په ټولنیز او فردي ژوند باندې د ګناهونو بدې اغېزې (لومړۍ برخه)
د انسان جوهر او اصل له روح او روان څخه جوړه شوې ده. ځکه چې د انسان جسم د مادياتو په نړۍ کې د هغه د روح د تجلي او څرګندلو لپاره دی، ځکه چې بدن او اعضاء د انسان د جوهر استازیتوب نه کوي، بلکې د هغه خوی، خصلت، ذاتي ځانګړتیاوې او اوصاف دي چې د هغه اصالت ته معنا ورکوي، او د هغه په تندي باندې د هغه د ریښتینې شخصیت ټاپه وهي او د نړۍ خلکو ته یې څرګندوي.
له بلې خوا، د انسان روح او فکر تل د بدلون په حال کې دي؛ چې دغه بدلون یا د انساني او اخلاقي اصولو په مراعت کولو او په ټولنه کې د دوه اړخیزو تعاملاتو د معنوي ترقي او پرمختګ په لور حرکت کوي، یا د ګناهونو او معنوي ککړتیاو لکه د بدنامۍ، د نورو د عزت او ناموس ته تعرض او نافرمانۍ باندې اخته کیږي، او ځان د زوال کندې ته نږدې کوي او د ذلت درې ته ځان غورځوي.
نو هر هغه څه چې د انسان له فطرت سره همغږي ولري او د هغه د روحیه يې د پياوړتيا لپاره فعالیت کوي، د هغه په شخصي او ټولنيز ژوند کې به يې مثبتې اغېزې او پايلې ولري او د هغه د ژوند رېل ګاډي به د سوکالۍ او نېکمرغۍ پر پټۍ په ثابته لاره روانه وي.
له بلې خوا په بېلابېلو ګناهونو کې اخته کېدل او په ځينو باندې ټينګار کول انسان له اصلي حالت څخه باسي او د زوال په لور یې روانوي. او هغه مهال به نه ژوند خوند ورکوي، او نه به هیڅ ډلې کې کېناستل او د له خلکو سره ناسته ولاړه د هغه مزاج بدلوي.
د دې ګډوډۍ اصلي لامل د ګناهونو په زندان کې بندي کېدل او نفس په روحي جنايتونو عادت کول او د ګناهونو په محبس کې د روح شکنجه کول دي.
که وغواړو د مشابهت په بڼه یې څرګند کړو، د انسان روح او نفس یو نیالګی دی چې د خپل بدن د جوړښت له پیل څخه د مور په رحم کې کرل کیږي او د دژ وخته څخه تر هغه وخت پورې چې ژوندی وي، هغه حمل کوي، او دا دوامداره پاملرنې او ساتنې ته اړتیا لري. نو همدارنګه د دې لپاره چې انسان د بدبختیو او ګناهونو په پراخ جال کې راګیر نشي د خپل وجود معنوي کیفیت او درجې د لوړولو ته اړتیا لري او هغه لپاره باید هڅه وکړي.
د معنوي زیان رسوونکو او ګټه رسوونکو عواملو تر منځ دا سیالي او جګړه تل روانه ده او هیڅکله به نه دریږي. بلکې د ځان عادت کول او هڅه کول په مثبتو یا منفي عواملو کې هغه تمایل دی چې انسان یوې خوا ته جذب کوي او د انسان د ژوند لاره غوره کوي.
د نفس د ککړونکو او د نفس د پاکوونکو تر منځ په دې پرله پسې سيالۍ کې هرڅومره چې انسان د نېکۍ او ښېګڼو په لور جذب کېږي او هڅه کوي چې د نېکو خلکو په ليکه کې راشي، د هغه رڼا د هغه چاپېريال روښانه کوي. او د هغه د زړه په میلمستون کې به یې ارامتیا مېلمه وي.
نو د يادښتونو په دې لړۍ کې به لومړی هڅه وکړو چې دغه منفي اړخ او په شخصي او ټولنيز ژوند کې د ګناهونو جدي پایلې وڅېړو او ځينې يې د لوستونکو لپاره وړاندې کړو چې دوی د ګناه او د شيطان له منګولو څخه ځانونه خوندي کړي.
هیله ده چې خدای به مو ساتنه وکړي او د ګناهونو له جال څخه مو وژغوري او د روحاني ولچکو څخه مو خلاص کړي.