2. اومانيزم
اومانيزم (humanism) چې کولای شو هغه «انسانپالنه» وژباړو، یو داسې فکر یا فلسفه ده چې د انسان د نړۍ مرکز ګڼي او اصالت د هغه وده او پرمختګ بولي، په مجموع کې دغه مفکوره پر دوو اصولو ولاړه ده:
الف) انسان د ژوند او نړۍ محور او اساس دی او جسماني لذتونه د بشر د فعالیتونو وروستۍ موخه ده.
ب) د علم اصل انسان دی او د نېکمرغۍ د لاسته راوړلو لپاره باید انسان یوازې په خپل باطني استعداد تکیه وکړي او خارجي تعلیمات لکه وحی ته اړتیا نه لري.
په دې نظريه کې انسان د خدای پر ځای د وجود په مرکز کې ځای پر ځای شوی دی او د انسان وړتیاوې د هدايت او په طبیعت باندې د غلبې لپاره کافي ګڼل کیږي. د خدای پریښودل او انسان او نفسي غوښتنې د محور په توګه ګرځول یوازې د بشر په لاس جوړ شوي دينونو کې امکان لري، په دې اساس شیطانپرستۍ د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره یو ښه وړاندیز دی.
3. سيکولاريزم
سيکولاريزم د انسان د ټولنیز ژوند په مختلفو اړخونو کې د دين نه لاسوهنه ده، چې د غربي تمدن او کلتور یوه ځانګړتیا ده. د دې ايډيالوژۍ پلویان په دې باور دي چې د دین نفوذ د انسان د ژوند شخصي او خصوصي اړخونو پورې محدود دی. غربي سیکولار د ديني لارښوونو څخه د لرې کولو سره، فکري او فرقهيي انحرافات لکه شيطانپرستۍ ته يې مخه کول يې اسانه کړل. دې ته په پام سره چې د سيکولاريزم د اصولو څېړنه کولی شي دا ادعا ثابته کړي، موږ به د هغه بنسټونو ته لنډه اشاره وکړو.
الف) تجربوي علمپالنه:
سيکولار فکر په دې باور لري چې د تجربې علم پر بنسټ د ټولنې د چارو اداره کول ممکن دی. د دې فکر بنسټ یو ډول «ماديت» دی چې نړۍ په مادياتو پورې محدودوي او د مادي نړۍ څخه بهر نړۍ د پېژندلو وړ نه ګڼي.
ب) عقليت يا عقلپالنه:
د سيکولاريزم په مفکوره کې، ټول انساني چلند د عقل څخه په وسيله تعریف شوی، هماغه عقل چې د دیني اصولو څخه کار نه اخلي. د عقلیت د رامینځته کېدو یو مهم لامل د تحريفشوي مسیحیت تعلیمات دي. خالص عقلیت او علمپالنه د کليسا د اربابانو د بد چلند له امله پرته له وحی او آسماني تعلیماتو څخه رامینځته شوه، او نور يې هم غربي انحرافات خپاره کړ او د انحرافي فرقو او ډلو لپاره یې زمینه برابره کړې ده. بې له شکه چې شيطانپرستي د دیني ارشاداتو سره د مقابلې لپاره تر ټولو اغېزمنه وسیله ده چې د هغه تر سيوري لاندې يې بنسټ ایښودونکي او ملاتړي یې خپل نفسي خواهشات تر لاسه کولای شي او د دیني ارشاداتو څخه د خلکو د مخ اړولو سبب ګرځي.