لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه

دوهمه برخه

 

د سریزې دوام
زموږ په زمانه کې رسنۍ تر دې حده ځواکمنې شوې دي چې حقایقو ته بدلون ورکوي او د خلکو په درون اغېز کوي، رسنۍ حقایق تحریفوي، کوچني او یا لوی یې ښکاره کوي او د خلکو پر زړونو او ذهنونو یې د اغېز قدرت اوج ته رسېدلی دی، عقلونه هم د هغه څه له امله چې بیا بیا یې ویني، مغشوش او سرګردانه کیږي. ډېری وخت ددې  تشخیص نه شي کولی چې یو پېښه واقعاً څو ځله رامنځته شوې او که نه، یوازې یو ځل پېښه شوې خو بیا بیا تکرار شوې ده. په پایله کې یې د افکارو، نظریو، حکومتونو او اشخاصو تبلیغ، تر پخوا ډېر اسانه شوي دي.
کله چې يو کس يو ځل دروغ ووايي، او بيا همدا دروغ په غونډو او رسنيو کې بيا بيا تکرار شي، نو عقل ښايي دا برداشت وکړي چې دې کس ډېر ځله دروغ ويلي او دروغ‌ويل یې عادت دی؛ ځکه عقل، سره له دې چې وړتياوې لري، خو په دې برخه کې خطا کوي. برعکس، هغه کس چې ډېر کله دروغ وايي، خو دروغ یې نه خپرېږي او نه غندل کېږي، نو دا کس په بهتر حالت کې وي، او تر يو حده د هغه کس په پرتله مظلوم ښکاري چې تېروتنه یې ډېر ځله تکرار شوې او عقل ته معلومه شوې ده، ځکه تر تأثير لاندې نه دی راغلی.
ډېری خلک له هغه حالت څخه چې جسمونه یې په زور مجبوره کېدل چې د هغو فکرونو، نظريو او اعمالو پر وړاندې تسليم شي چې باور یې پرې نه درلود، اوس داسې يو نوي حالت ته داخل شوي چې هلته عقلونه د تدليس، فريب او د حقایقو د تحريف له لارې بې‌لارې کېږي، پرته له دې چې پوه شي چې عقل يې له نورو څخه پيروي کوي.
چل او دوکه په دې زمانه کې د استبدادي قدرت رول لوبوي او د دې دورې یوه ښکاره نښه ده. زموږ په زمانه کې عقلونه د هغو مرغانو په څېر شوي چې اغېزناکو عواملو پسې روان وي، او د هغو کسانو تر کنترول لاندې راځي چې پر عقل او ځان واکمني لري او د عقلاني تحلیل او سنجش وړتیا لري. د نفس غوښتنې هم یو بل مداخله‌کوونکی عامل دی چې له عقل سره یو ځای کیږي، او که چېرې همدا نفساني غوښتنې د باغ د بې‌ګټې واښو په څېر له بېخه ونه ایستل شي، نو کوم حاصل چې ترلاسه کیږي، پاک او  بې‌عیبه به نه وي.
ځینې وختونه همدا نفساني غوښتنې دومره په عقل کې ننوځي او ورپورې ونښلي، لکه یو اغزی چې د وړۍ په غوټه کې راګیر شي او په اسانه ترې نه وځي. په داسې حال کې عاقل انسان پرته له دې چې د خپل دین د ساتنې لپاره له ځینو هغو سمو پایلو څخه چې عقل یې ورته رسېدلی وي تېر شي بله لاره نه لري، تر څو له نفساني غوښتنو څخه (که څه هم کمې واوسي) په امان کې پاتې شي.
الله تعالی د حضرت یوسف علیه‌السلام له خولې فرمایي: ﴿وَما أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ﴾ ژباړه: «او زه د خپل نفس پاكي نه وايم، نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى.» [۱]
ډېری نفساني غوښتنې غالبې وي او انسان پرې مجبور وي، او شیطان دا غوښتنې پرته له دې چې د انسان اراده ورسره مل وي، عقل ته وړاندې کوي. الله تعالی د دې نفساني وسوسو له ورود څخه تېر شوی، خو د دوی منل او تعقیبول یې منع کړي دي. له حضرت ابوهریره رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «بېشکه الله تعالی زما له هغو وسوسو څخه تېر شوی چې زما د امت په زړونو کې راګرځي، (البته) تر هغې چې عمل پرې و نه کړي او پر ژبه یې را نه وړي.» [۲]
