لیکوال: اسماعیل ساراني


نشه یي توکي او روږدیتوب (څلورمه برخه)

 استنشاقي (تنفسي) مواد
 ډېر داسې مواد شته چې په ورځني ژوند کې ترې کار اخيستل کېږي، خو له بده مرغه نن سبا د خوند او هوس لپاره د نشه يي توکو په توګه کارول کېږي. د دې موادو له جملې څخه د لاندې مواردو یادونه کولی شو:
 ځینې ​​چپکونکي (چسبونه) چې په صنعتي چارو او چاپ او صحافۍ کې کارول کیږي.
 د پاکولو مواد.
 ځیني مواد لکه د نوکانو پالش کوونکي او سپرې رنګونه.
 پټرول.
 د روږديتوب ډولونه
 هغه څيزونه چې د انسانانو د روږدیتوب ډیری  موارد جوړوي په لاندې ډول ویشل شوي دي:
 په مکیفو درملو باندې روږدي کېدل: ترياک، هيرویین، مورفين، چرس، کوکایین، LSD او داسې نور…
 په نورو زهرجنو موادو روږدي کیدل (غیر مخدره توکي): سګرټ، الکول او منوم.
 په عصبي محرکاتو روږديتوب: امفیتامین، کافي، کوکو، چای او داسې نور… البته دا ډول اعتياد واقعي نه دي، خو د پرله پسې مصرف او تکرار او له هغه څخه د لرې پاتې کېدو له امله د نباتاتو د دغو اغېزمنو موادو لپاره يو ډول تمايل او لېوالتيا پيدا کېږي، چې د اعصابو د محرک لپاره کارول کېږي؛ همدارنګه دا مواد د ستړیا لرې کولو او د بدن د عمومي فعالیت زیاتولو لپاره د توجه او پاملرنې وړ دي.
د روږدي کولو موادو وېشنه
 د روږدي کولو موادو لپاره مختلفې وېشنې وړاندیز شوي، کوم چې د دې موادو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره ترتیب شوي. مګر دا چې د دې موضوع سره سم وېشنه د آثارو او پایلو پر بنسټ ده، ښایي دا ادعا وکړای شو چې غوره وېشنه په لاندې ډول ده:
 اپیوني مواد (خوب راوړونکي): پدې کټګورۍ کې هغه مواد شامل دي لکه اپین، هیرویین او نور… کوم چې د هیپنوټیک (خوب راوړونکي) او آرامۍ اغیزې لري.
توهم زېږوونکي مواد: دا مواد په احساس، ادراک، فکر، قضاوت او اراده کې د بدلون لامل ګرځي. د دغو موادو په منځ کې موږ کولی شو د چرس، مري جوانا، میسکلین او نورو  یادونه وکړو.
 محرک یا پاروونکي مواد: پدې کټګورۍ کې هغه مواد شامل دي لکه کوکایین، امفیتامین او نیکوتین چې فزیکي او رواني فعالیتونه زیاتوي.
 ارام کوونکي او تسکین بخښونکي مواد: پدې کې الکول او barbiturates شامل دي، کوم چې د آرامۍ او تسکین اغیزې لري.
 د روږديتوب پړاوونه
 په عموم کې، د روږديتوب مرحلې په دریو برخو وېشل کیدی شي:
 پیژندنه او پېل: پدې مرحله کې یو شخص په نشه یي توکو او اغېزو او پایلو یې پوهیږي او د تجسس، له نورو څخه تقلید، یا له درد څخه د خلاصون په موخه یې کاروي.
 ابهام او شک: د مخدره توکو د کارولو له پیل وروسته، د دې مخدره توکو د نشه یي اغیزو سره سره، کاروونکی د ګناه او جرم احساس کوي او د کاروونکي زړه او ذهن ته د شک او دوه زړه توب احساس ورلویږي.
 روږديتوب: په دریمه مرحله کې، د څو څو ځلي کارولو په پایله کې په نشه یي توکو باندې فزیکي او ذهني انحصار او تړاو  رامنځته کیږي او سړی روږدی کیږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version