لیکوال: مفتي نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه

اوومه برخه

د قرآن کریم د اعجاز اړوند نظرونه
قرآن کریم د اسلام د پیغمبر ﷺ تر ټولو لویه معجزه ګڼل کېږي او د اسلام په تاریخ کې دا خبره د ټول اسلامي امت ترمنځ یوه منل شوې اجماع ده چې قرآن له ټولو آسماني کتابونو لوړ او بې‌ساری دی.
یو مهم بحث چې په اسلامي کلام او فلسفه کې مطرح شوی، دا دی چې: ولې انسانان د دې توان نه لري چې د قرآن په څېر خبرې یا کتاب راوړي؟ د دې پوښتنې ځواب، د اسلامي فرقو د بېلابېلو لیدلوریو تحلیل ته اړتیا لري، ځکه هره فرقه له خپل کلامي، فلسفي، بلاغي یا روحاني نظره، د قرآن د اعجاز یوه اړخ ته کتنه کړې ده.
اوس غواړو چې د دې بېلابېلو نظرونو توضیح وکړو.
لومړی: د قران د اعجاز اړوند د اهل السنت او جماعت نظر
د اهل السنت علماؤ د قران د اعجاز وجهې څو اړخیزې بللي او لاندې بعدونه یې د اعجاز په تحلیل کې شمېرلي؛
  • جوړښتیز او بیاني اعجاز
قران د کلماتو د تألیف، د فاصلو د رعایت او د ایتونو د سجعې په برخه کې ځانګړی ترکیب او خاص نظم لري، چې دا بې مثاله جوړښت، د عربي ژبې د هر ډول وزن (شعر او نثر) څخه ځانګړی دی او یو ځانګړی سبک دی، چې قراني نظم یې بولي.
  • ځانګړی او بې‌ساری بیاني سبک
د قرآن د بیان طرز، په ځانګړي ډول د آیتونو د فواصلو او ترمینځ یې جوړښت له هر ډول رایج عربي ادبي سبک څخه ـ لکه مدح، مرثیه، هجاء، غزل او رجز ـ څخه توپیر لري. دا توپیر نه یوازې د ظاهري بڼې او جوړښت په برخه کې دی، بلکې د قرآن د آیتونو د حکیمانه او ژورې محتوا په کچه هم ښکاره کېږي.
  • . د محتوا عظمت او معنوي بلاغت
د قرآن مطالب دومره ژور، متین او له بلاغت (فصاحت او اعجازه) ډک دي، چې له انساني وس او وړتیاوو پورته ښکاري. داسې آیتونه شته لکه؛ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْواحِدِ الْقَهَّارِ” [غافر/16] و “وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ” [رعد/13]  – د مطلقې بې نیازۍ اعلان او د الهي عظمت بیان چې له هر ډول انساني خطابې لوړ دي.
  • په عربي ژبې پوره برلاسي
په قران کریم کې د الفاظو استعمال په داسې بڼه دی، چې د عربي ژبې هېڅ یوه فصیح او بلیغ یې هم نمونه نه ده وړاندې کړې، هره کلمه په خپل ځانګړي ځای کې ځای پر ځای شوې او په دې کچې دقت د هېڅ معمولي او ان غوره ادیب په وس کې نشته.
  • د غیبو په اړه خبرې
قرانکریم د نورو  پخوانیو قومونو او پیغمبرانو  تاریخ په ډېر دقت سره بیانوي، چې د اهل کتابو د کتابونو له متونو سره د پام وړ تطابق لري، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم امي و.
ب: د موجودو غیبیاتو په اړه خبرې
داسې حقیقتونه لکه د ملایکو صفات، د منافقانو پټ حالتونه، د جنت او دوزخ تفصیل هغه مسایل دي چې انسان پرې د خپل عقل یا علم له لارې نه‌شي پوهېدلای، بلکې دا ټول د وحیې له لارې نازل شوي دي.
ج: د راتلونکيو پېښو وړاندوېینه
لکه پر فارس باندې د روم د بریا وړاندوینه ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هر ډول دسیسو او وژلو څخه ژغورل او دا وړاندوینه چې انسان به هېڅکله د قرآن په څېر څه نه‌شي راوړلای — دا ټول د قرآن له څرګندو معجزو څخه شمېرل کېږي.
۶. د قرآني وعدو پوره کېدل
په قرآن کې چې څومره وعدې هم شوې دي؛ مؤمنانو سره به مرسته وشي او د دوی دښمنان به هلاک شي، دا ټولې وعدې پرته له استثنا پوره شوې دي. دا خپله ښکاره ثبوت دی چې قرآن د الله له لوري نازل شوی کتاب دی.
