شوې ده چې د امامت اثبات يوه شرعي مسئله ده. نو د هغه اوصاف هم بايد شرعي وي او دا مسئله دلته د لمانځه او نورو شرعي امورو په شان ده چې صفات او شرايط يې هم شرعي وي. نو د دې صفتونو د پوهېدو او درک کولو لپاره بايد شريعت ته مراجعه وکړو او هغه شيان چې له شريعت څخه ثابت شوي وي بايد اعتبار ورکړل شي او هغه څه چې ثابت نه وي، بايد شرط نه وي.»
د معتزله له نظره د امامت شرطونه په دوه ډوله دي، يو ډول چې دوی هم پکې اختلاف لري، چې هغه دا دي:
۱. دا چې امام د دې توان ولري چې هغه مسئولیت چې هغه ته سپارل شوی دی په غاړه واخلي، او بايد روغ او قوي وي او زړه یې هم ثابت وي؛
۲. دا چې د هر هغه څه چې هغه ته سپارل کيږي، د هغه د جواز تر حده د هغه په اړه پوهه ولري؛
۳. د امانت، فضل او فضیلت ځانګړتیاوې ولري؛
۴. هغه باید په فضل او فضیلت کې مخته وي او د قریشو څخه وي.
دوهم ډول هغه شرایط دي چې دوی اتفاق پکې لري؛ چې په لاندې ډول دي:
۱. آزاد اوسي؛
۲. مسلمان اوسي؛
۳. له رسمونو او عادتونو خبر وي او صاحبنظر وي او د چارو په اړه پوهه ولري؛
۴. عادل اوسي.
قاضي عبدالجبار په دې اند دی: که په چا کې دا شرطونه پوره شي، هغه د امامت وړ دی، که څه هم یو شرط پکې نه وي. او که په دوی کې قریشي ونه موندل شي، نو د غیرقریشي مقررول هم روا دي.