خدای تعالی انسان له ټولو ښکلاوو او ځانګړتیاوو سره پیدا کړی او هغه ته یې دا عزت ورکړی چې خپل برخلیک په خپله خوښه وټاکي. دا ځانګړنه انسان د “اراده لرونکي مخلوق” په توګه معرفي کوي.
دا ځانګړنه هغه ته اجازه ورکوي چې خپل او د نورو ژوند تنظیم کړي او نړۍ، د اوسېدو لپاره مناسب ځای وګرځوي. پر دې سربیره انسان د دې پراخې نړۍ یو باعزته او کلیدي مخلوق ګڼل کیږي او د «اشرف المخلوقات» په لقب سره د هغه پر اوږو لوی مسوولیتونه اچول شوي دي. خو د انسان په دغه لاره کې خنډونه هم شته، که له هغو څخه غافل او ناخبر پاتې شي، کېدای شي کندو ته سقوط وکړي او بالاخره ژوند یې په ستړيا سره پای ته ورسېږي.
په هرصورت، د هر انسان په زړه کې د عقل او فکر رڼا شته چې هغه له تیارې څخه رڼا ته رسوي. مهربان او عالم خدای، اسماني کتاب رالیږلی ترڅو د انسان ژوند تنظیم کړي او کمال او هوساینې ته یې هدایت کړي. دا کتاب په تیاره کې د څراغ په څیر، له بې لارۍ څخه انسان ژغوري او زړونه په روښانه میثاق سره حق ته راوباسي.
کله چې یو څوک دا کتاب په خپلو لاسونو سره لمس کړي او د هغه په موضوعاتو کې غور وکړي، له ستړیا څخه به خلاص شي او د امید او اطمینان باغ ته به ورسیږي. او په پسرلي کې د ګل په څیر، خپل ژوند به د ښکلا او خوښۍ څخه ډک کړي او د خپلو هیلو په لور، په ټینګ او ډاډمن ګامونو سره به حرکت وکړي. په حقیقت کې په دې سپیڅلي کلام کې پټه پوهه او حکمت لکه د شپې په زړه کې د رڼا په څیر، انسان سره د ارامتیا او ځان پوهنې په لټون کې مرسته کوي.
دغه کسان یو پیاوړی شخصیت لري چې د زمانې د اندیښنو له امله نشي ماتیدلی او د ژوند د بېلابېلو شرایطو او حالاتو سره په خورا هوښیارۍ سره تطابق کوي. د دوی دغه ځواک او انرژي له خورا قوي ځای څخه سرچینه اخلي چې کولای شو هغه د “قرآن لوړ ځواک” وبولو. او پایله کې، دغه خلک د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې بریالي کیږي.
دوی له ننګونو او ستونزو څخه کار اخلي او هغه د زېنو په توګه کاروي او د نېکمرغۍ او روحي او معنوي هوساینو په لور پورته کیږي.