اسلام په ټینګار سره حکم کوي چې باید له نفساني غوښتنو او شیطاني وسوسو څخه ځان وساتل شي؛ ځکه چې له دې وسوسو پیروي کول کېدای شي بالاخره په عقلاني ډول د هغوی منلو ته لاره هواره کړي. فطرت (غریزه) ممکن د دې وسوسو د آزموینو لپاره تمایل پیدا کړي، په داسې حال کې چې لیبرال عقل د شیطان د وسوسې او د نفس د غوښتنې په څېر مفاهیم اصل نه ګڼي، ځان ترې ساتل او د ګناه معیارونه پرې تطبیقول خو پر ځای پرېږده. دا یو بنسټیز فکري توپیر دی چې په عقل کې د شر تخم شیندي او د ناوړه خبرو او عملونو بنسټ جوړوي. د هغه عقل چې د اسلام له لوري محدود او رهنما شوی او د معاصرو او نوو ازاديو پر بنسټ د رامنځته شوي عقل ترمنځ توپیر د ګڼو شرارتونو سرچینه کېدای شي.
ځینې وختونه ډېر کم داسې پیښیږي چې یو متناقض عامل دې له یوې فکري نظریې سره په ټکر کې وي، یا دې یې اغېز کمزوری وي؛ خو د نفساني غوښتنو او شخصي اړتیاوو له امله یا د دې لپاره چې یو بانفوذه شخص یې ملاتړ کوي او تبلیغ ورته کوي، سمه نظریه د هغې غلطې نظریې په مقابل د چل او دوکې د ځواک په اندازه زوال مومي. په پایله کې له ناسم فکر د پیروۍ په برخه کې د انسان عزم پرته له دې چې ځان ته متوجه شي پیاوړی کېږي.
الله تعالی په قرآن کریم کې پر ثبات یا بدلون، او د مقابلې پر ځواک او کمزورۍ د مشاهدې اغېز ته اشاره کړې ده. الله تعالی له مشرکانو سره د رسول الله ﷺ د مخامخ کېدو په اړه فرمایي: ﴿إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا ۖ وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ﴾
ژباړه: «كله چې تاته الله هغوى په خوب كې كم دروښودل او كه زيات يې درښودلي وى نو خامخا بې زړه كېدلئ او په دې كار كې به مو شخړه كړې وه.» [۳]
ابن أبي شيبه له حضرت ابن مسعود رضي‌الله‌عنه څخه روایت کړی، چې ویې وفرمایل: «د بدر په ورځ دښمنان زموږ په نظر تر اصلي شمېر کم ښکاره شول، تر دې حده چې ما له هغه سړي نه چې زما ترڅنګ و، وپوښتل: ستا په اند دا خلک شاوخوا اویا تنه دي؟ ویې ویل: نه، سل تنه دي. خو کله مو چې د هغوی یو کس اسیر کړ، او ترې مو وپوښتل، هغه وویل: موږ زر تنه وو.» [۴]
هغه انځور چې په خوب کې د رسول الله ﷺ په ذهن کې را تېر شوی و، د ده عزم یې لا پیاوړی کړ؛ خو دا انځور د واقعي شمېر په خلاف و. دا پر نفس د رسنیو له اغېز سره ورته والی لري، که دا اغېز د حق پر بنسټ وي یا د باطل پر بنسټ.
زما خطا، د ټولو خطا
د انسان د نفس د عجیبو ځانګړنو له جملې یوه یې دا ده چې نفس د کرم او بخل، تقوا او بې‌پروايۍ، وقار او سپک‌چلند، هوښیارتیا او ناپوهۍ، زړورتیا او وېرې، بیدارۍ او غفلت، هدایت او ګمراهۍ، تېروتنې او سمون، او کبر او تواضع ترکیب دی.
ټول انسانان د بشري ترکیب له دې اصل سره همغږي دي؛ خو په خپل ځان کې د دې ترکیب د نیمایي منفي ځانکړنو منل نه خوښوي. لامل یې دا دی چې د انسان نفس نه غواړي چې یواځې خپل ځان ته کومه نیمګړتیا منسوبه کړي؛ خو دا چې ټول انسانان د یوې نیمګړتیا له مخې توصیف شي، له دې سره مخالفت نه لري؛ ځکه هلته یوازې هغه نه، بلکې ټول بشر (چې خپله هم پکې شامل دی) متهم ګڼل کېږي. خو کله یې چې افرادو ته نسبت کیږي نو بیا دا بشري اصل چیرته دی؟ ولې خلک هغه میوه چې د ونې په اصل یې باور لري، په خپل ځان نه مني او پر یو بل یې وراچوي؟
