د هند په خاوره کې د خدایانو ډېروالی یو مثال دی، تر دې حده چې په یو ښار او یو کلي کې څو عبادت ځایونه شتون لري او د بېلابېلو خدایانو عبادت کیږي. د هندویزم یو له خدایانو څخه، په ځانګړې توګه د ویدیک مذهب خدای “اندرا” نومیږي، او “اندرا” د طبیعت، تندر، توپان، باران، او همدارنګه یو ملي خدای، جنګیالی او د خپلو ګټو لپاره مبارز دې. او د “اندرا” په مقابل کې چې د تاوتریخوالي خدای دی، “وارونا” ښه خدای دی. «دومزیل» په خپل کتاب کې چې په ۱۹۳۴ میلادي کال کې په پاریس کې خپور شوی دی، لیکي: «د وارونا کلمه یورانیس یوناني کلمې ته ورته ده چې د اسمان په معنی ده او همدارنګه د ایران د لوی خدای (اهورا) د عبادت لپاره هم کارول کیږي. وارونا، چې لومړی د شپې او ستوري لرونکي اسمان خدای و؛ ورو ورو هغه د نړۍ خدای، د طبیعت خالق او مدیر او د انسان لارښود شو. په حقیقت کې، وارونا د «میترا » سره تړاو لري، څوک چې د رڼا، حقیقت او نېکیو خدای دې او د عدالت سره سم حکومت کوي.»
د ویدانو د نورو خدایانو په منځ کې “Diaus Pitar” یا «دی آاوس پیتار» دې، چې د«زوس پاتر» په شان په لرغوني یونان کې دې او د ډیرو نورو خدایانو پلار ګڼل کیږي. د هندوییزم په ادبیاتو کې، دا خدای د “پري تي وي ماتر” یا “لاتر مر” شریک دې او د هغه یو زوی “ثریا” د لمر خدای دې او د هندوانو بل خدای “واتا” د باد خدای دې، چې کله کله د “واتان” په نامه هم یادیږي.
قرباني او فدارکاري د ویدیک مذهب او د هندوییزم د خدایانو بنسټیزه موضوع جوړوي؛ ځکه چې له مړینې وروسته، مړي د ژوند کولو لپاره خیرات، صدقاتو، قربانۍ او ډالۍ ورکولو ته اړتیا لري او د هندوانو په وینا ، خدایان اړ دي چې د اور په مرسته، د هغوی په ویاړ قرباني ترسره کړي او د هغوی لپاره «سما» یا د ژوند اوبه توی کړي. د هندي افکارو او باورونو په منځ کې، د دې باور پیژندل او پوهیدل خورا ستونزمن دي؛ ځکه چې د شیانو او چارو تغیر او بدلول خلقت نه دې او حقیقت نشي رامنځته کولای؛ بلکې دا یو انساني عمل دې چې د یو شخص لپاره بهرني حقایق رامنځته کوي او د هغه څخه غوره کوي. په حقیقت کې ویلای شو: په هندوییزم کې قربانۍ له پیدایښت وروسته د خدایانو ساتنه کوي او د انسان غوښتنې پوره کوي او په دې عمل سره انسان له مرګ وروسته ژوند، اوږد عمر، شتمني او د خپل اولاد د سوکالۍ تصور کوي او کولای شي ترې ګټه واخلي.
په هر حالت کې، نیکمرغي، خوښي، ریښتینولي او اطمینان په هندوییزم کې او په ځانګړې توګه د ویدا په زمانه کې د قربانۍ او فداکارۍ له لارې ترلاسه کیږي. په هرصورت، کوډې کول پرته له برهمنانو څخه، د نورو لپاره منع دي او د مذهب خلاف دي.
د هندوانو کوډګر روحانیون چې “برهمنان” بلل کیږي، د نورو په پرتله د قربانۍ په ترتیب او دود ښه پوهیږي او حق لري چې په شخصي توګه یا د دوی لخوا ټاکل شوي ځانګړو استازو لخوا ترسره یې کړي، او خپل انعام او بدله چې ډیری وختونه قیمتي څاروي، یوه یا څو غواګانې وي، ترلاسه کړي. د ریګ ودام لسمه شمېره کتاب په لسم بیت کې راغلي دي: «د یوې غوا په بدل کې چې برهمن ته ورکړل شوې، ټوله نړۍ انعام ورکول کیږي.»