لیکوال: اسماعیل ساراني
نشه یي توکي او روږديتوب (پنځمه برخه)
د نشه یي توکو په خپرېدو کې اغېزمن عوامل
د نشه یي توکو په خپرېدو کې ډېر عوامل رول لوبوي، چې دلته یې د ځینو مواردو یادونه کوو (البته دا عوامل هر یو په خپل ځای کې مهم دي).
-
د خدای او دین څخه لېري والی
د نشه يي توکو د کرکيلې او خپراوي او همدارنګه د ځوانانو د روږدېدو يو اصلي لامل له ديني او مذهبي چارو څخه د دې قشر واټن دی. هغه څوک چې خپل دین او مذهب ته غاړه کښېږدي، لېري برېښي چې د نشه یې توکو خپرولو یا کارولو ته هڅه وکړي؛ خو له بده مرغه د جوماتونو او د علماوو له مجلسونو څخه د خلکو واټن د دې لامل شوی چې ډېر مسلمانان ددغې کور ورانوونکې بلا په لومه کې راګیر شي. د دې حرامو او ناپاکو شیانو کارول انسان د تباهۍ او بربادۍ کندې ته ور غورځوي.
-
کورنۍ
د فرد په چلند باندې د کورنۍ د اغېزې اهمیت دومره اړین دې چې ټولو د فکر او نظر څښتنانو ورته پام کړی دی. کورنۍ په ورته وخت کې بېلابېل بیولوژیکي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري اغیزې لري؛ له همدې امله، دا یو ځانګړی فعالیت لري چې د ټولنې د نورو افرادو څخه هیڅ یو هم دا کار نشي کولی او له کورنۍ سره نشي پرتله کېدلی.
کورنۍ ستونزې او د ځوانانو په روږدي کېدو یې اغېزې
کورنۍ ستونزې په څو برخو او کټګوریو وېشل کېدای شي:
-
د والدینو شخړه: د ځوانانو د روږدي کیدو یو مهم عامل د والدینو شخړه او لانجه ده. د والدینو اختلاف منفي اغېزې پریږدي او د کورنۍ ناسمه او نا مناسبه فضا د دې لامل کیږي چې د داسې کورنیو ماشومان په نشه یي توکو روږدي شي. هغوی ممکن د مور او پلار د مینې او عواطفو د کمښت د جبران لپاره نشه یي توکو ته مخه کړي. دا سپارښتنه کیږي چې کله د والدینو تر منځ اختلافات رامنځته شي، دا شخړې باید د ماشومانو له سترګو لېريح وساتل شي.
-
د والدینو ناپوهي او بې سوادي: د مور او پلار د زده کړو او سواد کچه هم د روږدي کیدو یو رغنده لامل ګڼل کیږي او همدارنګه د اولاد په شخصیتي چلند او روزنه کې د پام وړ اغېزه لري. د راپورونو او سروې ګانو له مخې د میندو بې سوادي د زده کوونکو د انحراف یو مهم عامل دې.
-
کورنۍ او ښوونځی؛ د سمو بیلګو په وړاندې کولو کې پاتې راتلل: د ځوانانو د انحراف یو بل لامل د والدینو – چې د ماشومانو لومړني ښوونکي دي – او د ښوونځي او پوهنتون چارواکو او ډله ییزو رسنیو لخوا د سم او مناسبو بېلګو په وړاندې کولو کې پاتې راتلل دي. له بده مرغه اکثره کورنۍ خپل ماشومان له پیله د غربي او غیر دیني کلتور سره اشنا کوي. دوی په اسانۍ سره معصوم ماشوم تر لاس نیسي او د فساد، فحشا او منکرانو غونډو ته یې بیایي او د مبتذلو فلمونو او ډرامو د کتلو لپاره یې خپل څنګ ته کښېنوي؛ له دې ناخبره چې په خپلو لاسونو خپل بچي د بدبختۍ او بدمرغۍ تورې کندې ته اچوي؛ له همدې امله اکثره ماشومان هڅه کوي چې له همغه ماشومتوب څخه د فلمي کرکټرونو او یا د بهرنیو مشهورو اشخاصو په څېر ځان جوړ کړي او د هغوی پېښې کوي او دا به د مظلومو ځوانانو د روږدي کیدو لپاره اسانه لار وي.
-
د ژوند ستونزې او ناخوالې: دايمي ننګونې او د ماشومتوب په وخت کې د پلار يا مور يا دواړو نشتون کولاى شي په کورنۍ کې يو کس اغيزمن کړي او هغه نشه يي توکو ته ورسوي – حتی که دا د سګريټو په څېر د نشه يي توکو سره پيل شي؛ لکه څنګه چې په ایران کې د ترسره شوې څیړنې په پایله کې په روږدي کېدو د23 قضیو لاملونه د ژوند لوړې او ژورې (ستونزې او ناخوالې) ښودل شوي ؤ.
دا یوازې د هغو ستونزو یو څو بیلګې وې چې ځوانان د روږدېدو دام کې راګېروي. داسې نور موارد هم شته کچیري کورنۍ ورته پام ونه کړي، د دوی د ماشومانو د روږدېدو مهم عامل جوړېدای شي. دا موارد عبارت دي له:
-
د ماشومانو د روزنې طریقې او تګلارې؛
-
د ماشومانو سره د والدینو خوږ او سم چلند؛
-
د ماشومانو ډېروالی او د دوی لپاره د رسېدنې او پاملرنې نشتوالی؛
-
د کورنۍ د ماشومانو تر منځ توپیر کول، یو ته پاملرنه کول او د بل څخه غفلت کول؛
-
استوګنځی؛
-
ناصالح او نامناسب ملګري؛
-
بهر ته سفر کول؛
-
د موادو په اړه مثبت لیدلوری؛
-
د مخدره توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي نشتوالی؛
-
یوازیتوب او د ناهیلې احساس کول؛
-
وزګارتیا او فراغت د وخت؛
-
د زیات جنسي خوند توهم او خیال؛
-
د موادو ډېروالی او هغه ته اسانه لاسرسی.