هر څوک چې دا ورکې شوې او بې‌صاحبې بلاوې چې خلک یې یو پر بل ورغورځوي  په خپل ځان کې ومومي او اعتراف پرې وکړي، نو هغه کامیاب شوی او حق یې موندلی دی. ځکه هغه حق چې د خلکو ترمنځ ویشل شوی وي [او هر څوک ځان پکې شریک بولي]، د هغې حق په پرتله چې محدود وي او یوازې د یو کس لپاره مشخص شوی وي ډېر د فساد سبب کېږي.
تر ټولو لوړه تمه چې د حق د منلو په پیل کې له انساني نفسه کېدلی شي، دا ده چې لږ تر لږه دې انسان یوازې د خپل ځان په اړه پر حق اعتراف وکړي، او اجازه دې نه ورکوي چې د علني اعتراف له وېرې یې له هغه حق څخه واوړي چې ورته څرګند شوی دی؛ ځکه کېدای شي بیا هېڅکله د حق د لیدو فرصت ونه‌مومي، او د تکبر او عناد له امله پرته له دې چې ځان ته متوجه شي، د حقیقت له درک څخه محروم پاتې شي.
کله چې حضرت ابراهیم علیه‌السلام د خپل قوم بوتان مات کړل، او هغوی ترې وپوښتل چې دا کار چا کړی دی، نو حقیقت په یوه شیبه کې ورته څرګند شو. حضرت ابراهیم علیه‌السلام هغوی ته وویل: ﴿فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ﴾
ژباړه: «دا کار د دوی دا لوی بوت کړی دی، که خبرې کولی شي، نو له دوی نه وپوښتئ!» [۵]
دلته و، چې هغوی د یوې شیبې لپاره یې حقیقت د ځان پر وړاندې وموند: ﴿فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنتُمُ الظَّالِمُونَ﴾
ژباړه: «نو بيا هغوى پر خپلو ځانو ورتاو شول، سره ويې ويل: يقيناً همدا تاسو ظالمان ياست.» [۶]
خو کله چې پوه شول چې دا حقیقت له هغوی څخه د ډېرو چارو پرېښودل او د نورو چارو ترسره کول غواړي، نو هغه حق چې یوه شیبه یې پرې اعتراف کړی و، پرېښود. آن دا چې دا حق یې د حضرت ابراهیم علیه‌السلام پر وړاندې په یو باطل دلیل واړاوه او ویې ویل: ﴿لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاءِ يَنطِقُونَ﴾ ژباړه: «ته خو یقیناً پوهېږې چې دا (بوتان) خبرې نه شي کولای.» [۷]
یعنې ته خو پوهېږې چې زموږ بوتان نه د خبرو مانا درک کولای شي او نه د ځواب ویلو توان لري، نو ستا مقصد له دې خبرې څخه څه دی، چې وايي: “فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ” ژباړه: «که خبرې کولی شي، نو ترې وپوښتئ؟»
یا دا چې ته غواړې له هغه جرم څخه چې مرتکب شوی یې، ځان خلاص کړې او ځان بې‌ګناه وښيي؟
الله د الهي حکمت له مخې انسان ته لومړی د زړه او باطن له لارې خطاب کوي، نه د ظاهري اعضاؤ له لارې. د دې دلیل دا دی چې د انسان نفس باید له عمل کولو وړاندې د حقیقت منلو ته چمتو وي. عمل کول یا له یو څه ځان منع کول، په ځانګړي ډول که چېرې دا کار دوامداره وي، نو ډېر سخت وي؛ خو عقلًا باور پیدا کول او قناعت ته رسېدل، ډېر آسانه او چټک وي. ځکه عمل د عقیدې او فکر پر بنسټ ولاړ وي، نه برعکس.
د انسان په نفس کې تل د نفس د هوا او حق ترمنځ یو پټه جګړه روانه ده. حق، د خپل فطري ذات او د انسان په نفس کې د موجود فطري میلان له امله، پیاوړی دی؛ خو د نفس هوا هم یو فعال قوت دی، او که پرېښودل شي نو کېدای شي چې د حق پر وړاندې زور وکاروي او تر پښو لاندې یې کړي. خو هر کله چې عقل له سمو افکارو او نظریاتو سره یو ځای شي، نو بریا یې یقيني کېږي او د نفس هوا ماته خوري.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] سوره یوسف، آیه: ۵۳.

[۲] صحیح بخاري، ۴۹۸۶.

[۳] سوره الأنفال: آیت ۴۳.

[۴] مصنف ابن أبي شيبه، جلد ۷، مخ ۳۶۰.

[۵] سوره الأنبیاء، آیت: ۶۳.

[۶] سوره الأنبیاء، آیت: ۶۵

[۷] سوره انبیاء،  آیت: ۶۵.

Leave A Reply

Exit mobile version