  • ژور حکمت او هر اړخیز مسایل
قران کې داسې مسایل او ژور حکمت شته، چې د بشر له لوري د یادو موضوعاتو مستقلانه وړاندې کول، په دې پراختیا سره امکان نه لري.
  • عاطفي او روحي اغېز
قرانکریم پر انسانانو اثر لري، ډېریو کسانو پرته له دې چې په اړه یې له مخکې پوهه ولري، د قران د ایتونو په اورېدو سره ایمان راوړی دی، لکه؛ جبیر ابن مطهم رضي الله عنه، د طور سورت د څو ایتونو په اورېدو سره یې ایمان راوړ.
  • داخلي انسجام او د تناقض نشتون
د مطالبو له ډېر پراخوالي سره، سره په قرانکریم کې کوچنۍ تېرونه او تناقض هم نه لیدل کیږي، هغه څه چې په ظاهره متناقض ښکاري په اصل کې د بشري فهم کمزوري ده او له تحلیل او تفسیر سره تناقض یې له منځه ځي.
  • د حقوقي او اخلاقي نظام بشپړتیا
قرآن د انسان د ژوند ټولو اړخونو؛ ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، نظامي او فردي—لپاره جامع اصول وړاندې کړي دي او تر قیامته د انسانانو اړتیاوو ته ځواب ورکوي.
۱۱. له تکرار څخه د ستړیا نشتوالی
د قرآن قاری له بار، بار لوستلو څخه نه ستړی کېږي او اورېدونکی یې هم هر ځل نوی لذت ترې اخلي؛ دا خپله د دې خبرې نښه ده چې قرآن  له انساني خبرو نه لوړ کیفیت لري.
۱۲. د حفظ آسانتیا
که څه هم قرآن پراخ مطالب لري، خو داسې ترتیب شوی چې حفظ یې اسانه دی او دا ځانګړنه په نورو لویو متونو کې نه لیدل کېږي.
۱۳. له تحریف څخه خوندي‌والی
قرآن له لومړۍ ورځې نه تر نن پورې پرته له بدلون، تحریف یا کمي څخه محفوظ پاتې شوی او تر قیامته به همداسې پاتې شي.
۱۴. د قرآن ننګونه (تحدي)
قرآن په څرګند ډول ټول انسانان مبارزې ته بللي چې که کولی شي په شان یې یو څه راوړي؛ خو تر اوسه هېڅوک پدې کار بریالي شوي نه دي او نه به شي.
دویم: د معتزله مکتب (نظام) او قدریه فرقې (د صرفې نظریه) لیدلوری
معتزلي عالم (نظام) په دې باور دی، چې د قرآن اعجاز د “صرفه” له لارې ثابت شوی دی؛ یعنې خدای (ج) مخالفین له دې منع کړي چې د قرآن مقابلې ته وړاندې شي. دا نظریه د لاندې دلایلو له مخې رد شوې ده:
قرآن بیا بیا مخالفانو ته د مبارزې بلنه ورکړې؛
عربان د ادبي غیرت او په شعر او فصاحت کې د سیالۍ لیوالتیا لرونکي وو؛ که یې وس درلود، خامخا به یې مقابله کړې وه؛
دا چې چا یې هم د مقابلې وړتیا نه درلوده، دا د هغوی فطري عاجزي ښيي، نه دا چې الله (ج) یې اراده یا وس ترې اخیستی وي.
درېیم: د شریف مرتضی لیدلوری
شریف مرتضی، چې د شیعه علماوو له وتلو څېرو دی، د نظام له نظریې سره نږدې نظر لري او وایي چې الله (ج) له مخالفینو هغه علوم او وسایل اخیستي چې د قرآن مقابلې لپاره اړین دي؛ خو دا نظر د قرآن له مبارک آیت سره ټکر لري، چې فرمایي:
“وَإِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا۟ بِمِثْلِ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِۦ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍۢ ظَهِيرًۭا” [الإسراء: ۸۸]
ژباړه: او که چیرې ټول انسانان او پیريان سره راټول شي چې د دې قرآن په شان یو کتاب راوړي، نشي کولی، که څه هم یو له بل سره مرسته وکړي.
دا آیت دا ښيي چې الله (ج) ټول شرایط، وسایل، استعدادونه او مرستې په پام کې نیولې دي، خو بیا هم انسان عاجز دی چې د قرآن مثل راوړي.

 

دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version