لیکوال: م. فراهي توجګي
اسلام او ډیموکراسي (شپاړلسمه برخه)
ډیموکراسي؛ د لږکیو واکمني او د اکثریتو رد کول
د «اکثریت پر سر د اقلیتو واکمنۍ» د بحثونو د لړۍ په دوام کې به د ګوندونو واکمنۍ ته راشو او د هغوی د جوړښت څرنګوالی او نور اړخونه به یې تشرېح کړو:
ګوندونه له لږکیو یا اقلیتونو څخه جوړ دي. د دې اقلیت په منځ کې یو بل اقلیت دې چې د ګوند مشر او ځینې نور پیاوړي غړي دي. د ګوند جوړولو او د ګوندي چارو په اړه د ډیموکراسۍ پلوه خلکو ترمنځ یوه رایه او نظر نشته؛ ځکه چې دا یو له هغو مسلو او پوښتنو څخه دی چې آیا ګوندونه د خلکو استازیتوب کولی شي او که نه؟ ګوندي نظام ګټور دي که فاسد؟
د ګوندونو د جوړولو پلویان په دې باور دي:
1- منظمه او پلان شوې رایه د حکومت پر اهدافو مثبت اغېز لري؛ د دې لپاره، د ګوندونو جوړول اړین دي؛
2- ګوندونه ډلې جوړوي او هغوی روزي، او سیاسي پوهاوی ورکوي او د خلکو د عمومي رایې د هڅونې سبب ګرځي؛
3- ګوندي نظام د هغه حکومت لپاره چې پر استازیتوب ولاړ وي، یو پیاوړی او اړین بنسټ دی؛ ځکه چې د نمایندګۍ پر بنسټ نظام او سیسټم خلکو ته د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره ګوندونو ته اړتیا لري، څو ولس د همدغو پروګرامونو پر بنسټ هغوی ته رایه ورکړي.
4- د ډیموکراسۍ یو تن منتقد « هیشلز » په وینا، له تنظیم پرته ډیموکراسي ممکنه نه ده او تنظیم د ګوندونو کار دې.
پر ګوندپالنې نیوکې ډېرې دي؛ له هغې جملې څخه:
1- که ووایو چې ګوندونه د عامه افکارو رښتیني استازي دي؛ نو مبالغه ده. تجربې ثابته کړې چې داسې نه ده؛
2- که څه هم ګوندونه د ډیموکراسۍ ستنې دي، خو د شک او نیوکې ځای دی؛ ځکه:
الف . اقلیت هغه تر خپلې ولکې لاندې راولي او کنټرولوي یې؛ دا اقلیت هم تر ډېره د خپلو ګټو لپاره هلې ځلې کوي.
ب . د ډیموکراسۍ د اصولو تر شا ځان پټوي؛
ج . د یو بل سره سیالي کوي؛
د . د ګوند غړی د خپلو ګټو لپاره هڅه کوي حتی که دا د عامه ګټو سره په کلکه په ټکر کې وي.
3- له دې نیوکو څخه بدتر د «بارتیلوي » خبرې دي چې ویلي یې دي: « ګوندونه د ډیموکراسۍ آفت دي».
4- تر ټولو بده خبره د «لارډ هالیفیکس» هغه خبره ده چې درې پېړۍ وړاندې یې ویلي وو: «تر ټولو غوره ګوند که چېرې دموکراسي یې بنسټ او معیار وي، تر یوه حده د ملت پر ضد دسیسه ده. د ګوندونو خوښول او پر هغوی نیوکه دوه متضاد مسایل نه دي؛ ځکه چې له یوې خوا ګوندونه د ډیموکراسۍ ستنې دي او له بلې خوا، د هغه آفتونه دي. دا دوه ګونی چلند هم د ډیموکراسۍ د نظام له امله دې.
ډیموکراسي ګوندونو ته اړتیا لري؛ ځکه که ټاکنې د لست په بڼه وي، د نسبي نظام یا اکثریت نظام پر بنسټ ترسره کېږي؛ په دې حالت کې، یوازې ګوندونه کولی شي لیست چمتو کړي. حتی که دا لیست د خلکو او شخصیتونو د یوې ډلې وي چې د ګوند تر چتر لاندې د خپلو نومونو او لوګو له ایښودلو څخه وېره لري، دا ممکن هیڅکله پېښ نشي. دا چې دوی د ګوند په غونډو کې راټولیږي او د دوی په لیست کې شتون ښیي، د دوی په ګوندیتوب دلالت کوي.