لیکوال: عبدالحمید "نوروزي"

ذمه‌واري او ډنډه پېژندنه په اسلام کې (دوهمه برخه)

د مسئولیت اساس
په اسلام کې د مسئولیت اساس د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي: «کلکم راع و مسئول عن رعیته؛ فالإمام راع و مسئول عن رعیته و الرجل راع و مسئول عن رعیته، و المرأة راعیة علی بیت زوجها و ولدها و مسئولة عنهم، و عبد الرجل راع علی مال سیده، و مسئول عن رعیته، ألا فکلکم راع و مسئول عن رعیته»؛ “تاسو ټول مسئولیت لرئ او تاسو به د خپل مسئولیت په اړه حساب ورکوئ، نو امام او د ټولنې مشر د رعیت په وړاندې مسئولیت لري، سړی د کور مشر دی او د کور د خلکو مسئول دی، او ښځه د خپل مېړه د کور او د خپلو اولادونو په وړاندې مسئوله ده، او د هغو په اړه محاسبه کيږي، او نوکر د خپل خاوند د مال مسئول دی، پوه شئ چې تاسو ټول مسئول یاست او هرڅوک باید د خپل مسئولیت په اړه حساب ورکړي.”
ځينو مفکرينو ويلي دي: چې د “راعي” کلمه عامه ده او د ټولنې ټول غړي پکې شامل دي، حتی هغه څوک چې ښځه، اولاد، نوکر او د ساتنې څوک نه لري؛ ځکه چې انسان د خپل بدن د غړو مسئول دی، هغه د خپل بدن غړي د الهي احکامو په پلي کولو مکلفوي او له بدو کارونو څخه يې منع کوي، په دې توګه د انسان غړي، د هغه تر مسئوليت لاندې راځي او د انسان مسئوليت د هغه له ذمه وارۍ سره ټکر نه لري، يعني دا چې انسان کولی شي په ورته وخت کې هم راعي وي، هم رعيت.
حافظ ابن حجر رحمه الله د راعي په تعريف کې وايي: «راعي هغه دی چې د اطمینان وړ او متعهد وي، او د امانت ساتنه وکړي، عدالت پلی کړي او د هغه په ​​ګته کار وکړي.»
د مسئوليت او وظيفې په معنا او له يو بل سره د هغوى د اړيكو له پېژندلو وروسته بايد پوه شو، چې مسئوليت او ذمه‌واري اساس او شرطونه لري او هغه مهال يو شخص ته مسئوليت ورکوله کیږي چې شرطونه يې پوره کړي؛ له همدې امله، موږ په لنډه توګه دې شرطونو ته اشاره کوو:
۱. مسئولیت هغه وخت درک کیږي چې رسالت او مکلفيت ولري؛ مطلب دا چې انسان ځينې کارونه په خپله خوښه او اختيار سره منلي وي، او بيا يې د ترسره کولو مسئوليت پر غاړه اخيستی وي، نه هغه کارونه چې د خواهشاتو د جاذبې او د وېرې د دافعې له مخې کوي.
۲. مسئولیت په هغه ځای کې اعتبار لري چې یو شخص د جلا کولو او ادراک ځواک ولري؛ له همدې امله، یو ناپوه سړی چې د تمييز توان نلري، د یو څه کولو لپاره نه شو اړ کولی، او نه هیڅ مسئولیت ور سپارلی شو.
۳. هغه مهال یو کس د يوې وظیفې په اړه غندلی شي چې هغه خپل مسئولیت پیژندلی وي.
۴. مکلفيت په وړتیا پورې اړه لري؛ له همدې امله، یو عاجز که څه هم پوه وي، مسئولیت نلري ځکه چې کار د هغه د عمل او ځواک څخه بهر دی.
۵. یو شخص هغه وخت مسئول ګڼل کیدی شي چې هغه مسئولیت په خپله خوښه منلی وي، نه دا چې هغه ته مجبور شوی وي.
له پورتنیو شرطونو پرته چا ته د مسئولیت سپارل او حساب ځيني اخيستل هیڅ معنا نه لري او دا شرطونه د مسئولیت ورکونې له اساسي شرطونو څخه دي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version