لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم
درېدیرشمه برخه
پر نړۍ د نشنلیزم منفي اغېزې او پایلې
مقدمه
مخکې مو په لنډ ډول د نشنلېزم د منفي پایلو او اغېزو یادونه کړې وه. په دې څپرکي او راتلونکو برخو کې هڅه کوو چې د نشنلېزم پایلې او اغېزې لا روښانه کړو او هغه زیانونه او ستونزې په مفصل ډول بیان کړو چې ټولنه د دې پدیدې د ظهور په صورت کې ورسره مخ کېږي.
د نشنلېزم د اساسي ننګونو له ډلې یوه یې دا ده چې دا مفکوره د اسلام له حاکمیت او اسلامي تمدن سره په ټکر کې ده. دا چې نشنلېزم او مليپالنه د اسلام له حاکمیت او تمدن سره ولې او څه ډول مخالفت لري، هغه موضوع ده چې په همدې پیلني څپرکي کې یې څېړو، او وروسته یې نورو پایلو ته ورځو.
له اسلامي تمدن سره ټکر
مليپالنه ولې له اسلامي تمدن سره ټکر لري؟ ځکه چې مليپالنه هغه اسلامي تمدن ردوي چې د اسلامي ښوونو پر بنسټ جوړ شوی دی؛ هغه تمدن چې پرته له دې چې جنس، رنګ یا ژبه په نظر کې ونیسي، ټول وګړي سره راټولوي.
دا تمدن ټولو هغو قومونو او ملتونو ته که عربان وي که غیرعربان، که سپین پوستکي وي که تور پوستکي چې د دې تمدن په بنسټايښودنه او وده کې یې ونډه لرلې وي ځای ورکوي.
اسلامي تمدن پر ربانيّت، عدالت، انساني ورورولۍ، شورا، برابرۍ، ثبات، د عامه او شخصي ګټو تر منځ توازن، رحمت او سولې ته د رابللو پر اصولو ولاړ دی. [۱]
اسلام هر مسلمان، پرته له دې چې قوم یا سیمه یې په پام کې ونیول شي چې د اسلامي تمدن په پراختیا کې برخه اخلي، د دې ستر نظام یو مهم غړی ګڼي.
دا ستر دین چې بنسټ یې په اسلامي پیوستون ولاړ دی انسان ته عزت او شرافت ورکوي.
خو برعکس، مليپالان (په ځانګړي ډول ځیني عربان) اسلامي تمدن یوازې خپل قوم ته منسوبوي. کله چې د اسلامي تمدن خبره کوي، نو یوازې یې “عربي امت” ته منسوبوي. [۲]
دا ډول چلند نه یوازې د اسلامي تمدن ریښتیني حقیقت ته زیان رسوي، بلکې د نورو مسلمانو ملتونو پر لاسته راوړنو هم سترګې پټیږي.
د اسلام له حاکمیت سره ډکر
مليپالنه یوه وارداتي مفکوره ده چې له اسلامي عقیدې سره هېڅ تړاو نه لري. اسلام مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي چې خپل باورونه او ارزښتونه له غیر اسلامي سرچینو را واخلي. مسلمانان مکلف دي چې د خپل ژوند تګلاره او طریقه یوازې د قرآن او سنتو پر بنسټ وټاکي؛ ځکه اسلام د الله تعالی له خوا غوره شوی او بشپړ دین دی، چې د انسان د ژوند ټول ابعاد په ځان کې رانغاړي او د انسان ټولې اړتیاوې او غوښتنې پوره کوي. [۳]
مسلمانانو ته د خپلو ستونزو د حل، د اتحاد د تأمین، د خپلې خاورې د ساتنې او د اشغالګرو د شړلو لپاره د مليپالنې اړتیا نشته؛ ځکه اسلام د دغو ټولو موضوعاتو لپاره بشپړ او عملي پروګرامونه وړاندې کړي دي.
