لیکوال: م.  فراهي "توجګي"

اسلام او ډیموکراسي (اوولسمه برخه)

 
 ډیموکراسي؛ د لږکیو واکمني او د اکثریتو رد کول
 دلته هغه مهمې او اساسي مسئلې ته اشاره کوو، چې د ګوندونو د لږکيتوب یا اقلیت ثبوت دې:
 ښکاره خبره ده چې لږ شمېر خلک د ګوندونو غړي دي او ورسره یوځای کیږي؛ ځکه د ګوند غړیتوب د خپلو ستونزو او محافظه کاریو له کبله د سیاستوالو په منځ کې ډېر محبوبیت نلري. سیاستوال د یو بام او دوه هوا په لټه کې نه دي او چې سر یې خوږ نشي په پټۍ یې نه تړي. دغه نیمګړتیا د ګوندونو د لږکیتوب یو له کچو او درجو څخه ده.
 په امریکا کې له ګوندونو سره د یوځای کېدو او غړیتوب لاره د نورو ځایونو په پرتله متفاوته او پیچلې ده. په امریکایي ګوندونو کې غړیتوب داسې دې چې خلک باید د خپلې ګوند ته د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه وکړي؛ په دې پړاو کې هم د لږکیو د پښو نښې لیدل کیږي؛ ځکه چې د ګوند اصلي غړي د نوم لیکنې په پروګرام کې دایمي او کلیدي شتون لري او د چارو کنټرول په لاس کې لري. د ګوند د مهمو غړو شمېر محدود دې چې د ګوند د لږکیتوب څېره ښيي. یعنې په امریکا کې ګوند د لږکیو په توګه ښه لیدل کیږي او پیژندل کیږي. هغه خلک چې ګوندونه اداره کوي او چارې یې ترسره کوي، سیاسي ماشینونه یا سیاسي وسیلې بلل کیږي چې په ګوند کې د لږو مشرانو او اقلیتونو په واکمنۍ سره یو ځانګړی سیسټم پلي کوي.
 په امریکا کې هر ښار خپل ځانګړی سیاسي ماشین یا وسیله لري؛ حتی کلي هم خپل ځانګړي سیاسي وسایل لري. سیاستوال په خپل کار کې بشپړ تنظیم او د هغې بریا ته ډیره پاملرنه کوي او د هغوی په وړاندې د سیاسي وسیلو او ابزارو کنټرول د حکومت د مسائلو او ستونزو د حل کولو په پرتله خورا مهم دې. په بل عبارت، د ګوند اقلیتي ډله د هیواد ګټو په پرتله د ګوند ګټو ته لومړیتوب ورکوي. د سیاسي وسیلو سربېره، په ګوند کې یو ډېر محدود او لږ نفوذ لرونکې کړۍ شتون لري چې د ګوند مشرتابه بلل کیږي.
 په  1919 زېږدیز کال کې د برېتانیا د محافظه کار ګوند یوې ډلې یو راپور چمتو کړی و. په هغه راغلي و چې د ګوند د تګلارو او سیاستونو منل د ګوند د مشر له ځانګړو حقوقو څخه دي. د ګوند مشر هم حق لري چې د ګوند د کلنۍ کنګرې پرېکړې ومني یا رد کړي. دا مطلب د دې پیړۍ په پنځوسمې لسیزې پورې اړه لري. د برېتانیا د کارګر ګوند مشر «توني بلیر» په ګوند کې پر خپلو سلاکارانو د تکیه کولو له امله تر نیوکې لاندې نیول شوی و.
 «لاسکي» د امريکا په اړه وايي چې دواړه ګوندونه د خلکو پر محوریت جوړېږي نه د افکارو پر بنسټ. ښکاره ده چې د ګوند مشر لومړی کس دی او تر ډېره د هغه شاوخوا راټولېږي او د هغه نظریات او وړاندیزونه مني؛ په هرصورت، د پردې تر شا داسې خلک شتون لري چې حتی د مشر څخه ډېر ځواک لري. که موږ په پارلمان کې د ګوند په اړه خبرې وکړو، موږ ګورو چې یو محدود شمېر اقلیتونه هلته شتون لري. د پارلمان غړي پر ټولو ګوندونو ځانګړی ځواک او واک لري. یوه بېلګه یې د برېتانیا دوه لوی ګوندونه دي.
د پارلمان په منځ کې، یوه کوچنۍ ډله ده چې موږ یې مخکې یادونه وکړه. په پارلمان کې هر ګوند یوه اجرائیوي کمیټه لري چې د یوې وړې ډلې له خوا چې ډېر واک لري، اداره او څارل کیږي. دا کمیټه هغه مهال حکومت جوړوي چې ګوند په واک کې وي. د انګلستان په څېر په پارلماني سیسټم کې، سیال ګوند په پارلمان کې سیوری حکومت جوړوي. په ډیرو هیوادونو کې د اقلیتونو کړۍ نورې بڼې لري؛ د بېلګې په توګه: په ګوند کې د یوې واکمنې او حاکمې ډلې رهبري شتون لري، خو له دې هاخوا یو سیاسي دفتر هم شته چې لږ شمېر غړي پکې شامل وي. په همدې سیاسي دفتر کې یوه وړه ډله هم شته چې زیات واک او ځواک لري. په لنډه توګه، په هر حالت کې د ګوند د تنظیم کولو او سازمان ورکولو لاره د اقلیتي ځواک جوړول دي.
 ګوند د اعظمي نفوس په پرتله اقلیت دې. د ګوند فعالان د ګوند د ټولو غړو او پلویانو په پرتله لږ او اقلیت دي. د همدې ګوند د فعالانو په منځ کې د لږکیو بله حلقه ده او په دې حلقه کې هم بله حلقه ځای پر ځای شوې ده. پوښتنه دا ده، چې ګوند څنګه په دې حلقو کې ځان د خلکو استازی ګڼي؟  که هغه د خلکو استازی هم وي، آیا بیا هم ویلای شو چې ولس په رښتیا هم د ګوندونو له لارې حکومت کوي او د واک خاوندان دي؟  موږ ولیدل چې حتی د ګوند غړي حاکم نه دي. په دې برخه کې د ډیموکراسۍ لویه ستونزه دا ده چې ډیموکراسي او د خلکو حاکمیت د فعالیتونو او کارونو د ترسره کولو لپاره اقلیت ګوندونو او نظامونو ته اړتیا لري. که موږ د ګوندونو د فساد په اړه خبرې وکړو، نو باید ووایو چې د ګوند جوړېدل د بل  هر حاکمیت یا واکمنۍ تر چتر لاندې د فساد سره  مل دې. دا د ډیموکراسۍ بله ستونزه او ننګونه ده؛ ځکه ډیموکراسي د فعالیت لپاره فاسدو وسیلو ته اړتیا لري.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version