Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نشه یي توکي او روږدیتوب (شپږمه برخه)
متفرقه شنبه _24 _اگست _2024AH 24-8-2024AD

نشه یي توکي او روږدیتوب (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: اسماعیل ساراني


نشه یي توکي او روږدیتوب (شپږمه برخه)

 نشه یي توکي او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند د هغه منفي اغېزې
 په نشه یي توکو د روږدیتوب او د هغه د قاچاق په خپرېدو او زیاتېدو سره، په ټولنه او فرد باندې ډیرې منفي اغېزې او بدې پایلې پرېږدي.
 دیني او عقیدوي زیانونه
 دا یو ثابت اصل دې چې سلیم عقل په سالم بدن کې وي. که یو بدن د توهم زېږوونکو درملو او مخدره توکو په کارولو ککړ وي، نو څنګه کولی شي په سمه توګه پرېکړه وکړي او د سم فکر کولو وړتیا ور ته پاتې شي؟ کله چې سلیم عقل نه وي، یقینا وخت او پیسې به هم په داسې لارو ولګول شي چې هغه کس ته به هېڅ ګټه و نه رسوي.
 د روږدي کس لپاره دا مسئلې هېڅ یو هم ارزښت او اهمیت نلري؛ له همدې امله، هغه په ​​​​اسانۍ سره د مخدره توکو د ترلاسه کولو په بیه خپل دیني او مذهبي اعتقادات او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. موږ ګورو چې روږدی کس په اسانۍ سره درواغ وایي، غلا کوي، خپل ګران اولاد او بچیان پلوري او حتی په ډېرو مواردو کې خپله مېرمن زنا او فحشا ته هڅوي او دې ناوړه کار ته یې مجبوروي ترڅو د نشه یي توکو پیسې یې برابرې شي. دا د دیني عقیدې او ارزښتونو څخه  ښکاره سرغړونه ده.
 په داسې حال کې چې اسلام انسانانو ته ارزښت او کرامت ورکړی او هغوی ریښتینولي، عدالت او صداقت ته هڅوي او د ټولو انسانانو لپاره د هوسا او سوله ییز ژوند غوښتونکی ده، یو معتاد کس دا ټول له منځه وړي. په اعتیاد اخته کس د هیڅ شي پروا نه کوي او یوازې د هغه موادو د ترلاسه کولو په اړه فکر کوي چې ورته اړتیا لري؛ په همدې خاطر له خپل دین او آئین څخه بې پروا پاتې کیږي. د دې فاسدو او تباه کوونکو توکو د استعمال په وخت کي چي عقل يې زایل کیږي، خپل لمونځونه هېروي، په هېڅ وجه د روژې توان او زغم نلري او د حج، زکات او جهاد په اړه  خو هيڅ فکر هم نه کوي. نو د نشه یي توکو د خپرېدو په پایله کې داسې ټولنه رامنځته کیږي چې د دین پروا نه لري.
روحي او رواني زیانونه
 نشه يي توکي د روږدي کسانو روحياتو ته ستر او نه جبرانېدونکي زيانونه رسوي، په داسې توګه چې هغه لالهاند،حیران، غمجن، ګوښه او کمزورى کوي. روږدي کس د ذهني توازن او انډول د نشتوالی سره مخ دې او بې پروايي، د ټولنې اصولو او مقرراتو ته نه پاملرنه، پېښو ته تسلیمېدل، د ارادې ضعف او له شخصي او ټولنیزو مسوولیتونو څخه غفلت د هغه د چلند او شخصیت ځانګړتیاوې دي. روږدي کسان له عاطفي اړخه نابالغ، سرکشه، نا ارامه او د دښمنۍ او شخړې احساسات لري.
 همدارنګه نشه يي توکي د اضطراب لامل ګرځي او د ځای او وخت اړوند پرېکړو او قضاوتونو کې د تېروتنې او خطا ګانې رامنځته کوي.  دا مواد په فکر او حافظه کې  کمزورتیا او ډېر هېرول رامنځته کوي.
ادامه لري…
Previous Articleسیکولریزم «په اروپا کې د اقتصاد سیکولر کول» (دېرشمه برخه)
Next Article د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴) ۳. له معاد (قیامت ورځ او…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۳۰) د دینونو، افرادو او ټولنو لپاره د شیطان‌…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴)

شنبه _14 _فبروري _2026AH 14-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴) پاکوالی، ذهني توازن او سالمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.