اسلام حقیقي مسلمان هغه څوک ګڼي چې د اسلامي شریعت د حاکمیت پر وړتیا او کمال کلک باور ولري، د شریعت د احکامو اطاعت وکړي او حاکمیت ته یې غاړه کېږدي. دا حقیقت په قرآن کریم کې په ګڼو آیتونو کې بیان شوی دی. [۴]
الله تعالی فرمايي: «وَمَن یَبْتَغِ غَیْرَ الإِسْلاَمِ دِینًا فَلَن یُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِی الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِینَ» (هر څوک چې د اسلام پرته بل دین غوره کړي، له هغه به هېڅکله قبول نشي او په آخرت کې به له زیانکارانو وي.) [۵]
همداراز الله تعالی فرمایي:
«أَفَحُکْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُکْمًا لِقَوْمٍ یُوقِنُونَ» (ایا دوی د جاهلیت حکم غواړي؟ او د هغه قوم لپاره چې یقین لري، د الله له حکم څخه غوره حکم شته؟) [۶]
په سورة احزاب کې فرمايي: «وما کان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضی الله ورسوله أمراً أن یکون لهم الخیرة من أمرهم» (هیڅ مؤمن نارینه او ښځینه ته نه ښایي چې کله الله او د هغه رسول یو حکم ورکړي، هغوی دې د خپل کار اختیار ولري.) [۷]
همداراز په سورة نحل کې راغلي: «ونزلنا علیک الکتاب تبیاناً لکل شیء وهدی ورحمة وبشری للمسلمین» (او موږ پر تا دا کتاب نازل کړ ترڅو د هر شي وضاحت، هدایت، رحمت او د مسلمانانو لپاره زېری وي.) [۸]
دغه مبارک آیتونه په ټینګار سره څرګندوي چې د الله تعالی په نزد یوازینی معتبر دین، اسلام دی. که څوک له اسلام پرته بل دین یا عقیده غوره کړي، نو نه یوازې دا چې زیان به وویني، بلکې هیڅ ګټه به ور ونه رسوي.
خو مليپالان له دین څخه ژوره فاصله لري، تر دې چې د دوی مشران وايي: «عربي مسلمان دوه دینونه دي: اسلام او مليپالنه؛ او عربي مسیحي هم دوه دینونه لري: نصرانیت او مليپالنه.»
د دوی له نظره هغه څه چې مسیحیان او مسلمانان سره نښلوي مليپالنه ده، نه دین. [۹] یانې مليپالنه د دوی لپاره د دین حیثیت لري.
ښکاره ده چې مليپالنې ته د خلکو رادعوتول، جاهلیت ته د هغوی رابلل دي او هیڅکله یې اسلام ته نسبت ورکول جایز نه دي. له مليپالانو سره همکاري کول هم شرعاً جایز نده، بلکې لازمه ده چې د دا ډول انحرافاتو پر وړاندې کلک دریځ ونیول شي؛ ځکه اسلامي شریعت د داسې فسادونو د مخنیوي حکم ورکړی دی. [۱۰]
مليپالان د قومپرستۍ او مليپالنې په تبلیغ سره په ښکاره ډول خلک سیکولریزم ته رابولي. د سیکولریزم هدف دا دی چې دین له دولت څخه جلا کړي او د خلکو له ژوند څخه اسلامي شریعت لرې کړي؛ دا ډول نظر ښکاره کفر دی او په څرګند دول بېلاریتوب ته لاره هواروي. [۱۱]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] النیجیری، د. عبدالله أبوبکر أحمد، القومیة وحکمها في الشریعة الإسلامیة، نشر المقال في: المجلة الأکادیمیة للأبحاث والنشر العلمي، الإصدار العاشر، تاریخ الإصدار 2020 م، ص 20-21.
[۲] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بیتا، ص 35.
[۳] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بیتا، ص 29.
[۴] هماغه اثر، مخ ۳۴.
[۵] سورة آل عمران، آیۀ 85.
[۶] سورة المائدة، آیت ۵۰.
[۷] سورة المائدة، آیت ۵۰.
[۸] سورة النحل، آیت ۸۹.
[۹] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بېتا، مخ ۳۵.
[۱۰] النیجیری، ډاکټر عبدالله ابوبکر احمد، القومیة وحکمها في الشریعة الإسلامیة، خپرونه: المجلة الأکادیمیة للأبحاث والنشر العلمي، لسم ګڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۰م، مخ ۱۹.
[۱۱] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بېتا، مخ ۳۵.