دا یقیني ده چې پخپله روږدي کسان هم له دې څخه انکار نه کوي، دا هغه زیانونه دي چې د روږدي کېدو له امله د دوی بدن ته رسیږي. د بېلګې په توګه، په اپینو، مورفین، هیروینو او تنباکو روږدو کسانو کې د غاښونو ژېړوالی او تخریب او همدارنګه د ژوند په لومړۍ نیمایي کې د غاښونو له لاسه ورکول، په ښکاره ډول څرګندوي چې کله دا زهرجن توکي قوي او کلک هډوکي له منځه یوسي او د هغه نسجونه په چټکۍ او اسانۍ سره سوري کوي او له منځه وړي، ایا نشي کولای چې د غوښې او پوستکي نازک نسجونه او د بدن داخلي او خارجي مخاطونه او حساس او نازک غړي لکه داخلي او بهرنۍ ترشح کوونکې غدې له منځه یوسي؟
همدارنګه، د مخدره توکو کارول بدن او ټولنې ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل کیږي، له دې جملې څخه: