لیکوال: زید


د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (شپېتمه برخه)

 د حاضر، قنسرین او مرعش په خاوره کې
حضرت سيدنا ابوعبيده رضي الله عنه د حِمص له فتحې وروسته حضرت خالد رضي الله عنه د قنسرين ښار ته ولېږه. كله چې حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه د حاضر خاورې ته ورسېد، د رومي پوځ له يوه ستر لښکر سره مخامخ شو. په دې وخت کې سخته جګړه وشوه او بالآخره حضرت خالد وکولای شوه چې د هغوی قومندان «میناس» ووژني او  لښکر ته یې ماتې ورکړي او هغه سیمه فتحه کړي.
 بیا حضرت خالد رضی الله عنه او لښکر یې په خپله لاره روان شول او د قنسرین ښار ته ورسیدل. هغوی ټولو په کلاګانو کې پناه اخیستې وه. خالد هغوی ته په خطاب کې ووېل: «که تاسو د اسمان ورېځو ته هم پناه یوسئ، نو یا به خداى تعالی ستاسو لوري ته موږ در والوزوي او يا به تاسو زموږ خوا ته راکوز کړي.»
 بیا رومیانو د سیمې او شام ټول حالات وڅېړل او ویې ارزول او دې پایلې ته ورسیدل چې ډیرې سیمې د مسلمانانو له خوا فتحه شوې دي او موږ ورسره د مقابلې توان نه لرو؛ له همدې امله دوی د سولې وړاندیز وکړ.
 حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه دا وړانديز د کلاګانو د ړنګولو په شرط ومنلو او له هغوی سره یې سوله وکړه او د مرعش په لور روان شو، له نېکه مرغه هغه یې هم په اسانۍ سره فتح کړ.
 هِرقل د دې حالت په لیدلو سره په سوریه او شام کې، د ځان لپاره ځای ونه موند، نو له شام سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه او دا الفاظ یې وویل: «پر تا دې سلام وي ای سوریې! هغه سلام چې زه به بیا هیڅکله تا ونه وینم او هیڅ رومي به تا ته راستون نشي.»
 امام محدثین شمس الدین الذهبي رحمه الله لیکي: «د روم پادشاه له مایوسۍ وروسته له شام څخه انطاکیې او بیا د قسطنطنیې ستر او مشهور ښار ته ولاړ.»
له دې وروسته د مسلمانانو دویم خليفه، جسيدنا عمر فاروق رضي الله عنه د حضرت خالد له دې کارونو ډېر خوشاله او خوښ شو او په زړه کې يې نور هم ځاى ورکړ او ويې ويل:«پر ابوبکر صدیق رضی الله عنه دې د خدای درود او رحمت وي، په حقیقت کې هغه خلک تر ما ښه پېژندل. په الله قسم چې ما خالد د شام په جګړه کې د هغه په اړه د شک له امله نه دی ګوښه کړی؛ خو زه وېرېدم چې خلکو پر ده توکل او اعتماد کاوه او د الله سبحانه وتعالی له ذکر څخه غافل کېدل.» د ده له خبرو داسې ښکارېده چې لومړي خلیفه[حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه] د حضرت خالد په جنګی وړتیا او وفادارۍ په واقعي توګه پوه شوی و، نو عموماً په هره جګړه کې به یې په خپله هغه د قومندان په توګه ټاکه او یا به حضرت خالد رضی الله عنه د یو مصلحت له مخې په خپله د مسلمانانو په ګټه جګړه رهبري کوله.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version