لیکوال: فضل احمد "احمدي"

هندویزم (څوارلسمه برخه)

 د ژوند پړاوونه
 د ژوند د پړاوونو د تشخیص فلسفه د هندوانو لپاره ځانګړې نه ده؛ بلکې په ډېرو مذهبونو او فلسفو کې دا مسله څېړل شوې او په اړه یې بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي. په دې ترڅ کې، د هندویزم عقیدې، لکه څنګه چې هره طبقه د ځان لپاره ځانګړې او لازمي دندې لري، په ژوند کې هم یوه  “دهرمه” شتون لري چې څلور “اشرما” یا مرحلې لري چې په هره مرحله یا پړاو کې د یو شخص لپاره ځانګړې دندې په نظر کې نیول شوې دي.
 د هندوانو له نظره، د ژوند لومړۍ مرحله “برهماچاري” یا د پوهې ترلاسه کولو مرحله ده؛ د دې مرحلې ریښه د برهمن په ټولګي یا طبقې کې ده، کله چې دوی غوښتل خپلو ماشومانو ته “اپنیانا” یا د مراسمو درس ورکړي؛ دا درې موضوعګانې موږ ته د “پراناوا” په اړه درې ټکي را په ګوته کوي: “ام” مطلق سمبول، “مدهه” او “شردهه” هغه درې اصول دي چې د معرفت او پوهې د ترلاسه کولو لارښوونه کوي، او باعظمته ویدایي ترانه چې په کې د برهمن ماشومانو ته د لمر د عبادت کولو څرنګوالی ورښودل کېده  ترڅو دوی د لمر د رڼا او وړانګو څخه الهام واخلي، په پخوانیو هندوانو کې، “شاګردانو” د خپلو ښوونکو سره په “ګوروکولا” یا ښوونځي کې چې معمولا د جګړې په منځ کې موقعیت درلود، ژوند کاوه. نامتو او بې نومه، بډایه او بېوزله، ځواکمن او کمزوری، شازاده او عامو خلکو هلته زده کړه او مطالعه کوله او یوځای یې ژوند کاوه، د نورو مذهبي چارو سربیره، د “ګورو” او د هغه د کورنۍ خدمت، یوګا تمرین، د مقدس کتابونو مطالعه او د هنر او علومو زده کړه کېدله؛ دا یو ساده ژوند و چې د نفس پالنه او زغم یې له ځان سره درلود او په دې کې د هر څه څخه ډیر د ځان عزت او د وجود پاکوالي ته پاملرنه وشوه.
 “ګورو” د هغه وخت د ښوونکي او بابا په حیث خپلو شاګردانو ته سپارښتنه کوله چې یوازې ریښتیا ووایئ او تل “دهرمه” په یاد ولرئ، د مشرانو خدمت وکړئ او د ویدونو تعلیمات په یاد ولرئ، هغه وویل چې پلار او مور، ښوونکی او میلمانه الهي موجودات دي چې باید عزت او درناوی یې وشي، د دې طبقو سپکاوی ګناه ګڼل کیږي او هغه څوک چې دا کار کوي باید مجازات شي.
 د هندوییزم له نظره د انسان د ژوند دویمه مرحله “ګرهاستا” یا د  کورنۍ ژوند دی؛ د ژوند دا مرحله هغه وخت پیل کیږي کله چې شاګرد او زده کوونکی د “ګورکولا” یعنې د معرفت د ترلاسه کولو له ښوونځي څخه راستون شي او بیا واده کوي او د یو هوښیار او بالغ کس په توګه د کورنۍ مسؤلیت مني. په هندوییزم کې واده نه یوازې د نارینه او یوې ښځې تر منځ یو تړون دې؛ بلکې، دا د یو شخص په روحاني وده کې یو مقدس پړاو ګڼل کیږي. په هندوییزم کې، یو سړی یا میړه د خپلې میرمنې پرته هیڅ مذهبي مراسم نه ترسره کوي؛ بلکې، د هغه ښځه باید تل د هغه تر څنګ حضور او شتون ولري. هندوان په دې باور دي چې له واده پرته نارینه او ښځې بشپړې نه دي؛ لکه   “پیروتي” الهه چې د  “ارنګجیني”  ښځه ده او د میړه برخه ده. (دا عقیده او مفهوم  په اسلام کې هم لوړ مقام او منزلت لري.)
د هندو دین له مخې، د انسان د ژوند دریمه مرحله  “وینه پرستیه”  یعنې منځني عمر دې؛ دا مرحله هغه وخت راځي چې د یو شخص ماشومان لوی شي او کولی شي خپل ژوند پخپله اداره کړي او د خپلو کوچنیو ماشومانو پالنه وکړي. «ونه پرستیه» په لفظي معنی هغه څوک دي چې خپل کورنی ژوند پریږدي او د  دعا او د خپل نفس د تزکیې لپاره ځنګل ته ځي؛ خو نن سبا د دې مانا دا ده چې انسان د خواهشاتو او دنياوي اړيکو له ځنګله ځان خلاصوي او په فلسفي څېړنو، فکر او مراقبت بوخت وي.
