معتزله (دېرشمه برخه)
د امیر له اطاعت څخه وتل
ايا هغه څوك چې د نيكۍ امر بالمعروف او نهی عن المنکر كوي، كه د هېواد امیر او مشر يې، ګناه او نافرماني وكړي، ايا د خپل امير له اطاعت څخه وتلی شي؟ او له هغه سره جګړه كولاى شي او كه نه؟ تر کومه وخته پوري کولی شي چې د خپل امام او امیر اطاعت وکړي؟ لاندې د دې مسئلې په اړه د معتزله او اهل سنتو نظرونه بیانوو:
د معتزله نظر
معتزله په دې عقیده دي چې د ظالم امیر په مقابل کې وتل او جګړه واجب دي او دوی په دې هم معتقد دي چې که امام د معتزله په عقیده باور ونه لري بیا هم د هغه سره جګړه اړینه ده. په دې حالت کې، خلک کولی شي د هغه نافرماني وکړي ترڅو هغه خپل کار پرېږدي او د هغوی مذهب ته واوړي.
د ابن جبرین په کتاب “شرح عقیده الطحاویه” کې د معتزله نظر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه او هغه مسایل چې له دې څخه استخراج کیږي لیکل شوي دي او د هغو مسایلو څخه یو هم اطاعت کول او نه کول له امام څخه دي، چې په دې اړه وايي: « د معتزله و له اصولو څخه یو هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. او دوی د امامانو سره جګړه د دغه اصل په اساس ګرځولې ده، او دا ډله عقیده لري: کله چې د مسلمانانو امام او امیر ګناه او نافرماني وکړي او په ګناه ټینګار وکړي، که څه هم ګناه کوچنۍ وي، موږ هغه نه منو. بلکې له هغه څخه نافرماني کوو او له هغه سره جنګ کوو او معتزله دا امر بالمعروف او نهی عن المنکر ګڼي.»
د معتزله له نظره پنځم اصل امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی… د دې اصل مقصود دا دی چې دوی هغه مهال پر حاکم خروج کوي چې د دوی مخالفت وکړي او حق له لارې څخه منحرف شي.
دا اصل د دوی په عقیده دوې برخې لري: لومړۍ برخه: نېکۍ ته امر کول، چې هغه یې د باطلي معنا لاندې پټ کړی دي. او دويمه برخه: له بدۍ منع کول، چې په دې برخه کې يې هم باطل مفهوم پټ کړی دی. دوی عام خلک خپلو نظریاتو او اجتهاداتو را بولي او امر کوي.