لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اتلسمه برخه)

 د مجاهدینو او فاتحانو په خاوره کې
 د اسلام ستر عالم امام سید ابوالحسن علي حسني ندوي رحمه الله په ۱۳۹۳ هجري قمري کال کې د منځني ختیځ په شپږو هیوادونو (افغانستان، ایران، اردن، لبنان، سوریه او عراق) کې د مسلمانانو د وضعیت د معلومولو په موخه د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د مکې مکرمې د “رابطه العالم الاسلامي” مؤسسې لخوا سفر وکړ او د خپل سفر پايلې يې چې د مسلمانانو او اسلامي مؤسساتو او بنسټونو د حالت او وضعیت څېړل، د مسلمانانو په ستونزو او غوښتنو ځان خبرول او د “رابطة العالم الاسلامي” مؤسسې د موخو او رسالت معرفي کول پکې شامل وو، ولیکلې. دغه لیکنې د «من نهر کابل الی نهر یرموک» تر سرلیک لاندې په یوه خپلواک کتاب کې خپرې شوې دي؛ دغه مطالب او محتويات چې ستاسو په مخ کې دي د «فى ارض غزاة والفاتحین» کتاب يوه برخه ده چې افغانستان ته د امام ندوي د سفر يادونه ده.
 د اسلام او هند په تاریخ کې د افغانستان رول
 بې له شکه افغانستان هغه خاوره ده چې د اسلام په تاریخ کې تل د زړورتیا سرچینه، د زمریانو او فاتحانو ټاټوبی او د اسلام د کلاګانو په منځ کې یوه پیاوړې کلا پاتې شوې ده.  کله چې امیر شکیب ارسلان چې د امیر بیان په نوم پیژندل کیږي، د افغانستان په اړه خبرې کوي، د هغه وجود له اسلامي جذبې او غیرت څخه ډکیږي او د دې هیواد تاریخ یې په ذهن کې مجسم کیږي. قلم پریږدي، خوله خلاصوي او وایي:« قسم خورم که په نړۍ کې د اسلام لپاره یو ژوندی زړه هم نه وي پاتې، خامخا به یې د همالیا او هندوکش د اوسیدونکو په منځ کې په جدي او فعاله عزم سره پیدا کړئ».
 افغانستان د هند ګاونډی دې او د پنځمې پېړۍ له پیل راهیسې د دغه هېواد تاریخ د هند له تاریخ سره تړلی دې. د دغو دواړو هېوادونو تمدن، فرهنګ، ادب، سياست او دولتي تګلارې له يو بل سره ګډې شوې او دغو عواملو يو پر بل اغېز کړی تر دې چې د تمدن، فرهنګ او مديريت داسې يو ترکیب رامنځته شو چې نه خالص افغاني و، نه خالص هندي او نه حتی خالص اسلام. په وروستیو وختونو کې دغه کلتور او تمدن د هندي اسلامي تمدن په نوم یاد شوی دې.
  له پنځمې هجري پېړۍ را په دې خوا په هند کې داسې سلطنتونه او نسلونه واکمن دي چې له ترکي الاصله وو، لکه غنويان، ممالیک، خلجي، تغلقي او په پای کې مغولان چې د افغانستان له لارې هند ته ننوتل. هند د هغو هوښیارو، زړورو، اشرافو او پوهانو لپاره پناه ځای و چې هیواد یې په لوړو غرونو کې محاصره و او دوی د ویاړ او عظمت د ترلاسه کولو لپاره د هوښیارۍ او سیالۍ د غریزې د پوره کولو لپاره پراخه میدان ونه موند.
هغوی په عین حال کې چې ساده ژوند درلود، په داسې حال کې هند ته ننوتل چې له هوسا ژوند او ځواکمنتیا څخه برخمن و او له هوښیارۍ، لیوالتیا او په جګړه کې د ځواک، ثبات او زړورتیا څخه ډک وو. په تاریخي دورو کې د هند خاوره د فکر او تصمیم نیولو کمزورتیا او مدیریت له نشتوالي او په حکومت کې له ګډوډۍ  سره مخ وه؛ په لږ شمېر سره يې ډېر قوتونه مات کړل او نوي او پياوړي حکومتونه يې جوړ کړل او د هندي ټولنې په بدن کې يې نوې او خوځنده وينه تويه کړه.
 ډیری افغانې کورنۍ چې په خپل هیواد کې دننه او یا هم د پولو په اوږدو کې اوسیدلې، د عاید د نشتوالي له امله د حلال او باعزته روزګار یا لوړ مقام په لټه کې هند ته کډه شوي دي. د انساني هجرت دغه څپې له لومړۍ اسلامي دورې څخه پيل شوې دي. دوی غوره اسلامي آداب انتقال کړ او هندي کرکټر یې ور اضافه کړ چې د هند له خلکو او ټولنې څخه یې ترلاسه کړي و؛ په دې توګه د دوی په ځوان مردۍ، فضیلت او هوښیارۍ کې اضافه والی راتله.  حتی ډیری وختونه دوی په زړورتیا، لوړ فکر، میړانه، نرمۍ او ښکلا کې د خپل لرغوني وطن له بچیانو څخه غوره وو، او دا قبیلې په هند کې خپرې شوې او آبادۍ او امارتونه یې جوړ کړل او له دوی څخه په مختلفو حکومتونو کې د حکومت دستګاه جوړه شوه او دوی په یوه دوره کې د پوځ بنسټیزه برخه او د ملا تیر وو.
 له ډېرې مودې راهيسې مسلمانانو افغانستان ته د يوه داسې هېواد په سترګه کتل چې هند ته يې واليان، واکمنان، مديران او پوځيان رالېږل او افغانستان يې “ولایت” بلل او څوک چې له افغانستان څخه راتلو، “ولایتي” بلل کېده.
 مهاجرت يوازې په مجاهدينو، فاتحينو، قوماندانانو او عسکرو پورې محدود نه و، بلکې عمومي او پراخ شو. له همدې امله هغه غوره پوهان او استادان چې د هند نوی علمي خوځښت یې رامنځته کړ له افغانستان څخه دغه هېواد ته داخل شول او داسې کتابونه او لیکنې یې راوړې چې هندي عالمان یې تر ډېره وخته په تفهیم، تفسیر او تدریس بوخت وو.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version