Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نشه یي توکي او روږدیتوب (اوومه برخه)
متفرقه یکشنبه _25 _اگست _2024AH 25-8-2024AD

نشه یي توکي او روږدیتوب (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: اسماعیل ساراني


نشه یي توکي او روږدیتوب (اوومه برخه)

 ټولنیز زیانونه
 روږدي کسان د ټولنې له بدن څخه نه جلا کیږي؛ له همدې امله، که دوی ناروغه وي، د ټولنې یوه برخه ناروغه ده او که دوی له شریعت او قانون څخه سرغړوونکي وي، د ټولنې یوه برخه سرکشه او سرغړوونکې ده. نو دوی په ټولنې پورې تړلي دي او د هغې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دوی ټول کارونه په ټولنه اغیزه کوي. له همدې امله يې ويلي دي: «روږدی انسان نه يوازې خپل ځان له منځه وړي، بلکې ټولنه د بدبختۍ او بدمرغۍ خواته وړي» يا «انسانان يو د بل غړي دي؛  که یو غړی یې په درد او ناروغۍ اخته شي، نور غړي به یې آرام نه وي.»
 د روږدیتوب ځینې ټولنیز زیانونه عبارت دي له
 د کورنیو د امنیت او هوساینې له منځه تلل: په کومه کورنۍ او ټولنه کې چې معتاد وي، امنیت، سوله، روغتیا، کرامت، غیرت، حیاء او ځوانمردي له منځه ننګونو او اخلال سره مخ کیږي او دا ټول، ټولنه اغېرمنوي. روږدي کسان نه یوازې داچې تولید کوونکي او جوړوونکي نه دي، بلکې داسې مصرف کوونکي دي چې له ټولنیز زیان پرته بل هنر نه لري. روږدی کس د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې د مسووليت احساس نه کوي. د هغه ټولنیز موقف ګډوډ دې، هغه په ​​​​نورو باور نه کوي او د نورو په وړاندې د خپلو اړتیاوو پوره کولو ته لومړیتوب ورکوي. د نشه یي توکو کارول د کورنۍ د ژوند په څرنګوالي، امنیت، سوکالۍ، ښوونې او روزنې او اخلاقو ناوړه او خطرناکه اغېزه لري. د روږدي کسانو لپاره د جرمونو ترسره کول اسانه او ساده شوي دي او دوی په هر ناوړه کار لاس پورې کوي، بلکې دوی د هغه څه ترلاسه کولو لپاره چې دوی یې غواړي خپل هرڅه قرباني کوي. په دې ډول ټولنه په وحشت، وېرې او کړاوونو اخته کیږي او د ټولنې غړي خپل ژوند په کړاو او ګډوډۍ کې تېروي.
 د ظلم پراختیا او د انساني احساساتو او عواطفو له منځه تلل: روږدي کسان د انساني احساساتو له مخې صفر ته رسیږي او د انساني رحم او شفقت له  نشتوالي سره مخ دي. دوی د خپلو مېرمنو او ماشومانو د ژوند لګښتونو چمتو کولو په اړه فکر نه کوي. د دوی لوړ فکر د خپلو موادو لپاره پیسې ګټل دي؛ دوی ته نور مهمه نه ده چې ایا مېرمن او ماشومان یې د خوړلو لپاره څه شی نلري او که نه.
 په کورنیو باندې د بېوزلۍ او بدبختۍ حاکمیت: د نشه یي توکو کارول د کورنیو په معیشت او هوساینې منفي اغېزه کوي او د کورنۍ د فقر او بدبختۍ لامل کیږي.
د ماشومانو ښوونې او روزنې ته نه پام کول: په ټولنه کې د روږدیتوب يو بل ناخوښ اړخ د کوڅې، نالوستو او بې ادبو ماشومانو زیاتوالی دې.  کله چې د کورنۍ پلار معتاد وي او له خپلو ملګرو سره ګرځي او مور یې شپه او ورځ له کوره بهر په دې فکر کې وي چې د ځان او خپلو اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي، نو معلومه خبره ده چې کوم ډول ماشومان به ټولنې وړاندې شي. ډېری ماشومان چې په لږ عمر کې  غلا او درغلیو ته مخه کوي له همدغو کورنیو څخه دي.
