د نن ورځې جغرافيايي وېش د هغو خلکو لپاره هېڅ مانا او اعتبار نه لري چې په اسلامي نهضت کې په رښتيني ډول روزل شوي او د هغه په احکامو او عباداتو ښه پوهېدلي دي.
نه افغانیم و نی ترک و تتاریم چمن زاریم و از یک شاخساریم
تمیز رنګ و بو بر ما حرام است که ما پرورده یک نو بهاریم
د سید رحمه الله له دعوتي سفرونو څخه یو یې افغانستان ته چې د اسلام د فاتحانو او زمریانو ټاټوبی دی او یو لړ بې ساري ځانګړنې لري چې په نورو هېوادونو کې ډېر کم لیدل کېږي، ترسره شو.
ګرانو لوستونکو!
د لاندې منځپانګې یو له امتیازاتو څخه دا دی چې دا سفرنامه د علامه ندوي په قلم لیکل شوې او زموږ ګران ورور ښاغلي مولانا عبدالناصر امیني ژباړلې ده. له همدې امله، موږ دلته پرته له کوم بدلون څخه محتويات ذکر کوو، ترڅو هرڅوک د دې محتوياتو له روحانيت او فیض څخه ګټه پورته کړي.
دا لیکنه، د زړورو مجاهدینو او فاتحانو وطن افغانستان ته د حضرت امام سید ابوالحسن ندوي رحمه الله د سفر کیسه ده.
حضرت امام سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په ۱۳۹۳ هجري سپوږمیز کال کې دغه اسلامي هیواد ته سفر وکړ. په هغه وخت کې د افغانستان واکمن محمد ظاهرشاه او د فکري او فرهنګي چارو سرپرست د هغه د تره زوی محمد داوود خان و.
حضرت سید رحمة الله علیه د افغانستان فکري او فرهنګي وضعیت په دقیقه توګه وڅېړه او پوه شو چې دا هیواد له پراخ فکري یرغل سره مخ دې. نوموړي خبرداری ورکړ، چې که دیني عالمان او مبلغین د لویو پېښو له رامنځته کېدو مخکې د دغو ستونزو د حل په اړه فکر ونه کړي، لوی ناورین به رامنځته شي. له بده مرغه د حضرت سیّد رحمه الله وړاندوینه په حقیقت بدله شوه او دا مسله لا هم روانه ده.
حضرت سید رحمة الله علیه د هند او افغانستان تر منځ د فکري، فرهنګي او سیاسي اړیکو او د اسلامي نړۍ په سیاسي ډګر کې د افغانستان د ځانګړي مقام په پام کې نیولو سره، تل د دې خاورې مسایلو ته حساس و. کله چې پر افغانستان د روسانو د برید خبر ده ته ورسېد، د ډېر خپګان او درد له امله سخته تبه پرې راغله او ناروغه شو. لکه څنګه چې دوی په خپل سفرنامې کې یادونه کړې، دوی د افغانستان د خلکو له ځلېدونکو استعدادونو څخه خبر وو او د دې خاورې د اوسني او راتلونکي خطرونو په اړه یې بشپړه پوهه درلوده.
د حضرت امام له نېکو نیکونو څخه یو سید احمد شهید وو چې د الله په نوم یې جهاد را ژوندی کړ او په پېښور کې یې اسلامي حکومت جوړ کړ او کابل ته یې سفر وکړ. هغه پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د یوه ځواکمن اسلامي حکومت لپاره لاره هواره کړي. حضرت مؤلف رحمه الله د افغانستان په وروستیو حالاتو سخت خواشینی و او تل به یې دا ارمان کاوه چې افغان جهاد بریالی شي او مجاهدین سره متحد شي او د اسلام بیرغ د هندوکش له غرونو پورته شي او د اسلام دښمنان په دې خاوره ظلم او تېری ونه کړي.
کله چې د افغانستان اسلامي امارت تشکیل شو، حضرت سیّد وفرمایل چې علمي او فرهنګي اړخ ته ډېره پاملرنه وکړئ او ځوان نسل درک کړئ او دین په حکمت او ښه تبلیغ سره د خلکو په زړونو کې ځای پرځای کړئ. له بده مرغه چې د ده مشورې ته هغسې توجه ونه شوه لکه څنګه چې باید شوې وای. نو پکار ده چې د وسله وال مقاومت ترڅنګ پراخ او هر اړخيز فکري، علمي او فرهنګي جهاد ترسره شي.
روڼ اندو او ځوانو پوهانو ته لازمه ده چې ویښ شي او په نوي حوصلې، عزم او منظم پلان سره د نوي نسل د تعلیم لپاره هلې ځلې وکړي. دوی باید د حضرت علامه ندوي رحمه الله له لارښوونو الهام واخلي، کوم چې په دې مقاله کې راغلي دي او په انقلابي بڼه صحنې ته په ننوتلو سره د نوي تحول او بدلون سبب وګرځي. په منظمو مشورو، کره او نوښتګر پلان، د نورو له تجربو څخه په استفادې، یووالي او پیوستون او دعاګانو سره، موږ کولای شو د ژوند په دې لار کې مخ پر وړاندې لاړ شو او ښې پایلې ترلاسه کړو.
په پای کې غواړو له خپلو ګرانو ملګرو عبدالناصر امیني او محمد امین عثماني څخه مننه وکړو چې د دې کار ژباړې ته یې ځانونه وقف کړي دي؛ جزاهم الله خیرا.
هیله ده ګران لوستونکي هم د دې قیمتي لارښود او د دې فکري لیکنې په ارزښت پوه شي او نورو ته یې د لوستلو سپارښتنه وکړي.