 د هندویزم له نظره څلورمه مرحله د “سنیاسه” مرحله ده چې د عادي ژوند پریښودو معنی لري. دا ستونزمنه ده چې د “سنیاسه” مرحلې ته ورسیږو؛ ځکه چې د هغو کسانو له جملې څخه چې د “وین پارستیه” مرحلې ته رسیدلي دي، خورا لږ شمېر او په د ډېرو ستونزو او کړاوونو په ګاللو سره څلورم پړاو ته رسیدلی شي. خو کله چې یو څوک «سنیاسه» پړاو ته ورسیږي، هغه نور هیڅ مادي غوښتنې او اړتیاوې نه لري، پیسې نه مني او  نړۍ ته پام نه کوي او هغې سترګې پټوي او د ځنګل په خیرات، صدقاتو او میوو باندې ژوند کوي چې د هیچا پورې تړاو نلري. هغه له هغو اصولو او مقرراتو څخه چې د ټولنې د عادي وګړو لپاره دي، وتلی دې او په دې حالت کې ورته «جیوانمکته» ویل کیږي؛ یعنې هغه څوک چې ورځني ژوند یې پریښود او نور هیڅ شي ته اړتیا نلري.
 پایله
 د دې لیکنې په پای کې د یوې پایلې په توګه ځینې اساسي ټکي په ګوته کولی شو: لومړی داچې غربي مستشرقینو هندوییزم په دریو مختلفو دورو ویشلی دې چې عبارت دې له: ویدیک دوره، برهمني دوره او د هندو دوره (سوترا او سکالسټیک)؛ په ویدیک دوره کې د “برهمنانو”  طبقه واکمنه شوه او آریایي کلتور په هند کې خپور شو. په دې دوره کې د هندوانو دوه سپېڅلي کتابونه  “ویداس”  او “اوپنیشاد” راڅرګند شول.
 د برهمنانو دوره د بودیزم، جینیزم او ویشنوزم له ظهور سره سمون خوري. په دې دوره کې د خلکو پر ژوند د برهمني طبقې د تسلط پر ضد غبرګون و او له هغه وروسته د ویداګانو او اپنیشادونو د تعلیماتو پر ضد نوې خپلواکې منطقي طریقې راڅرګندې شوې.
 د سوترانو دوره، دا دوره د دویمې زېږدیزې پیړۍ څخه پیل شوه چې فلسفي مطالب د بیتونو او لنډو فصلونو په بڼه و لیکل شول، او سکالسټیک دوره چې د هند وروستۍ فلسفي دوره ده، تر 15 پیړۍ پورې دوام وکړ.
دویم: په هندو مذهب کې طبقاتي نظام په خپل اصل کې د ټولنیز تقسیم او طبقاتي مبارزې په معنا نه دې لکه څنګه چې په لوېدیځ کې د اتلسمې پیړۍ د فرانسې له انقلاب او د نولسمې پیړۍ له صنعتي انقلاب وروسته څرګند شو. هغه عامل چې د هند په طبقاتي نظام کې د یوې طبقې پر بلې طبقې د برترۍ لامل ګرځي مالي او اقتصادي چارې نه دي؛ ښایي بې وزله او اړمن برهمنان او بډایه شودران لیدل شوي وي؛ او د هند د مذهبي نظام څخه مراد، لکه څنګه چې  وویل شو، د افرادو د باطني واقعیت پر بنسټ د مراتبو د تسلسل رامینځته کول دي.
 دريم: هندویيزم د ګڼو خدايانو او بيلابيلو بتانو په وسيله يو خړ او مړ ځنګل ښکاري او همدا لامل دې چې عامه افکار د چارو ظاهري بڼه له اصلي بڼې سره اشتباه کړي او هندوان بت پرسته او صنم پرسته و ګڼي؛ په داسې حال کې چې هندوییزم، د صورتونو د تعدد او ګمراه کوونکو صفاتو سره سره، یووالی او یو ابدي او بې ساری سیسټم لري.
 څلورم: د هندوانو په منځ کې توحید له هغه مفهوم سره چې په اسلام کې عام دې، چندانې صدق نه کوي؛ حتی که د هندوانو تر منځ اتحاد او توحید هم شتون ولري، دا په اسلام کې د توحید په څېر نه دې.
 او په پای کې، د ژوند وېشنه په څلورو پړاوونو، د هندوییزم بله ځانګړنه ده چې د ټولنیز ژوند اصلي ارزښت لري.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version