لیکوال: م. فراهي "توجګي"

اسلام او ډیموکراسي (اتلسمه برخه)

 ډیموکراسي؛ د لږکیو واکمني او د اکثریتو رد کول
 د سیاست په ډګر او نورو مهمو او کلیدي ادارو کې تل د پردې تر شا داسې کسان وي چې په سیوري کې حرکت کوي، په پټه پرېکړې کوي، په احتیاط سره عملیات کوي او د کړنو او فعالیتونو بڼه او لوری بدلوي ترڅو هر ګام او هر عمل د خپل ځان په ګټه پای ته ورسوي.
 دا ناڅرگنده شیطانان له یوې خوا نه غواړي چې نومونه یې په هر ځای کې یاد شي او د حلزون د کمزوري تګ په څېر نښې یې پاتې شي، اما له بلې خوا دوی غواړي چې بشپړ واک ولري او په هره پرېکړه او سلا مشوره کې د دوی اغېزه احساس شي. دوی د مسؤلیت څخه ډډه کوي او د دوی نا لیکل شوي لاسلیکونه د هر بشپړ شوي کار په پای کې لیدل کیدی شي. دا خلک د سیاست په نړۍ کې د فشار ګروپونو په توګه پیژندل کیږي او د همدې چلند او فشار ځانګړتیاوو سره تشخیص او پېژندل کیږي.
 د فشار ګروپونه ځواکمن اقلیتونه دي چې کولی شي په ټولنه کې په عامو خلکو باندې ولکه ولري او په پالیسیو اغیزه وکړي. په بل عبارت، د فشار ګروپ اصطلاح د ګټووالا ګروپونو ته اشاره کوي چې هڅه کوي د عامه پالیسۍ په پروسې اغیزه وکړي. هر هغه ټولنیزه ډله چې هڅه کوي د پالیسي جوړونکو، مدیرانو او قانون جوړونکو چلند تر اغیز لاندې راولي، پرته له دې چې د حکومت رسمي کنټرول ترلاسه کړي، په سیاسي اصطلاح کې د فشار ګروپ بلل کیږي. د سیاسي ګوندونو برعکس، دا ډلې د واک د ترلاسه کولو په لټه کې نه دي، بلکې یوازې غواړي د چارواکو په تصمیمونو کې نفوذ او اغېز ولري.
 د فشار ګروپ هغه سازمان دې چې د مطلوب بدلونونو د پلي کولو لپاره د ټاکنو په پایله کې په بریالیو چارواکو د نفوذ هڅه کوي. د فشار په ګروپونو کې د کارګرانو اتحادیې، قومي او نژادي اتحادیې، کلیساګانې او داسې نور شامل دي. د فشار ګروپونو تاریخ منځنۍ اروپا ته ورګرځي؛ کله چې سوداګر او هنرمندان سره راټول شول او د خپلو غړو د ګټو د ساتنې لپاره یې سوداګریزې ډلې جوړې کړې. د صنعتي انقلاب په جریان کې، د کارګرانو د وضعیت د دفاع لپاره لومړنۍ سوداګریزې اتحادیې راڅرګندې شوې. نن ورځ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د مختلفو شالیدونو سره د فشار ډلې شتون لري او هڅه کوي چې د خپلو ګټو له مخې د پالیسیو پایلې اغیزمنې کړي.
د فشار ګروپونو نوم د ځینو اصطلاحاتو سره تړلی دې لکه لابې ګران او ګټیالان یا د ګټو ډلې. څرنګه چې د “فشار ګروپ” معنی منفي ده، د دې ډلو غړي غوره ګڼي چې د لابیست یا ګټو ګروپونو په نوم یاد شي. په هرصورت، د فشار ګروپونو جامع تعریف په وړاندې کولو کې ستونزې شتون لري. ځینې ​​​​وختونه سیاسي ګوندونه د فشار ګروپونو برخه وي؛ په داسې حال کې چې په عمومي توګه، سیاسي ګوندونه د فشار ګروپونو برخه نه ګڼل کیږي. معمولا د فشار ګروپونه هغه ډلې دي چې غواړي په حکومتونو د نفوذ له لارې په پالیسیو کې نفوذ وکړي او په ورته وخت کې د حکومت غړي نه وي.
 ډیری مفکرین په دې موافق دي چې دا ډلې اکثرا عامه ګټو ته زیان رسوي او د اکثریتو خلکو اراده له پامه غورځوي.
 «جان مینو » په خپل کتاب کې د دې ډلو په اړه لیکي: “هیڅ فشار ډله نه ده لیدل شوې چې د خلکو د خیر لپاره کار وکړي.”
 دا ډلې په ټولو لوېدیځو هیوادونو کې شتون لري، مګر د دوی ډول او کړنلاره له یو هیواد څخه تر بل هیواد پورې توپیر لري. د فشار د ډلو د رامنځته کېدو او راڅرګندېدو یو لامل هغه خلا ده چې په واک او حکومتولۍ کې راڅرګندېږي؛ د بېلګې په توګه، ویل شوي چې د خلکو د رایو د ګټونکي او رهبر په توګه د سیاسي ګوند په شاتګ سره د فشار ګروپونه زیات شوي دي.
 د فشار ډلې د ګوندونو په څېر د حکومت د نیولو اراده نه لري، بلکې یوازې غواړي په واکمنانو اغېزه ولري او پټ پاتې شي.
 د فشار ګروپونه ادعا کوي چې یوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي، مګر« جان مینو» وایي چې ډیری وختونه، د فشار ګروپونو ادعاګانې چې له سیاست څخه لرې پاتې کیږي، په حقیقت کې له دوکې پرته بل څه نه دي. د فشار ډلې اړ دي چې په سیاسي کارونو او فعالیتونو کې ښکیل شي او د دې ډلو اصلي او بنسټییزې موخې سیاسي موخې دي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version