 په ټولنه کې د جرمونو زیاتوالی: روږدي کسان په ټولنه کې د جرمونو، وژنې او نا امنۍ د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه دي. یو معتاد په اسانۍ سره خپل د ضرورت وړ نشه یي توکو د ترلاسه کولو او برابرولو لپاره غلا کوي، وژنې ترسره کوي او حتی کېدای شي خپل ماشوم له منځه یوسي ترڅو د پیسو د برابرولو لپاره پښتورګي او د بدن نور غړي یې  وپلوري.
 د فحشا او فاحشه ښځو زیاتوالی: یو معتاد سړی نه شي کولای خپله ښځه د جسمي او روحي کمزورتیا له امله ارضا کړي، او ښځه یې له عاطفي، مینې او حتی جنسي اړخه ځوریږي. له همدې امله ډیری ښځې چې قوي ایمان نه لري د دې کمی د جبرانولو لپاره په اسانۍ سره ځان پردیو نارینه وو ته سپاري او دا کار په ټولنه کې د فحشاء او ګناهونو د زیاتوالي لامل کیږي او ډیري ځوانان ګمراه کوي.
 د طلاق ورکولو د کچې زیاتوالی او د کورنیو د بنسټ ړنګېدل: په هغو کورنیو کې چې مور او پلار نشه یي توکي کاروي، طلاقونه او د کورنۍ ړنګېډل په مکرر ډول پیښیږي؛  ځکه یوه کورنۍ چې سر پرست یې څو کاله په بند کې وي د تباهۍ او حرمان  په اور کې سوځي او تر ډېره  ښځه د طلاق غوښتنه کوي؛ ځکه چې دا ممکنه نه ده چې له هغه سره ژوند ته دوام ورکړي.
 په ټرافیکي پیښو کې زیاتوالی: د مخدره توکو کارول بې له شکه ټرافیکي پیښو کې د زیاتوالي لامل کیږي؛ ځکه کله چې موټر چلوونکي نشه يي توکي وکاروي، داسې ذهنیت لري چې فکري ځواک یې زیات شوی، وېره یې کمه شوې او ځان ډېر خوندي احساسوي. په داسې حال کې چې حقیقت بلکل برعکس دې او د دغو موادو د مصرفولو په نتیجه کې ناوړه او خطرناکې پیښې او واقعې رامنځ ته کیږي. د درنو وسایطو ډیری چلوونکي په دې نظر دي چې د نشه یي توکو استعمال د خوب له لاسه ورکولو لامل ګرځي او روږدي کیږي؛ بې خبره له دې چې کله دا مواد د څو ساعتونو لپاره له دوی څخه قطع شي، سمدلاسه په وژونکو کندو کې غورځیږي.
  صنعتي او اداري چارې د خنډ سره مه کېدل: روږدي کسان پر خپل نفس باور له لاسه ورکوي او له ورسپارل شوي کار څخه بې پروايي کوي؛ له همدې امله اکثره وخت ورسپارل شوې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي او دا کار د دفتر او فابریکې په سیستم کې د ګډوډۍ او خنډ لامل کیږي او کارونه یې نیمګړي او یا کله کله په ناسمه توګه ترسره کیږي.
  1. د ټولنیز حیثیت له لاسه ورکول: په نشه یي توکو روږدي کسان پر ځان باور نه لري او حتی خپل ځان نه مني. دوی ژر تر ژره کورنۍ، ملګرو، خپلوانو، آشنایانو او په ټولنه کې خپل ځای او مقام له لاسه ورکوي، په داسې ډول چې دوی نه غواړي چې څوک یې وګوري او له ځان پرته د نړۍ سره د دوی اړیکه پرې کیږي.
 ادامه لري…
Previous Articleمعتزله (دېرشمه برخه)
Next Article سیکولریزم؛ ملحد «بې دینه» اقتصادي مذهبونه (یو دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (دوهمه برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه» دوهمه برخه کرامیه ډله: د دې ډلې نوم جوړښت مفتوح…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.